د ”کولي“ څخه د خبریال پوښتنه؛ ایا روهیت شرما باید له ټیم څخه وایستل شي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان لخوا هند ته له ماتې وروسته، ژورنالیست له کپتان “ویرات کوهلي” څخه وپوښتل، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې اوپنر ( لومړنی توپ وهونکی) “روهیت شرما” د راتلونکي میچ لپاره له ټیم څخه لرې کولو په هکله وپوښتل.

تیره شپه د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د پاکستان له تاریخي بریا وروسته ، د هند د کرکټ ټیم کپتان “ویرات کوهلي” یو مطبوعاتي کنفرانس وکړ، چې پدې جریان کې یو ژورنالیست ترې وپوښتل؛ چې په راتلونکي میچ کې به د “روهیت شرما ” پر ځای “ایشان کیشن” شامل وي؟

په لومړي سر کې د هند لوب ډلې کپتان “ویرات کوهلي” د ژورنالیست پوښتنې ته په طنزیه انداز وخندل او بیا یې له خبریال څخه وپوښتل، “خورا ښه پوښتنه مو وکړه، پداسې حال کې چې زه فکر کوم زموږ اوسنی ټیم غوره دی. نو تاسې یې په اړه څه فکر کوئ؟”

ویرات کوهلي له ژورنالیست څخه وپوښتل، “ایا تاسو به روهیت شرما له T20 نړیوالې لوبې څخه وباسئ؟” ایا تاسې پوهیږئ چې د روهیت لوبډلې لپاره وروستی پرفارمنس (فعالیت) څه و؟

بیا یې په طنز خبریال ته زیاته کړه؛ “که چېرته تاسي، شخړه کول غواړئ، نو مهرباني وکړئ لومړی ما پوه کړئ، ترڅو زه د هغې مطابق ځواب درته ووایم.“

د یادونې وړ ده، چې تیره شپه پاکستان په نړیوال جام کې هند ته په لس ویکټو ماتې ورکړه.
هند د ۱۵۲ منډو هدف پاکستان ته ورکړ، چې پاکستان پرته د کوم زیان څخه یاد هدف په ۱۸ اوور کې پوره کړ.

ـ “محمد رضوان” په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ۵۵ توپونو یې د ۶ څلوریزو، ۳ شپږیزو په مرسته ۷۹ منډې وکړې.

د کپتان “بابر اعظم” بیټ هم په ۵۲ ​توپونو د ۶ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۶۸ innings منډې وکړې.

شاهین شاه اپریدي د غوره توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، چې په لومړي اوور کې “شاهین شاه اپریدي” روهیت شرما په صفر وسوځاوه.