د کرکټ په لوبغالو او لوبډلو کې ډېری مسلمان لوبغاړي هم ګډونوال دي او دغو مسلمانو لوبغاړو د کرکټ لوبو ته زینت وربښلی دی.
یو خو هغه هېوادونه دي، چې مسلمان دي او لوبغاړي یې هم مسلمانان دي، لکه افغانستان، پاکستان، عرب، بنګله دېش.
خو ځېنې کفري هېوادونه بیا هم په خپلو لوبډلو کې مسلمان پیاوړي لوبغاړي لري او لوبوي یې.
د انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، هند، ویسټ انډیز لوبډلې په خپل ترکیب کې مسلمان لوبغاړي لوبولي او خورا ښې لوبې یې ورته کړي دي.
د انګلستان لوبډله کې مسلمان لوبغاړي
د انګلستان په لوبډله کې اوسمهال عادل رشید او معین علي دوه مسلمان لوبغاړي دي، چې دواړه د انګلستان په لوبډله کې خورا مطرح دي او لاهم د دې لوبډلې کلیدي لوبغاړي بلل کېږي.
دوی دواړه اصلاَ د پاکستان دي.
عادل رشید د نړۍ په کچه یو له خطرناکو لېګ برېک او ګوګلي بالرانو څخه دی، چې تل یې انګلستان ته ښې لوبې کړي دي.
معین علي چې په کین لاس توپوهنه کوي، د توپوهنې الراونډر دی او اف برېک توپ اچونه هم کوي.
دی یو هېټر توپوهونکی دی، چې تل یې انګلستان ته په سخت وخت کې ښه لوبه کړې ده او لا هم د دې لوبډلې ملاتړی دی.
په تېر کې په دې لوبډله کې د اوېس شاه په نامه لوبغاړی خورا اغېزناک و.
ازهرمحمود چې د انګلستان لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.
د افریقا لوبډله کې
هاشم امله چې د سویلي افریقا په لوبډله کې یو له مشهورو تخنیکي او ځواکمنو لوبغاړو څخه و، ۲۰۱۸ کې یې لوبې پرېښي دي.
نوموړي دومره مؤثر کرکټ وکړ، چې د نړۍ ټول کرکټ مینوال یې پېژني.
په ټېسټ لوبه کې یې په روژه ځان درې سوه منډې کول یو ریکارډ هم دی.
ده په یو ورځنیو لوبو کې د افریقا لپاره ۷۰۰۰ منډې جوړې کړي دي او ۲۷ سلیزې یې وهلي دي.
په ۱۲۴ ټېسټ لوبو کې یې ۹ زره ۲۸۲ منډې کړي دي، ۲۸ سلیزې او ۴۱ یې پنځوسیزې وهلي دي.
هغه په ۲۰۱۲ کې د انګلستان پر وړاندې یوه لوبه کې ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او همدایې یوه لوبه کې غوره منډې هم دي.
۴۴ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۲۷۷ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۹۷ ناسوځېدلې زیاتې منډې دي.
د افریقا په لوبډله کې وېن پرنېل او عمران طاهر نور مسلمان لوبغاړي دي، چې د لوبډلې مطرح لوبغاړي وو او د کرکټ په نړۍ کې یې غوره لوبو د خلکو زړونه ګټلي دي.
پخوا په دې لوبډله کې د فرهان بهاردین په نوم لوبغاړی و، چې هغه هم مسلمان دی، اوس پکې چینامېن توپ اچوونکی تبریز شمسي هم شته، چې مسلمان دی.
له دې لوبډلې سره په تېر کې یوسف عبدالله په نوم لوبغاړی هم و او غلام بعدي یې بل لوبغاړی و، چې مسلمان و.
هندوستان لوبډله کې
د هندوستان په لوبډله کې مخکې، زهیرخان، یوسف پټان او عرفان پټان مسلمان لوبغاړي وو، همدارنګه محمد کیف د دوی وېکټ ساتونکی توپوهونکی و.
اوس وخت کې محمد شمي، محمد سراج او تازه اوېش خان دې لوبډلې ته د مسلمان لوبغاړو په توګه ورغلي دي.
د اسټرالیا لوبډله کې
د اسټرالیا په لوبډله کې عثمان خواجه یو مطرح لوبغاړی و، چې تر ۲۰۱۸ کال پورې د دې لوبډلې له غوره لوبغاړو بلل کېده، په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې یې لوباوه او د ټاپ ارډر تکیه پرې شوې وه.
د ویسټ انډیز لوبډله کې
د ویسټ انډیز په لوبډله کې مخکې سلیمان بېن مسلمان لوبغاړی و او اوس هم پکې مسلمان لوبغاړي شته، چې بله لیکنه کې به یې درته ټول ذکر کړو.
د زِمبابوې په لوبډله کې سکندر رضا شتون لري، چې له مطرحو لوبغاړو څخه دی.
ټولو مسلمانو لوبغاړو د کرکټ په نړۍ کې ډېر مؤثریت ښودلی دی.
مثلا د پاکستان لوبغاړو چې مخکنیو کې یې انضمام الحق، شاهد افریدي، شعیب اختر، وقار یونس، یونس خان او ځېنې نور وو او اوس وخت کې یې بابراعظم، شاهین افریدي، محمد رضوان خورا اغېزناک لوبغاړي دي.
د افغانستان په لوبغاړو کې تر دې دمه راشدخان او محمدنبي خورا مشهور دي او د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو ډېر بوخت لوبغاړي دي، چې د کرکټ نړۍ ته یې ځانګړې ښکلا وربخښلې ده.
په اوسنیو لوبغاړو کې رحمان الله ګربز، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځي، محمد شهزاد او ځېنو نورو لوبغاړو ښه نوم ایستلی دی.