اختر څه ته وايي؛ اساسي پيغامونه یې

اختر ته په عربي ژبه کې عيد ويل کيږي او دا لفظ له عودة نه اخيستل شوی يعنې بيرته راګرځېدل او ځکه عيد ورته وايي چې هر کال بيا بيا راګرځي, او په پښتو ژبه کې ورته اختر وايي او د اختر لفظ د يختير نه اخيستل شوي افغانستان ته د اسلام د مبارک دين له راتګ نه مخکې به په دغه سيمه کې د يخنۍ موسم له تېرېدو نه وروسته خلکو د خوښۍ ميلې کولې او هغه ته به يې يختير ميله ويل چې د وخت په تېرېدو سره يختير په اختر بدل شو او دا ميله به په کال کې يو ځل وه. خو د اسلام د مبارک دين له راتګ وروسته دغه يختير يا نوروز ميله د دوو اخترونو کوچنی او ستر اختر باندې بدل شو, په دې مانا چې د يختير يا نوروز لمانځنه يا ميله منع وګرځول شوه او دغه دوه اخترونو يې ځای ونيوه يوه مېله په دوو مېلو بدلې شوې چې عيد الفطر او عید الاضحی دي.

وړوکۍ اختر د درېیم بنسټیز رکن روژې له ادا کولو وروسته، د مومنانو لپاره د ښېرازۍ او الهي لورینې، زیري له ځان سره راوړي. په همدې ورځ ټول مسلمانان د لوی الله ج د شکر، ذکر او ستاینې په موخه، له دې امله راټولیږي چې لوی پاک ورته د داسې سپېڅلو لارو، ښوونه کړې ده، چې په هغو کې د دوی د دنیا او اخرت ګټې نغښتې دي. د دې ویاړمنې ورځې نوم یوم الجوائز( د انعاماتو سوغاتونو ورځ) ده. په دې ورځ کې لوی الله ج روژتیانو ته یو لړ سوغاتونه ورکوي، چې تر ټولو ستر هغه یې د ګناهانو مغفرت بښنه ده او ستاسو بد په ښو بدلېدل دي.

اختر په دیني مفهوم کې د الله تعالی یو شکر ادا کول دي چې هغه موږ ته د عبادتونو د بشپړ کولو توفیق راکړ دا شکر یوازې مسلمان په خپله ژبه سره نه وایي بلکه د هغه په کوګل کې د ډاډ او داخلي خوشحالي او د هغه د بهرنیو اندامونو د حرکاتو په ژبه سره هم تعبیر کیږي، همدا راز د مسلمانانو تر منځ د مینې او پراخي ټندي په څرګندولو او د بډایانو او مسکینانو تر مینځ د مسافو په لمنځه وړلو سره دا شکر ښکاره کیږي.

اختر په انساني مفهوم سره هغه ورځ ده چې د سرمایه دار قوت او د مسکین کمزوړتیا د الهي عدالت او مساوات په اساس د زکات، احسان او پراخي تر سر لیک لاندې یو بل ته د مینې او روغبړ غېږ ورکوي.

اختر په بډای باندې خپلې وړانګې غورځوي چې په پایله کې له خپلې شتمنۍ سره د زړه تعلق ختموي او له خپل لوړ مقام څخه حق او ښو اخلاقو ته په تواضع او انکسار سره راښکته کیږي او داسې احساس کوي چې د هغه په شاوخوا کې انسانان ټوله دده ورنه او مرستیالان دي.

په پایله کې خپلې د ټول کال بدي ګانې د یوې ورځې په نیکی او احسان سره له مینځه وړي.

اختر سپېره او مسکین هم په خپله تجلی کې نیسي هغه خپل غمونه ټوله شاته پرېږدي او د هغو ترږمیو له پېڅول څخه سر راباسي کوم چې تصوراتو او د پرېشانيو خوبونو ور باندې ټول کال غوړولی وو، د ټول کال ستوماني او مجبوریتونه هېروي او د اختر خوشحالي یې د شتمني طبقې په وړاندې له زړه څخه بدبیني لېري کوي او اختر یې د مایوسي دېوالونه نړوي.

اختر د وخت په اعتبار سره د زمانې یوه لنډه ټوټه ده چې د غمونو او پرېشانیو د هېرولو او له نوي سره د انساني قوتونو د را ژوندي کولو لپاره ځانګړې شوې ده.

اختر په ټولنیز مفهوم سره د ماشومانو ورځ هم ده، چې هغوی په دې ورځ کې ډېر خوشحاله وي او ټول کال اختر ته په تمه وي.

اختر د مسکینانو، ذوی الارحامو، مسلمانانو ورځ ده چې یو بل له تېروتنو تېریږي او یو له بل سره ویني.

د دوستانو او اشنایانو ورځ ده چې په همدغه لنډ مهال کې د مینې تارونه نور هم ټینګوي، د اصیلو شخصیتونو ورځ ده چې خپلې پټې کینې او د زړه رنځونه په کې ختموي.

دا ورځ زړونو ته آرام او هوساینه بښي، څېرو ته ښکلا او خوشحالي ورکوي او بدنونو ته ارام او هوساینه پېرزو کوي.

د اختر د ورځې عبادتونه او اسلامي احکام عقل ته غذا تهیه کوي، اسرار یې زړونه او نفسونه تصفیه کوي، او هغه حقایق جوته کوي چې د هغو له مخې د ټولنې د بېلابېلو طبقو او پرګنو ترمنځ د عدل موازین په پښو دروي او د اسلامي یووالي او سترې موخې پر مخ بیایي او د ټولنې افرادو ته د قرباني او تر ځان تېرېدنې او مینې عملي درسونه ورښیي.

له نعمان بن بشیر رض څخه روایت دی چې رسول الله ص وفرمایل: د مسلمانانو مثال په یو له بل سره مینه او یو پر بل باندې په زړه سوي کولو او یو له بل سره په همدردي کې د یوه انساني بدن دی کله چې د بدن یو اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي.

نو اختر کې هم نېمکرغه او ویښه ټولنه هغه ده چې په داسې ورځ کې یې د اخلاقو درجه نهایي ټکي ته ورسیږي او انساني شعور او احساس یې ستر ابعاد خپل کړي هغه که له یوې خوا د همدغې نېکمرغي ورځې په مناسبت د قلبي خوشحالي احساس کوي خو له بلې خوا یې په نړۍ کې د وېر ځپلو ټولنو وګړو په وړاندې دننه د ترحم او عاطفې سمندر څپې وهي.

اختر باید ډېر په ښه او خوشالی سره ولمانځو، خو په انفرادي ډول نه، ځکه اختر یو ټولنیز جشن دی نو لمانځل یې هم باید ټولنیز وي.

اختر د خوشحالی ورځ ده، له همدې امله خپل ټول غمونه باید شاته پرېږدو او خوشحالي ته هر کلی ووایو.

لیکنه او راټولوونه