پر ځان باور مو بري او نېکمرغۍ ته رسوي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: حکمت الله ریحان

موږ له اعتماد او باور پرته ناکاره کېږو او هېڅ هم لاسته نه شو راوړی، خو بل لوري ته پر ځان باور مو نېکمرغیو ته د رسېدو کیلي ده او د بري دروازې او خزانې راته خلاصوي.
پر ځان باور یا ډاډمنتیا (Self-confidence) په خپلو وړتیاوو او ځانګرتیاوو د یقین ساتلو احساس یا عقیدې ته وایي. مانا دا چې پر ځان باور ماته ځواک رابښي، چې یو کار په بشپر ډول ترسره کړم. دا ډول پر خپل ځان باور تاسو ته دا ځواک درکوي، چې فکر وکړئ، چې تاسو هغه څه ترلاسه کولای شئ، چې په ژوند کې یې غواړئ او یا یې په اړه فکر کوئ.
پر ځان باور مو له ذهنه د ناکامۍ وېره لرې کوي، اضطراب مو کموي او د خوشحالۍ او اطمینان احساس درکوي، همدا ډول تاسې هڅوي او د موخو ترلاسه کولو توان او قوت دربښي.
په هره اندازه مو، چې پر خپل نفس باور یا اعتماد زیات شي، هغومره ‎ځان او خپلو وړتیاوو ته ارزښت ورکولی شئ. دا په دې مانا، څومره چې تاسو ځان ته ارزښت ورکوئ؛ هغومره تاسو له ځان سره مینه لرئ او ځان در ته یو پیاوړی او پر ځان بسیا شخص ښکاري.
پر ځان اعتماد پیدا کول یو مهارت دی او انسان کولای شي، چې هر مهارت زده کولای شي. اعتماد کومه معجزه نه ده او نه کوم جادو دی، بلکې ډبلیو ایچ موري وايي: “دا ویلې شو چې چې باور یا اعتماد له ځان سره جادو، قوت او نبوغیت لري.
له پورتنۍ جملې ښکاري، چې پر ځان باور لرل تاسې ته د یوه کار او کړنې په ترسراوي کې قوت دربخښي. که لږ له خپل چاپیریال دباندې نظر وکړو؛ نو جوتیږي، چې پر خپل ځان باور لرونکو خلکو په نړۍ کې جادویي کارونه ترسره کړئ، سره له دې چې دې ډول خلکو په منځنۍ یا په اوسطه توګه د دا ډول کارونو د ترسره کولو وړتیا لرله.
د دا ډول کارونو ترسره کول ګران نه دي، زه، ته او نور یې د کولو توان لرو، خو چې همت وکړو او پر ځان باوري شو. څه ډول کولای شو، چې پر ځان متکي شو، دلته د اعتماد د پیداکولو پر لارو چارو لنډه رڼا اچوو:

پر ځان باور او اعتماد پیدا کولو اسانې لارې چارې

پر ځان ډاډمن کېدل او باور پیدا کول ډېرې لارې چارې لري او ډېر کتابونه پرې لیکل شوي، خو دلته په لاندې برخه کې یو څو اړینو لارو چارو ته لنډه کتنه کوو، هیله ده چې پر ځان د باور په پیدا کولو کې درسره مرسته وکړي.

ځان ته ارزښت ورکول

مخکې له دې چې باور پیدا کړو، اړینه ده چې ځان ته ارزښت ورکړئ. جیم ران وايي: “د نورو احترام او عزت وکړئ، خو عبادت نه” یعنې دومره احترام هم نه، چې ځان د هغوی پر وړاندی هې وګڼئ او په شخصیت مو بده اغېزه وکړي. ډېر کله داسې شوي، چې د نورو پر ډېرې ستاینې ځاني وړتیاوې او شته مهارتونه له منځه تللې وي، او پر خپل ځان باور له لاسه ورکړل شوی وي.
الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی او بې شمېره نعمتونه یې ور په برخه کړي، چې هېڅ څوک یې بیه نه شي پوره کولی، نو که ځان ته له نورو څخه په کمه وګورو، نو دا په دې مانا ده، چې د الله تعالی د نعمتونو ناشکري مو کړې او په لوی لاس مو ځان تحقیر کړی.
هو! دا مو باید له یاده ونه وځي، چې خپل عزت باید د بل په عزت کې ولټوو، له غرور او تکبر ځان وژغورو او نورو ته هم له ځانه په کمه سترګه ونه ګورو، همدا ټکي مو بري ته د رسېدو لامل ګرځي.

له ځان سره مثبتې خبرې کول

له ځان سره په خپل فکر کې یا په زوره خبرې کول خورا اغېز لرونکې ځانګړتیا ده. ډاډمن خلک له ځان سره همېشه مثبتې خبرې کوي. دا ډله خلک خپله ورځ په دې ویلو پیلوي، چې «له ځان سره مینه لرم» «له خپل کار سره مینه لرم او په ښه توګه یې سر ته رسولی شم»  او دا چې «زه پیاوړی یم او پر ځان پوره باور لرم.»
له ځان او خپل کار سره مینه لرم. زه کولای شم. دا جملې پر خپل ذات کې ویونکي ته ډاډ بښي، چې پر چارو لاس بری شي، ډاډ منو خلکو تل له دا ډول جملو ګټه اخیستې، د فعالیتونو پیل که په دا ډول جملو وشي، باوري و اوسئ، چې تاسې به بریالي یاست.
لکه چې مو وویل، دغه جملې پر خپل ذات کې قوت لري، دا ډول جملې زموږ په فکر، احساساتو او کړنو ژور اغېز ښندي، که مثبت الفاظ وکاروو، مثبته پایله راکوي، که له ځانه سره څو ځلې ووایو، چې نن ډېر خوشاله یم، نو د خوشالۍ احساس به وکړو، که ووایو، چې یو پیاوړی شخص یم، نو پر ځان باور به مو زیات شي او د توان احساس به وکړئ.
پر ځان د بسیاینې او ډاډمنتوب لپاره یې همدا شېبه له ځانه سره تکرار کړئ، حتمي ده، چې تاسې به پر ځان باور پیدا کړی وي او فکر به کوئ، چې نوی شخص یاست او له ډېرو مهارتونو برخمن شوي یاست.
کله چې ویده کېږئ له ځان سره ووایئ، چې زه یو غوره شخص یم او پر ځان باور لرم، هغه څه، چې وغواړم تر لاسه کولای یې شم.
نامتو ویناوال د هرې وینا څخه مخکې او پیاوړي مدیران له هرې غونډې د مخه ځان سره مثبتې خبرې نغاړي او وایې، چې زه به دا وینا یا کار په غوره توګه سر ته رسوم او دا تصور کوي، چې یو پیاوړی ویناوال یا مدیر دی.
د انسان دا ځانګړتیا ده، چې یو وخت کې یو فکر کولی شي. دا په دې مانا چې کله مثبت فکر کوو، نو منفي فکر یا سوچ د هغه ځای نه شي نیولای او کله چې منفې فکر کوو، نو مثبت فکر یا سوچ د هغه ځای نه شي نیولای. د انسان همدې ځانګړتیا هغه ته دا قوت بښلی، چې منفي فکر په مثبت بدلولای شي.
هغه ټول فکرونه، چې باور مو له منځه وړي، منفي دي او هغه ټول فکرونه چې پر ځان مو باور پیدا کوي، مثبت دي. د ټولو ستر منفي فکر دا دی، چې زه نه شم کولای او د ټولو ستر مثبت فکر دا دی چې زه کولای شم.

 تکرار یا تمرین

د اعتماد یا باور پیدا کولو لپاره تر ټولو غوره لار تکرار یا تمرین دی. د عربي ژبې یو قول دی، چې وایي «تکرر و تقرر» یعنې که تکرار شي، نو زده به مو شي. که درس وي او یا کوم مهارت یا کسب، په تکرار او تمرین سره زده او ذهن کې د ډېر وخت لپاره پاتې کیږي.
پېژندل شوی ویناوال ټوني رابنز وايي: “تکرار یا تمرین د مهارتونو مور ده.” د یو نامتو لیکوال نه چا پوښتنه وکړه، چې د بري راز مو څه دی؟ هغه ورته ځواب کې وویل، چې تمرین، تمرین، تمرین او تمرین.
د جیم ران څخه چا پوښتنه وکړه، چې څنکه کولای شې، چې ډېر په آسانۍ سره د څلورو ساعتونو لپاره زرهاوو خلکو ته دومره اغېزناکه وینا کوې، راز یې څه دی؟ هغه ورته ځواب کې وویل ته څه خبر یې، چې زه خپله وینا څو ځل تکراروم. جیم ران به تر سلو ډېر ځله خپله وینا تمرینوله.
ایډیسون د رڼا څراغ یا بلب د اختراع کولو په هڅه کې له زرو ډېرې تجربې وکړې، چې بري ته ورسېد او نړۍ ته یې یو نوی رنګ او بدلون ورکړ او د ټکنالوژۍ پرمختګ ته یې لاره پرانیستله. له ایډیسیون څخه چا وپوښتل چې ولې زر ځله ناکامه شوې؟  هغه ورته وویل، نه یم ناکام شوی، ولې بري ته د رسېدو لپاره مې زر قدمه ووهل.
که فکر وکړو او له ځانه وپوښتو، چې د ګران هیواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان ولې د نړۍ د کرکټ په غوره لوبغاړو کې شمېرل کېږي؟ څه به مو ځواب وي؟
حتمي ده چې وایو به، چې راشد تل خپله تکیه پر تمرین کړې، نو تمرین دی، چې موږ او تاسې بري ته رسوي.
په نړۍ کې د بریالیو خلکو په زرګونه بېلګې شته، چې د تکرار او تمرین په کارولو سره یې مهارتونه زده کړي او سترې موخې یې لاسته راوړي. په لنډه توګه به ووایو، چې تکرار او تمرین د اعتماد او ډاډ پیدا کولو تر ټولو ستره وسیله ده.

موخې ټاکل

موخې ټاکل د باور پیدا کولو او د بري لاسته راوړلو یو مهمه لار ده. اوږدمهاله او لنډمهاله موخې وټاکئ او د لاسته راوړلو لپاره یې منظم پلان جوړ کړئ او د عمل جامه ور واغوندئ. هغه کتابونه وګورئ چې د موخو ټاکلو او لاسته راوړلو لارې چارې در ښایي. یوه کوچنۍ موخه لاسته راوړل هم باور او اعتماد دربښي.
د بېلګې په توګه د یوې کوچنۍ لاسته راوړنې لپاره موخې وټاکئ، پلان یې کړئ او عملي کړئ، وبه پوهېږئ، چې تاسې د ډېرو نورو کارونو د سرته رسېدو جوګه یاست. له ننګونو او ستونزو څخه مه وېرېږئ. جیک کینفیلډ وایي “که چیرې موخه مو ننګونکې نه وي په ژوند کې مو هېڅ بدلون نه شي راوستلائ.”

د ځان په اړه د نورو د ارزونې تعبیرول او تشریح

بارو لرونکي او با اعتماده خلک د نورو ارزونه د خپل ځان په اړه څنګه، چې غواړي تعبیر او تشریح کوي. دا په دې مانا که ارزونه یې منفي وي، نه یې قبلوي او د ارزونې کونکي علم او نیت ته ګوري، په پای کې ځان ته خپله ډاډ ورکوي، ځکه چې ډېری وخت کم علمي یا بدنیتي د منفي تنقید لامل ګرځي.
د نړۍ ستر نابغه «البرټ آینسټاین» وايي: “هېچاته اجازه مه ورکوئ چې درته ووایي نه یې شې کولای.” که څوک مو پر وړتیا شک کوي، ودې کړي، خو په خپله مو په وړتیاو شک مه کوئ، چې کوچنې وو، خلکو فکر کاوه چې رواني ستونزه لري، څو ځله مکتب کې هم ناکامه شو، تردې چې د مکتب نه وایستل شو، خو په پایله کې هغه د عصري فیزیک او په ټوله کې د عصري ساینس بنسټ کېښود او د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه.
په پای کې ویلای شو، چې هېڅوک درباندې باور یا اعتماد نه شي کولای، تر هغې چې پر ځان باور پیدا نه کړئ. په  ټولنه کې د سالم رول د پلي کېدا لپاره اړ یئ، چې پر ځان متکي شئ او نورو ته د آلګو په توګه ارزښت ولرئ. یوازې تاسې کولای شئ په خپل فکر او عادتونو بدلولو سره خپل ژوند بدل کړئ. که پورتنۍ لارې چارې مو وکارولې، پر ځان باور ترلاسه کولای شئ او ژوند مو مثبت بدلون مومي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.