ليکنه: فرزانه زيار
هغه څه چې مو دين، روغتيا او اقتصاد له منځه وړي، نشهیي توکي دي، خو نشهيي توکي (مواد مخدر) څه شی دي!؟
د نشهیي توکو تعريف
مخدر يوه عربي کلمه ده چې د (خدر) له کلمې څخه اخيستل شوې او د ضعف، سستۍ او ناتوانۍ په مانا راغلې ده، خو په ټولنه کې مخدره يا خدر د بې غيرتۍ، ډار، تردد، حیرانۍ او بې همتۍ مانا ورکوي.
په اصطلاح کې مخدره توکي هر هغو خامو يا جوړو شوو موادو ته ويل کېږي چې د تسکين ورکوونکو او تحريکووونکو کيمياوي عناصرو درلودونکي وي او کارونه یې د اعتياد لامل کېږي.
د نشهیي توکو ديني ضرورنه
نشهيي توکي هر ډول چې وي او په هر رقم چې وکارول شي –که وخوړل شي، څښل، ېيچکاري کول او يا هم بويول وي – د انسان لپاره جسمي، رواني، مالي، ټولنيز او اخلاقي زیانونه له ځان سره لري.
که څه هم د شرابو زیان له نورو نشهيي توکو څخه کم دی، خو په اسلام کې شراب په قطعي ډول حرام ګرځول شوي دي.
نبي کريم ص فرمایلي دي:
“هر نشه راوړونکی څيز شراب او هر ډول شراب حرام دي“
نو له دې حديث شريف څخه ثابتېږي چې چرس او نور هغه مواد، چې د انسان په روان باندې منفي تاثیر کوي، حرام دي.
الله ج په انسان د هغه د بدن ساتنه فرض ګرځولې.
الله ج فرمايي/ ژباړه:
“خپل ځان او خپل نفس په خپله مه وژنئ، ځکه الله ج پر تاسو ډېر مهربانه دی.“
انسان د نشهيي توکو په استعمال سره له ټولنې لرې او د هلاکت کندې ته ورغوزي.
۱- مخدره توکي د شرابو په څېر حرام او ناروا دي؛
۲- نشهيي توکي انسانان له لمونځ، روژې، زکات او حج څخه غورځوي او پر وړاندې یې بې تفاوته کوي؛
۳- عبادت په پاکۍ سره ترسره کېږي، خو په نشهيي توکو اخته کېدل سړی ناپاکه کوي؛
۴- د عقل او هوش د کمزوري کېدلو له امله په عباداتو کې د پوره عاجزۍ او اخلاص نه شتون؛
۵- ټولنې او دين ته مضر واقع کېدل؛
۶- د خلکو او کورنۍ پر حقوقو تیری؛
۷- ټولنې ته د ناسالمه او بې مسووليته اولاد وړاندې کول؛
۸- د حلالو او حرامو توپير نه کول.
د نشه يي توکو کرنه او تجارت
د چرسو، تمباکو،تریاکو او نورو موادو کرل د دې په خاطر چې له هغه څخه نشهيي توکي لاسته راوړي، استعمال یې کړي او يا تجارت پرې وکړي په لاندې دلایلو حرام بلل شوي دي:
۱- څنګه چې د نشهيي توکو استعمال او تجارت حرام دی، نو کښت يې له استعمال او تجارت سره همکاري ده؛
۲- د نشهيي توکو کرل ګناه ته راضي کېدل دي او ګناه ته راضي کېدل خپله ګناه ده؛
۳- نبي کريم ص د انګورو خرڅول په داسې چا چې هغه ترې شراب جوړوي، حرام بللي.
نو له پورته دلایلو څخه ثابته شوه چې د نشهيي توکو کرل حرام، استعمال حرام، تجارت حرام او هغه پیسې چې له دې لارې لاسته راوړي، حرامې دي او له دې لارې په لاسته راغلو پيسو د الله په لاره کې نفقه کول،صدقه ورکول او د حج فريضه ادا کول الله (ج) ته د منلو وړ نه دي.
ځکه الله ج فرمايي:
“وخورئ، وڅښئ له پاکو شيانو څخه چې تاسو ته مې درکړي دي.“
او له ابو هریره رض څخه روايت دی چې رسول الله ص فرمایلي دي:
“الله ج پاک دی او له پاکو څخه پرته نور نه قبلوي.“
د نشهيي توکو اقتصادي ضررونه
ډېر دا سې نشه کوونکي مې ليدلي چې د خپل کور شيان یې خرڅ کړي او خپل ځان ته یې پرې نشهيي توکي اخيستي، د هېڅ شي او هېڅ چا پروا یې نه ده کړې. خپله مور، خور، مېرمنه او… یې د پيسو او خپلې نشې له امله وهلي دي.
۱- د پيسو بې ځايه لګښت د مخدره توکو د پير په موخه؛
۲- د فزيکي قوې له لاسه ورکول، چې د کار کولو خڼډ ګرځي؛
۳- د عقلي او ذهني قوې ضعف چې د استعداد د له منځه تلو لامل ګرځي او انسان د کارموندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ کوي؛
۴- په ژوند کې د اقتصادي پلان د جوړولو او د کار کولو د جرت له لاسه ورکول؛
۵- د معشيت لپاره حرامو منابعو ته مخه کول.
د انسان پر وجود د نشهيي توکو ضررونه
۱- د سږو، حنجرې او د لويو کولمو د سرطان تر ټولو ستر لامل؛
۲- د وينې د رګونو تنګوالی، چې ممکن د قلبي سکتې لامل شي؛
۳- د سترګو ناطبیعي حرکتونه؛
۴- سردرد؛
۵- د وينې د فشار لوړېدل؛
۶- لړزه؛
۷- د غاښونو خرابېدل؛
۸ -عقلي کمزورۍ؛
۹-د استدلال د قوې کمزوري کېدل؛
۱۰- د شرف او ناموس پر وړاندې بې اعتنايي؛
۱۱-ګوښهنشيني او اظطراب؛
۱۲-ډار؛
۱۳- بې تفاوتي؛
۱۴-پر ځان بې باوري؛
۱۵- د تصميمنيونې د قوت کمزوري کېدل.