افغانستان

ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو شمېر له اټکل زیات دی

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې شمېره له هغه څه چې راپور ورکړل شوي، زیاته ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه د شپې ناوخته وویل، باوري دی چې په زلزله کې به شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي. نوموړي نیويارک کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل: “د هغو کسانو شمېر چې … نور ولولئ

خواړه

د الوګانو پکوړې

نن غواړو تاسو ته د ساده او ژر چمتو کېدونکو خوړو د پخلي طریقه در وښيو؛ راسره اوسئ. اړین مواد؛ الوګان اوړه مالګه مرچ هوږه غوړي اوبه د چمتو کولو کړنلاره؛ لومړی الوګان سپين کړئ او پاڼه پاڼه یې پرې کړئ. اوړه، مالګه، مرچ او اوبه سره ګډ او لامده کړئ. اوړه داسې لامده کړئ چې نرم وي. هوږه تراش او د اوړو سره یې ګډ کړئ او الوګان پکې اضافه کړئ، چې د اوړو … نور ولولئ

افغانستان

م.م؛ پر دوو لوړ پوړو طالب چارواکو د سفر بنديز ولګاوه

ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخیل، د نجونو د ښوووځیو او ښځو د کار پر وړاندې په خنډونو کې د دوی رول له امله، له هېواد بهر پر سفر بندیز او د شتمنۍد کنګل کېدو خبر ورکړی دی. فرانسپرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې م.م، دوشنبه د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت موده له دوو تر درېیو میاشتو وغځوله. خو عبدالباقي … نور ولولئ

په زړه پورې

په زړه پورې؛ د اوږدو غوږونو سېرلي ریکارډ جوړ کړ!

نهه ورځې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو سېرلی وزېږېده چې اوږدو غوږونو یې څښتن حیران کړ. دا سېرلی چې اوس “سېمبا” نومېږي، د ۴۸ سانتي متره اوږدو غوږونو سره، د نړۍ د اوږدو غوږونو سېرلي ریکارد په خپل نامه کړ. د دې سېرلي د څښتن حسن نارجو په وینا، سېمبا د عجیبه ظاهر او اوږدو غوږونو په لرلو چې جنېټېکي دي، په سیمه کې شهرت موندلی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د … نور ولولئ

ادبیات

نهه نړیوال متلونه!

ژباړه په دې لیکنه کې تاسې ته د نهوو هېوادونو نهه مشهور متلونه درپېژنو. ۱ – ايرلنډی متل؛ په څاه کې ناړې مه توف کوه، ممکن کومه ورځ ترې اوبو څښاو ته مجبور شې. ۲ – فرانسوی متل؛ مینه دې مېرمنې/ خاوند ته ډالۍ کړه او راز دې مور ته! ۳ – اېټاليوي متل؛ مینه او عطر نشو پټولی. ۴ – سويسي متل؛ کله چې انسان موړ شي، بیا د ډوډۍ په خوند نه پوهېږي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ځينې خلک ولې تل نارامه وي؟

ژباړه نارامي د ذهن یو حالت دی، چې لسګونه لاملونه لري؛ خو زیاتره وخت نارامي ذهني ستړیا ده چې اختلال/ ګډوډي یې نشو ګڼلی. خو که تلپاتې او اوږدمهاله شي، په دې صورت کې به یې ژورخفګان او اروایي لامل وي. ۱ – ډېری وکړي نارامه وي ځکه په ژوند کې یې غوښتنې ترلاسه کړي نه دي، خو د نفس له لیدلوري ارامښت هغه وخت ترلاسه کېږي چې هر څه په خپل ځای شي، خو … نور ولولئ

خوندیتوب

مېرمنو؛ د میاشتني عادت پر مهال دا څلور کړنې مه تر سره کوئ!

ژباړه ۱ – د میاشتني عادت په جریان کې له یخو اوبو، ګاز لرونکو څښاکونو او ناریال/ کوپرې ډډه وکړئ. ۲ – پر سر د شامپو له وهلو ډډه وکړئ. څرنګه چې د میاشتني عادت پر وخت د وېښتانو فولیکلونه سست او مړاوې کېږي، نو د وېښتانو فولیکلونه د ګواښ سره مخ کېږي. د شامپو کارول ډېر خطرناک او د سر دردۍ لامل کېږي. ۳ – په دغه دوران کې د مرچکو څخه ډډه وکړئ. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

غلام؛ لنډ حکایت

ژباړه یو غلام، ظالم ارباب درلود چې تل به یې ځوراوه، غلام ته به که هر څو ویل، چې له خپل ظالم ارباب څخه وغواړي خرڅ یې کړي، ویل به یې: تېر به شي… وخت تېر شو او ارباب یې مړ شو. ښځې یې د غلام سره واده وکړ او د خاوند کار او شتمني یې غلام ته وسپارل، نو د غلام ملګري په خوښۍ د هغه خواته راغلل او مبارکي یې ورکړه. غلام په … نور ولولئ

خوندیتوب

د بیزو دانې ناروغي؛ نښې او مخنیوی یې!

ژباړه دا  ناروغي څنګه  انتقال او نښې یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه؟ د بیزو دانې یوه نادره وایروسي ناروغي ده چې د انسان او څارویو ترمنځ ګډه منشاء لري. دا وایروس له څارویو انسان ته سرایت کوي. د بيزو دانې ناروغي د تنفسي سیستم د څاڅکو له لارې له روغ څخه ناروغ کس ته انتقال کوي. له ۱۵ تر ۲۱ ورځو یې د ناروغۍ دوره ده. د برید پړاو یې له اخته کېدو تر … نور ولولئ

خوندیتوب

د شري ناروغي؛ نښې نښانې او درملنه

ژباړه د ماشومتوب دورې ساري وایروسي ناروغیو له ډلې ده، چې تبه، ټوخی، رېزش د سترګو اوښکې کول او د خولې په مخاطي غشا کې د Koplik spot’s نښې دي. په پرمختللو هېوادونو کې چې واکسین په پراخه کچه کارول کېږي، یوه غېر معمول ناروغي ده او د ودې په حال کې هېوادونو کې تل په دوامدار ډول د اخته کېدو او د ماشومانو د مړینې لامل دی. کلینیکي نښې نښانې؛ د ناروغۍ د استراحت … نور ولولئ