لیکنه: فرزانه زیار
که د ځوانانو په منځ کې په نشهيي توکو د اخته کېدلو لاملونه ولټوو، نو وبه وينو چې تر ټولو لوی لامل يې په کور کې بې اتفاقي جنګ او جګړې دي.
کورنې د ټولنې اساسي بنسټ دی چې ښه مديريت ته اړتیا لري. د يوې ټولنې، کلي، ښار، هېواد او حتا تر دې چې د ټولې نړۍ برخليک پر يوې ټولنې پورې تړلی دی. که يو ماشوم ښه وروزل شي، پر نېکو کارونو او د خپل هېواد پر جوړولو، اختراعاتو او… لاس پورې کړي، نو ګټه به یې بې له شکه ټولې نړۍ ته ورسېږي او که چېرته ښه ونه روزل شي، پر غلا، فساد او ورانولو لاس پورې کړي، نو طبیعي ده چې تاوان به یې ټولو ته رسېږي.
ماشومان حق لري چې په خپل کور کې خوشاله او ارامه ژوند وکړي، د يوه ماشوم ژوند تر خوړو او خوشالي پورې تړلی وي. یو ماشوم تر ټولو هغه وخت ډېر خپه کېږي چې په کور کې يې د کورنۍ د غړو ترمنځ جنګ او جګړې وي، کله چې د کور فضا سمه نه وي، ټول خواشيني وي، نو ماشوم هم هڅه کوي چې د ځان لپاره ملګري پيدا کړي، چې د خپل زړه درد ورسره وايي او کله چې پر کور کې ټول خواشيني وي، نو دې ته د چا فکر نه وي چې د هغوی ماشوم له چا او څه ډول خلکو سره ملګری دی، څه کوي او چېرته ځي.
ماشوم هم نور له دې حالاتو څخه تر پوزې راغلی وي، هر چا ته د خپل ملګري په سترګه ګوري. د ښه او بد ترمنځ توپير نه شي کولای، نو خامخا به د ماشوم په ملګرو کې په نشهيي توکو اخته کسان هم وي. کله چې دی هغه ته ګوري چې ځان نشه کوي. د څو دقیقو لپاره خپل دردونه سړوي، نو دی هم دې کار ته زړه ښه کوي لومړی يې د دې لپاره سکوي چې مزه يې وګوري او وروسته بیا د وخت پر تېرېدلو سره پرې اخته شي.
کله چې دا نوي ځوانان په نشهيي توکو اخته شي، نو د خپلې نشې د لاستهراوړلو لپاره له هر ډول بې قانونۍ لارې څخه ګټه اخلي، لکه غلا، له کوره تښتېدل، انسان وژنه او….
نو له دې ستونزو څخه د خلاصون لپاره او د يوې سالمې ټولنې او آباد افغانستان لپاره هڅه وکړئ، چې په کورونو کې په خوشحالۍ او آرامۍ ژوند وکړئ، جنګ ته «نه» ووایئ.