تمرکز مو نه پرېږدي چې خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو مصرف کړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

تمرکز کول یو قدیمي تکنیک دی چې په آیکیدو کې (جاپاني رزمي دفاعي هنر د روح د هماهنګي په مانا) ډېر دود دی. دا تکنیک تاسو ته زده کوي چې په اوس او پر همدې ځای تمرکز وکړئ او خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو باندې مصرف نه کړئ.
همدارنګه مرسته درسره کوي چې په استواره او پایداره شرایطو پاتې شئ.
مفهوم څخه په ګټه (چې د روح په مانا، د وجود دننه قوت او طبیعي انرژي ده) KIآ یکیدو درس درکوي چې د اخیستلو د خپل وجود د غبرکون کنترول په لاس کې ونیسئ.
آیکیدو معتقد ده چې د بدن ټوله فیزیکي او رواني انرژي د وجود له شاوخوا انرژي لاسته راځي. کله چې تاسو غوسه یاست او یا استرس لرئ، دا انرژي مو له لاسه ځي. مګر تمرکز کولای شي چې د منفي انرژي جهت یوې ګتورې لارې ته تغییر کړي.
دا تکنیک د اویایمو میلادي کلونو په نیمایي کې او د یوه ورزشي روانشناس په هڅه، داکتر رابرت نیدفر د انرژي د (په کتاب کې خپور شو او په ۲۰۰۲ کې psyched to winزیاتوالي د توکو په توګه تغییر شو او په کال ۱۹۹۲ د
د ویاندویۍ یوه مربي په خپل کتاب کې دفاع ترې وکړه.)

تمرکز کله ګټور دی؟

کولای شئ د تمرکز د زیاتولو او د استرس د مدیریت لپاره مخکې له ویاندویۍ، موسیقي غږولو، آزموینې، د دنده مصاحبه، مذاکره یا ورزشي پېښو څخه د تمرکز له تکنیکه ګټه پورته کړئ. په واقعیت کې که غواړئ په سختو شرایطو کې آزد ذهن ولرئ، دا تکنیک کېدای شي ګټور وي.

څرنګه ځان متمرکز کړو؟

د تمرکز کولو لپاره درې ګامه موجود دي:

لومړی ګام – پر خپل تنفس تمرکز وکړئ

پر ژور نفس ایستلو تمرکز وکړئ، له خپل دیافراګم څخه ګټه پورته کړئ، چې ریې مو له هوا ډکې شي.

دویم ګام – د خپل وجود د ثقل مرکز پیدا کړئ

دا نقطه له نوو څخه ۵ سانتي متره ښکته په نظر کې نیول کېږي. د خپل وجود مرکز ښه وپېژنئ او په یاد یې وساتئ چې څه احساس لري. احتمالاً د وجود پر دې قسمت په تمرکز کولو د ثبات او پایدارۍ احساس کوئ.

درېیم ګام – د انرژي د جهت تغییر

خپله انرژي په هغه لاره، چې غواړئ خپلو اهدافو ته ورسېږئ، هدایت کړئ. داسې تصور وکړئ چې د بدن انرژي ټوله ستاسو د بدن مرکز خوا ته جریان لري داسې څه تصور کړئ چې د دې کار په خاطر درسره مرسته وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.