لیکنه: مریم محمدي
هر کال د ژمې په موسم کې به مو له رسنیو یا هم له دوستانو دا اوریدلي وي چې، د ډبرو سکرو یا هم د ګازي بخاریو د استفادې له امله یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ یا هم مسموم شول.
په یاد ولرئ چې ستونزه په ډبرو سکرو یا هم د ګازي بخاریو کې نه ده، خبره دا ده چې په سمه توګه په استفاده یې نه پوهیږو، راځئ نن په همدې اړه به درسره معلومات شریکړم چې څنګه کولای شئ، د ډبرو سکر یا هم د ګازي بخاریو داسې ګټه واخلئ چې درته زیان ونه رسوي:
۱- د خوب په وخت کې اور بند کړئ
د ژمي په موسم کې اکثر له ډبرو سکرو او ګازي بخاریو د مسمومیت پېښې هغه وخت رامنځه کیږي چې، د کور ټول غړي ویده شي او یادې بخارۍ تر یو وخته روښانه پاتې وي، چې بیا نیمه شپه په خپله اورمړ شي اضافه ګاز همداسې روان وي چې مسقیماً د مرګ یا هم مسمومیت لامل کېږي، نو کوښښ وکړئ چې د شپې لخوا د خوب پر مهال که هر څومره یخ هم وي خو باید ګازي بخارۍ او یا د سکرو اور بنده یا مړ کړئ.
۲- سر مو د سندلۍ په بړستن کې مه دننه کوئ
په ژمي کې د بخاریو د استفادې تر څنګ یو شمېر خلک له سندلۍ هم ګته اخلي، خو په دې برخه کې پام کول ډېر مهم دي، تر څو مسموم نه شئ.
د سندلۍ لپاره په بازار کې يوډول ګازي بخارۍ شتون لري چې په سندلۍ کې دننه ایښودل کیږي او یا هم په منقل کې د سکرو اور نه په سندلۍ کې استفاده کیږي، خو ډېر پام مو وي چې ماشومان او لویان غېر له پښو څخه نور بدن په سندلۍ کې داخل نکړئ، ځکه چې دا کار سل په سلو کې د مسموم کیدلو احتمال لري.
۳- اکسجن لپاره لار پریږدئ
ټول په دې کوښښ کې دي چې په ژمي کې د خونې هوا یې ګرمه وي، د همدې لپاره کړکۍ او دزوارې بند ساتي، خو هغه کسان چې په خونه کې له ګازي بخارۍ او سکرو د اور نه ګټه اخلي، هڅه دې وکړي چې د دروازو او يا د کړکیو یوه کوچنۍ برخه خلاصه پریږدي تر څو د خونې هوا (اکسجن) په مکمل ډول بنده پاته نشي.
۴ د ګاز ډبه له بخارۍ لرې کېږدئ
هغه خلک چې خونې په ګازي بخاریو ګرموي، نو پکار ده چې خارۍ له ګاز ډبې لرې یاهم له خونې څخه دباندې کیږدي.
د ګاز ډبه، بخارۍ یا اور ته نیږدي مه ږدئ چې دا کار ډېر خطرناک دی او د ډبې د چاودلو سبب کیږي.
همدارنګه د ګاز پیپونه مو وخت په وخت چک کړئ او هیڅ وخت د هغه ګازي بخارۍ څخه استفاده مکوئ چې ډبه په ځان کې ولري، په یاد ولرئ چی بخارۍ او یا هم د ګازو ډبه د ماشومانو څخه خوندي وساتئ، ځکه ډېر وخت د ماشومونو له لاسه ګاز خلاص پاتې وي، چې کله څوک غواړي اور بل کړي نو ټول اطاق د ګاز له امله اور اخلي.
۵- د حمام یا غسل کولو په وخت کې ګازي بخارۍ مه چالانوئ
یوشمېر خلک د حمام کولو په وخت کې د سړې هوا د مخنیوي لپاره ګازي بخارۍ چالانوي، دوی ته پکار ده چې په تشناب کې ګازې بخارۍ پر یو ټاکلي وخت چالانه کړي تر څو د تشناب هوا ګرمه شي، خو چې کله حمام کوئ په دې وخت کې بخارۍ حتمي بنده کړئ، ځکه هره لحظه امکان شته چې تاسې مسموم او یا مو ژوند درڅخه واخلي.
۶- ډېر وخت بخارۍ ته مه کینئ
کوښښ وکړئ په هغه خونه کې چې ګازي بخارۍ لګیوئ او یا د سکرو د اور څخه استفاده کوئ په هرو څو دقیقو کې یوځل د باندې ووځئ، ځکه که د ګاز پیپ لیکې ولري یا د ګاز ډبه او بخارۍ کومه تخنیکې ستونزه ولري هغه کسان چې په داخل کې ناست وي هغوی د ګاز بوي یا مسموم کیدل ژر نشي حس کولای، او هغه څوک چې د باندې وتلي وي د بیرته راتګ پرمهال د ګاز بوي احساسولای شي.
۷- مسموم شخص ژر تر ژره کیلنیک ته ورسوئ
په اخیر کې دې خبرې ته ډېره پاملرنه وکړئ، که چیرې خدای مکړه تاسې یا د کورنۍ نور غړي مو د ګاز يا سکرو د اور له امله مسموم شي، نو ژر تر ژره بې له کومه ځنډه نږدې ډاکټر یا کیلنیک ته ورسوئ.