که د بریا په لټه کې یئ؛ ژوند ته مسکا وکړئ!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: فاطمه صالحي

هېڅ یو شی د يوه انسان غوره او خوشحاله ژوند دومره نه ضايع کوي لکه څومره چې يې بدبيني ضايع کوي، هېڅ يو شی انسان دومره له خلکو سره د اړيکو رامنځته کولو او د خپلو هيلو او برياليتوب په طرف نه روانوي لکه څومره چې يې پر شونډو يوه مسکا کوي.
ژوند ته مسکا کونکي او خندېدونکي خلک يوازې د خپل ځان لپاره نېکبخته نه وي؛ بلکې دوی په يوه کار د زيات قدرت درلودلو له امله ډير ستر او لوی مسؤليتونه پورته کولای شي، د ستونزو په وخت استوار، د ستونزو له منځه وړونکی او د هغو کارونو ترسره کونکی وي چې خلکو ته يې ګټه رسيږي.
که تاسې ته د زيات مال او د خطرناک منصب او يا هم د آرام ژوند او خوشحاله زړه ترمنځ د يو د انتخابولو واک درکړل شي؛ ته به هرومرو دوهم غوره کړې.
د مال او دولت له تکليفونو او د منصب له زړه تنګون سره څه؟!، دا ټول په ژوند کې هېڅ هم ندي، کله چې ته پرې راحت او خوشحاله نه یې. داسې لکه د خپلي محبوبې له جنازې څخه چې راګرځې.
د هغې ښځې ښايست څه کله چې يې تندی تريو او د کورنۍ پر غړو يې کور دوزخ ګرځولی وي! . له داسې ښځې څخه هغه بدشکله او بدرنکه زر ځلې بهتره ده کومې چې په خپلې مینې او مرحمت کور جنت ګرځولي وي.
د هغې مسکا هيڅ قيمت نشته چې له خوشحاله زړه څخه راوتلې وي. د طبيغت هر شي غرونه، بحرونه، ويال، آسمان، ستوري، ونې، ګلان او ټول مرغان مسکا کوي. حتی انسان په خپل طبيعت کې مسکا کونکی دی، دا که چيرته لالج، شر، بدي او خود خواهي نه وي، ځکه دا هغه څه دي چې انسان خوا بدی او خپه کوي چې بلآخره له خپل طبيعت څخه يې ډير لرې بيايي او د نړۍ د ښکلاوو له ليدلو څخه يې محرومه کوي. هر انسان د خپل فکر او نظر له لارې نړۍ ويني، که يې فکر او نظر ښکلی وي نړۍ به ورته همغسې ښکلې ښکاري لکه څنګه چې پيدا شوې. خو که يې فکر او نظر تور او خيرن وي نو نړۍ به ورته توره او بدرنګه ښکاري.
په نړۍ کې ځينې انسانان داسې وي چې هر څه ښکلي او نيکمرغه کوي، داسې چې په ليدو يې د انسان زړه آرامیږي. مګر ځينې نور بيا داسې وي چې هر څه بدبخته او بدرنګه کوي. په کور او کار ځای کې يوازې تيروتنې ګوري، تل په غوسه وي، هر څوک چې يې مخې ته راځي غوسه او کنځلې ورته کوي. دوی د هغه خبرو له وجې چې اوريدلي یې دي او يا يې غلطې تعبيروي، هم خپل او هم د نورو ژوند تنکوي.
ددوی په نظر نن يوه توره ورځ ده؛ په کور کې يو لوښی مات شوی، په دفتر کې يوه دوسيه ورکه شوې او يا يې هم د ګټې انتظار کوو خو تاوان يې وکړ. ځکه خو نړۍ ددع په نظر توره تياره ده او دا يې هم په هغه چا تياره کوي چې شاوخوا ته يې اوسي. دوی داسې خلک دي چې د بدۍ قدرت يې ډير زيات دی او د خير هېڅ ډیره تمه ورڅخه نشي کيدای. هر څومره زيات مال او دولت که ورکړل شي نه پرې خوشحاله کيږي او هر څه چې يې په ژوند کې تر لاسه کړي وي خوند نشي ترې اخيستلی، که هر څومره ډير هم وي.
ژوند او مسکا يو هنر دي؛ چې بايد زده کړل شي. د انسان په ژوند کې دا غوره ده چې د مال راټولولو پر ځای د خپلې کورنۍ ترڅنګ خوشحاله ژوند وکړي. که په ژوند کې ټولې هڅې يوازې د مال راټولولو او ذخيره کولو لپاره وي، په داسې حال چې د خوښۍ، مهربانۍ، او مينې لپاره هيڅ هم نه وي. نو ژوند کول څه معنا؟، ډير خلک خپلې سترګې د نړۍ د ښکلاوو د ليدلو پرځای د مال او دولت د ترلاسه کولو لپاره پرانيزي. په شنو باغونو، روانو اوبو، ښکلو ګلانو او نغمه کونکو مرغانو تيريږي؛ خو هېڅ نه خوشحاليږي، دوی يوازې د مال او دولت د ترلاسه کولو له وجي خوشحاليږي.
بېشکه چې مال او دولت د ښه ژوند کولو وسيله ده؛ چې باید د ترلاسه کولو لپاره يې هڅه وکړئ او راتلل يې قبول کړئ. داسې نه د مال په وجه او بدل کې يو نېکمرغه ژوند وپلورئ، نه داسې چې د مال لپاره خپل ژوند عذاب وکرځوئ.
زموږ سترګې د نړۍ د ښکلاوو د ليدلو لپاره پيدا شوې، خو ډير خلک ددغو خوښيو د ليدلو لپاره سترګې نه خلاصوي، تل يې تندی تريو او سر ښکته نيولی وي. که په ژوند کې د خوښ اوسيدو قصد وکړئ نو خپګان خپله کډه کوي. په ژوند کې مسکا وکړئ، ځکه چې تاسو يې فرصت لری. برياليتوب تاسې لپاره خپلې دروازي پرانيستې؛ خپل ژوند ته راوګرځه! اميدونه وګوره او د راتلونکې په اړه هيله مند او نيک بينه اوسه!.
زړه خپه کول، فرياد کول د اميدونو له منځه وړل د خلکو غيبونه پلټل او بيانول، ژوند نه په بد نظر کتل له يوې وحشتناکه نړۍ څخه پرته بل څه ندي. مسکا کونکي نفسونه ستونزو ته په کتلو سره مسکا کوي او ستونزي له منځه وړي. چې بلآخره برياليتوب تر لاسه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.