د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې موټر سایکل سپرو په یوې مېرمنې برید کړی او هغه یې ژوبله کړې ده.
رسنیو ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د احمدشاه بابا مېنې ۱۵ بلاک کې په فاطمې یوسفزۍ چې ویل کېږي مدني فعاله ده، دوو موټر سایکل سپرو نن دوشنبه پرې د بوکس پنجې وارونه کړي او هغه یې ټپي کړې ده.
د سیمې د خلکو په خبره چې موټر سپرو غوښتل د مېرمن یوسفزۍ ټلیفون او پیسې وتښتوي، خو غله بریالي شوي نه دي او له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي.
ځايي خلک وايي، که د غلو مخنیوی ونه شي، نو لرې نه ده چې یوه ورځ به یې ناموس ته هم لاس واچول شي.
بله خوا فاطمې یوسفزۍ ویلي چې مسؤلین باید د سیمې په امن کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې او ولایتونو کې د نورو امنیتي ستونزو سره سره خلک د دا ډول پېښو څخه سر ټکوي او وايي چې په رڼا ورځ د ښار او بازار په منځ کې چور کېږي او د جېب سامانونه یې ترې تښتول کېږي.
عام خلک امنیتي مسوولین د خلکو په امنیت ساتلو کې په ناغیړۍ تورنوي.