ولې هغه څه چې وایو، پاملرنه نه ورته کوو؟

ژباړه

څلورويشت لاملونه یې؛
١ – ځکه چې کتاب نه لولو.
٢ – ځکه چې د شخصیت د ودې ارزښت، حتا د زده کړیز نظام لس سلنه نه جوړوي.
٣ – ځکه چې ښوونیز نظام په ساتلو استوار دی، نه فکر کولو.
٤ – ځکه چې کورنی شخصیت زیاتره په احساساتو ولاړ دی، نه فردي ودې.
٥ – ځکه زده کړي مو نه دي چې خبرې کول مسوولیت لري.
٦ – ځکه کله چې پيسې پيدا کوو، د قدرت احساس کوو.
٧ – ځکه کله چې قدرت ته رسېږو، د برترۍ احساس کوو.
٨ – ځکه په ټوله کې، ژوند کې دوه موخې څارو، پيسې او شهرت.
٩ – ځکه چې شخصي ګټې مو پر اخلاقي چلند غلبه کوي.
١٠ – ځکه د نورو د ارزولو اصل ابزاري دی.
١١ – ځکه چې انسان یو ځلي د تمې خلاف موقف ته رسېږي.
١٢ – ځکه چې په درېیمه نړۍ کې انسانانو ته درناوی، پایله نه لري.
١٣ – ځکه احساسي ځواک پر محاسبه کوونکي عقل ٩٠% برلاسی لري.
١٤ – ځکه چې د خبرو کولو وړاندې فکر، د تمرین فرصت نه لري.
١٥ – ځکه څرګنده نه ده، د مدنې ښوونې مسوول څوک دی/ده.
١٦ – ځکه روزنه له کورنۍ او ټولګي، مجازي نړۍ ته لېږل شوې ده.
١٧ – ځکه اقتصادي بې ثباتۍ، چلنديز تعادل ګډوډ کړی دی.
١٨ – ځکه د وګړو په ناخوداګاه کې، د نورو د حقونو مراعتول نشته.
١٩ – ځکه په ټولنه کې د فرهنګي بنسټونو ډلو تغییر کړی.
٢٠ – ځکه د نورو د ارواه پېژندنې پوهېدل، په ډېری خلکو کې کمزورې دي.
٢١ – ځکه فکر کوو، نور زموږ نیت ته نه متوجه کېږي.
٢٢ – ځکه یوې سالمې ټولنې پورې تعلق، ډېر کمزوری دی.
٢٣ – ځکه ژوند جدي امر دی.
٢٤ – ځکه ډېری خلک، حتا پنځه پاڼې هم د ځان په اړه نشي لیکلی.