ملګري ملتونه د روسیې په اړه فوق العاده غونډه رابولي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید کړل.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د اقدام په اړه د نظر څرګندولو حق لري.

روسیې هڅه وکړه چې ددغه غونډې د رابللو مخه ونیسي خو بریالي نه شول.

له دې سره جوخت په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي.

پوتین بیا د اروپايي هېوادونو او ناټو د ګواښونو په ځواب کې اټومي پوځ ته دتیارسی امر کړی دی.

پوتین ویلي د هېچا مداخله نه مني او د هر ډول مداخلې په صورت کې به سخت ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې روسیې ویلي چې له اوکراین سره د وروستي کړکېچ د حل په موخه یې یو پلاوی بلاروس ته رسېدلی دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې دوی له اوکراین سره د ستونزو د حل په موخه یو مذاکراتي پلاوی ټاکلی دی او یاد پلاوی بلاروس ته رسېدلی هم دی.

سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې په دې مرکچي پلاوي کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د کرملین ماڼۍ استازي برخه لري.

د یادونې ده چې پرون اوکراین د روسیې د اوربند وړاندیز ومنل او د خبرو له لارې یې د مسائلو پر حل ټینګار وکړ.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي