افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې

سپینه تجريدي ډیزاین

د ا.ا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته معلومات ورکړل.

ترکمن چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.

تېره میاشت د هند، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان چارواکو د ټاپي پروژې په ګډون د سیمه ییزو پروژو په اړه خبرې کړې وې.

په دې کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

له دې مخکې د ا.ا او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو په اړه خبرې کړې وې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي