ارین: هغه پولیس چې په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه ووېستل شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

چارواکي وايي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه میرمن د تلاشۍ پرمهال وهلې وه د تل لپاره له نظام څخه ووېستل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه ښځه وهلې ډبولې وه د نورو قانوني اقداماتو تر څنګ، نظام کې د نوموړي عسکر پر کار کولو د تل لپاره بندیز ولګېد.

ارین زیاته کړې، پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو کلتور دی او هر څوک چې د دې عمل مرتکب شي ترهګر دی.

د نوموړي په وینا،«پر ښځو لاس پورته کول طالباني دود دی او هر هغه کس چې دا ډول ظلم ترسره کړي، ترورېست دی. په تورخم کې هغه ویډیو چې پر یوې ښځې د لاس پورته کولو او ډبولو وه، وڅېړل شوه. هغه سرتېری وهاب نومېږي او د مجازاتو سربېره د تل له پاره له نظام څخه وایستل شو.»

طارق ارین لیکلي، پولیس د قانون تنفیذ کوونکي دي او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو په برخو کې یې کار روان دی، خو په وینا یې چې دغه ډول اعمال ترسره کول یې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د یادونې ده چې طارق ارین داسې مهال دا خبره کوي چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې یو پولیس پر یوې لاروۍ ښځې د لښتو ګوزارونه کول چې دغې چارې د ګڼو خلکو غبرګونونه راوپارول

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي