د اروايي سکون او خوښۍ راز

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عایشه حیدري

ژوند کول دومره هم اسانه نه دي چې مونږ فکر کوو، ځکه ځینې وختونه ژوند دومره ستونزمن کېږي چې مونږ هیله لرو چې کاش تر زېږېدو وړاندې مو د خپل ژوند یو تجربوي پړاو هم درلودلی، تر څو د ژوندانه د ستونزو او ناخوالو جاج مو له وړاندې اخیستی وای، خو دا چې دغه چاره ناشونې ده نو بویه چې د ژوند لپاره ځانګړي اصول، تګلارې او منظم پلان و لرو، تر څو په ژوندانه کې د ناخوالو مخنیوی و کړو او خوشاله ژوند و کړو.
باید و پوهېږو چې ژوند ډېر لنډ دی او مونږ نه شو کولای، ټول ژوند تېروتنې و کړو او درس ترې واخلو ځکه په يوې کوچنۍ تېروتنې زمونږ ټول ژوند له ناخوالو سره مخ کېدای شي، نو اړینه ده چې د غوره ژوند په لارو چارو باندې پوه شو او د خپلو لویانو له لارښوونو او تجربو ګټه واخلو تر څو ښه ژوند و لرو.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د ارامتیا او بریالیتوب رازونه در پېژنو، تر څو تاسو له دغو لارو چارو په ګټې اخیستنې ښه ژوند و لرئ.
د لیکنې تر پایه زمونږ ملتیا وکړئ!

۱ – عبادت

عبادت په هر ځای کې او په ځانګړي ډول په جومات او مذهبي ځایونو کې انسان ته ارامتیا ور په برخه کوي. الله جل جلاله د قرانکریم د رعد سورت په ۲۸ ایت کې فرمايي: الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد -۲۸).
چا چې ایمان راوړی او زړونه یې د الله جل جلاله په ذکر ارامتیا مومي، باوري اوسئ چې زړونه د الله په ذکر (عبادت) ارامتیا مومي.
که تاسو جومات ته نه شئ تلای اندېښنه مه کوئ، کور په یوې ګوښې کې او یا هر هغه ځای چې تاسو ته ښه ښکاري کینئ او عبادت وکړئ، عبادت ستاسو زړه له نور او رڼايي څخه ډکوي او تاسو ته ارامتیا درکوي.

۲ – خندا

خندا د ژوند مالګه. خندا د مخ ټولو عضلو ته ارامتیا ور په برخه کوي، عصبي ستونزې له منځه وړي، او انسان ته یو ښکلی او خوندور اروايي احساس ورکوي. خندا د خپګان ضد ګڼل کېږي. د خندا پر مهال په بدن کې خپګان ضد او د خوښۍ احساس پیاوړي کوونکي هورمونونه ترشح کېږي چې انسان ته اروايي ارامتیا ور بښي. همدارنګه خندا د بدن د زیانمنو شوو غړو د رغېدو لامل کېږي او د خندا پر مهال په بدن کې.

۳ – سا (تنفس)

د نارث ویسټرن پوهنتون Northwestern University څېړونکي وايي چې د سپږمو (پوزې) له لارې ژوره سا اخیستل د مغزو او حافظې پياوړتیا لامل کېږي، د دغو څېړنکو په وینا چې د ورځې پنځه څخه تر لسو دقیقو پورې په پوره تمرکز سره د ژورې سا اخیستو تمرین کول د ژور خپګان د مخنیوي، له بدن د کاربن ډای اکسایډ او زیان لرونکو ګازونو د خارجېدو، د سږو د پیاوړتیا، د دردونو ارامتیا، د وینې د فشار د مخنیوي، د جنسي شهوت د مخنیوي، د بې ځایه عاطفي کېدو او په چاغو خلکو کې د وزن د کمښت سبب کېدای شي.
نو که غواړئ د ژوند له ډېرو ناخوالو سره مبارزه و کړئ هر ورځ د ژور تنفس تمرین و کړئ په ژورې سا اخیستو د غوسې مخنیوی هم کولای شئ، د غوسې پر مهال ژوره واخلئ او د سا غږ ته غوږ و نیسئ، کله چې تاسو د خپلو ساګانو غږ اورئ تاسو به د پوره ارامتیا احساس وکړئ.

۴ – د ماشومانو په څېر شئ!

که غواړئ ارامتیا ترلاسه کړئ د ماشومان په څېر شئ. ماشومان په ډېرو وړو خبرو او کړنو خوشالېږي او ارامتیا تر لاسه کوي، تاسو هم هڅه وکړئ چې د ماشومانو په څېر په ډېرو وړو کړنو خوشاله شئ، عقدې هېرې کړئ او هره وړه او لویه خبره په زړه کې مه ساتئ، دا کار به تاسو سره مرسته وکړي، چې ارامتیا ترلاسه کړئ.

۵ – لیکل

د اروايي سکون او ارامتیا لپاره ډېرې تګلارې شته، د دغو تګلارو څخه یوه هم د خپلو ستونزو او هغه موضوعات لیکل دي چې تاسو ور سره مخ یاستئ. لیکنه به له تاسو سره مرسته و کړي چې خپل ښه او بد احساسات و پېژنئ او بېلابېل اړخونه یې په ګوته کړئ، او وروسته ور ته حل لارې و لټوئ، کله کله ځينې ستونزې حل لارو ته اړتیا نه لري، بلکې یوازې ارامتیا ترلاسه کول اړین وي چې لیکل به له تاسو سره دغو ټکو ته رسېدو به برخه کې مرسته و کړي. نو خپلې ستونزې ولیکئ، که تاسو خپلې ستونزې ولیکئ، ستاسو ذهن او ټول وجود به ارامتیا ومومي او ډېر ښه احساس به ولرئ.

۶ – ځغاسته او پلی مزل

که غواړئ ارامتیا تر لاسه کړئ، منډه و وهئ. ځغاسته او پلی مزل دواړه هغه درمل دي چې عصبي فشار او اروايي ستونزې له منځه وړي، دا دواړه ډېرې ساده کړنې دي، هېڅ ډول زدکړې او لګښت ته اړتیا نه لري، او هر څوک یې په هر وخت او هر ځای کې ترسره کولای شي.
منډه د انسان د روح او روان د سلامتیا کې اغېزمن رول لوبوی، د څېړنو پر بنسټ منډه وهونکي لوبغاړي او یا په ټولیز ډول هغه خلک چې منډه وهي، خوښ خلک دي او د ژوندانه د ستونزو او ناخوالو په وړاندې لوړ زغم او حوصله لري. باید یادونه و کړو چې دمنډې پر مهال په بدن کې د انډروفین په نامه هورمون ترشح کېږي چې د انسان د خوښۍ او اروايي سکون لامل کېږي.

۷ – د وروځو مساج

کېدای شي تاسو د غوسې او نارامتیا پر مهال په نا ارادي توګه خپلې وروځې موښلي وي، خو تاسو کولای شئ د غوسې او نارامتیا پر وخت خپلې وروځې په ارادي او قصدي و موښئ ځکه د وروځو موښل تاسو ته ځانګړې ارامتیا درکوي. د‌ طب له نظره هم د وروځو موښل او مساج د وینې د جریان د چټکتیا او د انسان د ارامتیا او د غوسې د کنټرول لامل کېږي.

۸ – کب

تاسو سره به دا پوښتنه وي چې ولې د کب لیدل انسان ته ارامتیا ور په برخه کوي؟
دا ځکه چې کبان ډېر ارامه حرکت کوي او ارامه سا اخلي، او د کبانو لیدل انسان ته دومره خوند او ارامتیا ورکوي، لکه د سیند د روانو اوبو او څپو ننداره چې انسان ته ارامتیا ور په برخه کوي، نو هڅه وکړئ چې په خپل کور او چاپېریال کې کبان وساتئ، د غوسې پر مهال د کبانو ساتنځای یا اېکواریم (Aquarium) کې د کبانو ننداره د انسان د اروايي سکون او ارامتیا لامل کېږي.

۹ – مېوې او سابه

په اسټرالیا کې د یوې تازه څېړنې پر بنسټ، د مېوو او سبو خوراک د انسان په وجود کې له ژوندانه د رضایت او خوښۍ احساس پیاوړی کوي. څېړونکو موندلې چې هغو خلکو چې په خپلو خوړو کې له مېوو او سبو ګټه نه اخیسته، وروسته تر دې چې دهغوی په غذايي رژیم کې مېوه او سابه ور زیات کړای شول د خوښۍ احساس یې لوړ شو. د څېړونکو په وینا د خوښۍ کچه دومره ده چې یو بېکاره انسان یې د دندې تر موندلو وروسته احساسوي.
نو په یاد و لرئ چې د میوو او سبو خوړل انسان ته ارامتیا ور په برخه کوي، په ځانګړي ډول هغه مېوې او سابه چې تازه وي، د انسان ټول وجود ته غوره احساس او ارامتیا ور په برخه کوي.

۱۰ – د خوب کټ

د ذهني ارامتیا او د نړۍ له ناخوالو څخه د خلاصون په موخه یوه شېبه د خوب ځای ته پناه یوسئ، ځکه د ارامتیا تر لاسه کولو لپاره تر ټولو ښه ځای د خوب کټ دی، نو که غواړئ ارامتیا ترلاسه کړئ د خوب کټ ته پناه یوسئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.