ژباړه: نسیمه محمدي
کله چې ماشوم د نوې زېږېدلو له پړاو تېرېږي کم خوب ته اړتیا لري. خو باید پوه شئ چې څومره کم! ټول کوچنیان له یو بل سره توپیر لري. خو په ټولییز او کلي ډول، د ماشومانو د خوب اندازه په مختلفو عمرونو کې، روښانه ده. له ۳ تر ۵ کلن ماشومان شاوخوا ۱۲ ساعت خوب ته اړتیا لري. ځينې ماشومان تر ۳،۵ کلنۍ پورې ممکن د ورځې یو ځل هغه هم له غرمې وروسته، لنډ نیم ساعته او یو ساعته خوب ولري، خو معمولا له درې نیم کلنۍ وروسته ماشومان ویده کېدو ته لېوالتیا نه ښايي.
د څېړونکو د نظریو په اساس، له ۵ تر ۷ کلن ماشومان نږدې ۱۱ ساعته خوب ته اړتیا لري او تقریبا ۲۰٪ یې د سترګې د چټک حرکت په برخه کې چې د (REM: Rapid Eye Movement ) په نامه پېژنو چې په دې دوران کې د خوبونو لیدل واقع کېږي. کوچنیانو ته خوب کول یوه مسله ده. یعنې تقریبا په دې عمر کې دوی ویده کېدو ته هېڅ تمایل نه لري. له ویده کېدو وېره لري او لامل یې دا دې چې دوی خوب ویني او دا خوبونه دوی آزاروي.
بله اندېښنه دا ده چې د ویده کېدو په وخت کې، هغه څه به پېښ شي چې دوی ترې بې خبره دي ( څه ښه څه بد). په ځانګړې توګه نورو مطالبو او موضوعاتو ته د ذهني پلوه انېښمن وي؛ تر کومه چې ممکن وي د ډول، ډول پلمو سره، خوښ نه دي چې ویده شي.
مور او پلار باید نږدې یو ساعت مخکې د خوب له وخته، د کور چابېریال آرام کړي او دا زمینه برابره کړي چې ورو، ورو او پرته له زور او فشار، هغه څه چې وړاندې له خوبه کړنې دي( د غاښونو مینځل، یا مسواک وهل، تشناب ته تلل، یا د کالیو بدلول، د ځینو سندرو او ترانو ویل یا اورېدل، د مور او پلار سره خبرې کول، هر هغه څه چې دې وخت کې اړین وي)، باید پیل کړي. کله چې د ماشومانو د خوب وخت رارسېږي، باید په زور او چټکۍ سره، له هغوی ونه غواړو خپلې چارې ژر تر ژره تر سره او په وخت ویده شي!
په عین حال کې د کور چاپېریال باید آرام وي؛ په دې معنا چې راډیو او ټلوېزیون، باید روښانه نه وي. که چېرې کوچنیان دا احساس کړي چې ویښتیا همداسې دوام لري، هغوی ویده کېدو ته نه راضي کېږي. په هر حال له ماشومانو سره خبرې اترې، کتاب لوستل به له اصلي موضوعاتو څخه وي. ۴ کلن ماشوم خوښوي چې د خوب تخت ته لاړ شي. له نېکه مرغه دغه د مالکیت احساس په دې عمر کې پيدا کېږي او موږ باید ترې استفاده وکړو؛ او تقریبا وروسته له هغې، به د ماشومانو ویده کېدو او خوب ځای ته د تللو له اړخه آسود اوسو.
سرچینه: آکسان پلاس