چوپتیا او ګټې یې!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
که روزانه د ځان سره یواځېتوب ته ځانګړی او منظم يروګرام جوړ کړئ،  مغز به مو په حېرانوونکي ډول د ښه کار کولو وړتیا ولري، خو د دې چارې تر سره کول په دې وروستیو کې لږ ستونزمن برېښي. ټول پوهېږو چې اوسنۍ نړۍ د تاريخ تر ټولو غالمغالي او له غږونو څخه ډکه ده. د موټرونو غږونه، د ټلوېزیون، موبایل، کولر، برقي جارو، او دې ته ورته وسایلو غږونه.
د چوپتیا او مغزي عکس العملونو تر منځ اړيکه:
 آیا د چوپتیا له ارزښته د حافظې او ذهن د پیاوړي کېدو لپاره خبر یئ. په آرام او له غږونو خالي چاپېریال کې اوسېدل څومره زمونږ د مغز د سلامتیا لپاره ګټور دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ ۲۰۱۱م کال کې، چې غږيزه ککړتیا یې (مډرن طاعون) ونوماوه، قوي دلایل شته چې د چاپېریال غږېزه ککړتیا د انسان پر عمومي سلامتیا بد اغېز لري.
په کور دننه او بهر د غږونو په ډېرېدو، زیاتره کسان د چوپتیا په لټه کې دي او د هغې په پایله کې ځينې تدابير لکه سهارنۍ ۱۰ دقیقه یي چوپتیا رژيم یا ۱۰ ورځنۍ چوپتیا بڼه نيولې ده.
د مغز لپاره د چوپتیا څلور ګټورې پایلې 
 ۱: چوپتیا د استرس او سړتیا د کمېدو لامل ګرځي
د څېړنو په اساس، غږيزه ککړتیا، د لوړ فشار د زړه د حملې لامل دی او د اورېدو حس د کمزورۍ او د عمومي روغتیا د ناروغۍ سبب ګرځي. لوړ غږونه د مغزو د آمېګدال برخه چې د احساساتو د درک دنده لري، په حرکت راوستلو سره د استرس د ډېرېدو او کورتيزول هورمون د توليد سبب ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې چويتیا د غږيزې ککړتیا اپوټه ده او فشار له مغز او بدن لرې کوي. د ۲۰۰۴ کال د څېړنو په اساس چې د Heart  په مجلې کې نشر شوي، دوه دقیقې چوپتیا د آرامې موسېقۍ ته له غوږ نیولو څخه، ډېر د سټړتیا د له منځه تللو او ارامتیا سبب ګرځي.
۲: د ذهني ځواک په بیا جوړونه کې مرسته کوي
 په ورځني ژوند کې، تل حسي خبرتیاوې مغز ته لېږدول کېږي او د تصمیم نيونې، د ستونزو د حل او ورځنۍ چارو کنترول، د مغز یوه عمده برخه بوختوي. د دغه کړنو په تکراري ډول سرته رسول، د مغز توان او پاملرنه کموي او احتمالا د تمرکز په وخت، د مسایلو د حل او نویو مفکورو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخ کېږو. کله چې له غږیزو خوځښتونو خلاصی مومو، مغز د بیا رغونې او توان تر لاسه کولو لپاره ښه فرصت لري.
۳: د چوپتیا په مهال د وړاندوینې شبکه فعالېږي
 کله چې په تمرکز او مدېتېشن پېل کوو، د مغز وړاندوینې شبکه فعالېږي. د مغز د وړاندوینې شبکه په حقیقت کې د مغزو د مختلفو برخو څخه جوړه یوه برخه ده، چې له یو بل سره تعامل لري او د هغوی تر منځ اړيکې ډېرې ټينګې دي. دا شبکه هغه وخت تر ټولو ډېر فعالیت لري چې شخص بهرنۍ نړۍ ته پاملرنه ونه لري. د مغز دغه حالت د تجاربو بشپړ درک امکان، له نورو سره همدردي، ډېر نوښت او د روحي او رواني وضعیت د ښه کېدو زمینه برابروي.
۴:چوپتیا د مغز د حجرو د بیا رغونې سبب ګرځي
 د ۲۰۱۳ کال د څېړنو په اساس چې په موږکانو تر سره او پایله یې په Brain مجله کې نشر شوې، د ورځې دوه ساعته چوپتیا د مغز په هېپو کامپ کې د نویو حجرو د جوړښت لامل ګرځي. د مغز دغه برخه د زده کولو مسؤولیت، حافظې او د احساساتو کنترول په غاړه لري.
سرچینه: آکسان پلاس

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.