لیکنه: حنیفه مومند
آیا داسې کسان مو لیدلي چې له ځانه ډېر عمر لرونکو وګړو ته په خورا مینه ناکو نومونو غږ کوي او دوی پرې بدرګه کوي.
په خپل شاوخوا چاپېریال، کار ځای او تحصیلي ماحول کې له وګړو سره مخ کېږو چې له موږ د عمر له پلوه مشران وي یا یې هم د لومړي ځل لپاره دوی سره وینو او پېژنو، نو د صمیمیت څرګندولو لپاره باید دا القاب/ نومونه ونه کاروو.
ګرانه/ ګرانې
زړګیه
جار
قربان
خوږ/ خوږې
د یادو نومونو پر ځای نور ښه او وړ نومونه شته، چې پرې مقابل لوری یادولای او غږ کولای شو، لکه:
ښاغلیه/ آغلې
مشره
د یاد کس تخلص
صاحب
یا یې هم نوم!
دا مهمه نه ده چې په رسمي/ نارسمي چاپېریال کې د اشخاصو لپاره وي، په ټوله کې کولای شو له ځانه په عمر مشرانو ته دا او دېته ورته نومونه او القاب وکاروو.
خو ستاسې په نظر دا الفاظ رښتیا هم باید وکارول شي!؟ که پر ځای یې له نورو وړ او مناسبو نومونو ګټه واخلو. نظر مو په کمېنټ کې ولیکئ.