د لیونتوب متخصص د لیونتوب تداوي کولای شي؟ له ارواپوهې سره مرکه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه:  مهر تاج

ارواپوهه:  تاسو څنګه یاست؟
زه: زه ښه یم آغلې.
ارواپوهه: په رواني لحاظ څنګه احساس لرئ؟
زه: ښه نه یم آغلې.
ارواپوهه: ولې؟
زه: که چیرته زه پوهېدلی، نو ایا زه به دلته تاته ناست او ستا پوښتنې به مې ځوابولای؟
ارواپوهه: ایا د مئېنتوب مسئله/ستونزه خو به نه وي؟
زه: نه ، د مئېنتوب (مینې) نه، بلکې د مئينتوبونو (مینو) مسئله ده.
ارواپوهه: څو ځله مئېن شوی یاست ؟
زه: نه پوهېږم، خو دلته تاسره په ناسته ناسته ستا په خبرو هم مئین شوم.
ارواپوهه: لومړی ځل څه وخت مئین شوې؟
زه: کله چې په پنځم ټولګي کې وم …
ارواپوهه: وروستۍ ځل کله مئېن شوې؟
زه: کله چې په پوهنتون کې وم …
ارواپوهه: نو له هغې وروسته بیا ولې مئېن نه شوې؟
زه: ځکه چې وروستۍ مینه مې هېره نه شوه کړی.
ارواپوهه: هغه ولې وروستۍ وه؟
زه: ځکه چې له هغې وروسته مې د بیا مئینېدلو لپاره زړه نه درلوده.
ارواپوهه:دغه اوس خو دې وویل، چې ستاسو په خبرو هم مئین شوم، نو بیا؟
زه: ځکه چې اوس د زړه لګېدو/بائللو وخت دی، له دې ځایه رخصتېدو سره سم به ستا مینه هم، همدلته پاتې شي.
ارواپوهه: ولې درباندې د هغې مینه دومره حاوې ده، اخر داسې څه ؤ د هغې په مینه کې ، چې په بل چا کې یې نشئ موندلی؟
زه: د هغې د ​سترګو نم، د هغې په ​​سینه کې درزا او د هغې د خوشبویي محاصره مې هېڅکله هم د دایرې څخه بهر نه پریږدي.
ارواپوهه: د هغې د سینې درزا دې ولې خوښېده؟
زه: کله چې غیږ راکوي ، د هغې د زړه په درزا کې ورکېدل ما ته ډېر راحت راکوي.
اروا پوهه: دا خو کوم خاص/ ځانګړی ځواب نه شو؟
زه: آغلې ، پوښتنه هم دومره ځانګړې نه وه.
ارواپوهه: وروستۍ ځل مو کله سره لیدلي؟
زه: مخکې لدې چې دلته راشم سره مو ولیدل.
ارواپوهه: چیرته؟
زه: په هېنداره کې،چې ویښتان مې جوړول.
ارواپوهه: هغه درسره وه؟
زه: نو هغه راڅخه جلا شوې کله ده ؟
ارواپوهه: که چیرې جلا شئ ، نو ته به د بل کوم چا سره مینه ولرئ؟
زه: څنګه کولی شم وروستۍ مینه هیره کړم؟
ارواپوهه: تاسو وروستی کړی ده؟
زه: هغې محصره کړی یم، هېرولی یې نشم.
ارواپوهه: څه مو هیرولو ته نه پرېږدي؟
زه: دا د چای پياله، چې زما مخې ته پرته ده.
ارواپوهه: موږ کولی شو، چې د دې پر ځای کافي کېږدو؟
زه: آغلې ، دا اپشن په مینه کې نه لرو.
ارواپوهه: کوم وخت خوښ وئ؟
زه: کله چې یوازې یم.
ارواپوهه: ولې؟
زه: ځکه چې موږ په یوازیتوب/تنهایي کې سره وینو.
ارواپوهه: په ورځ کې څو ځله سره وینئ؟
زه: د ورځې په جریان کې کله تصادفاً پیښېږي،که نه نو د شپې لازمي وي.
ارواپوهه: او د شپې تر څه وخت؟
زه: تر هغه چې خوب راشي.
ارواپوهه: کوم وخت خوب درځي؟
زه: ترڅو پورې چې په لیدنه/ ناسته کې هغه قهر /ناراضګي رانشي.
ارواپوهه: نو د خوب یې له قهر/ناراضاتۍ سره څه اړېکه ؟
زه: کله چې هغه راڅخه ناراضه شي، بیا نو زه غمجن و په ژاړم شم، او په ژړا ژړا کې نه پوهېږم چې کله مې همداسې خوب پسې یوسي.
ارواپوهه: نو کله چې سره ناراضه/ خفه وئ، بیا څنګه بله ورځ بیا سره ملاقات کوئ ( وینئ) ؟
زه: سهار راپورته کېدو سره سم موږ یو بل پُخلا کوؤ.
ارواپوهه: ایا هغه هم همدا غواړي؟
زه: یقیناً، که نه نو، اوس به راسره نه وی…
ارواپوهه: تاسو لیونی یاست؟
زه: له همدې امله خو تاسو ته راغلی یم.
ارواپوهه: تاسو به ښه شئ.
زه: لیوني ښه کېږي؟
اروا پوهه: بالکل.
زه: ایا تاسو کله نه یاست لیوني شوي؟
ارواپوهه: مطلب؟
زه: ایا تاسي نه مئینېږئ؟
اروا پوه: مئينېږو …
زه: نو کله چې سره جدا شئ بیا څنګه نه لیوني کېږئ؟
اروا پوهه: لیوني کېږو …
زه: کله چې تاسي پخپله لیوني یاست، نو بیا څنګه زموږ (لیونو) علاج/تداوي کوئ؟
اروا پوهې: په ​​لوړ غږ خندل پیل کړل.
زه: اوس زه تللی شم/لاړ شم؟
ارواپوهه: هو ، ځه/تللی شي!
ـ زه راپورته شوم او هغې په ​​خندا د مېز له سره کاغذ دسمال راواخیسته او خپلې اوښکې پاکول/وچول یې پیل کړل…