ژباړن: عطا محمد میاخېل
فرض کړئ، چې ستاسو شپږ کلن ماشوم د یوه سپي انځور کښلی دی، کله چې تاسو ته یې در ښکاروي، هغه ته وایئ: ډېر ښکلی دی، ته واقعاً هنرمند یې. لس کلن ماشوم مو د ریاضي په آزموینه کې ښې نمرې تر لاسه کړې دي، تاسو هغه ته وایئ: ته ډېر ښه استعداد لرې او ډېر پوه یې. ۱۲ کلن ماشوم مو د فوټبال په لوبډله کې په خپل لومړني حضور سره یو ګول ترسره کوي، تاسو هغه ته وایئ: ستا کار ډېر ښه و او ډېر ښه وځلېده؛ درباندې ویاړم.
دا ځوابونه ټول طبیعي دي. کله تاسو د خپلو ماشومانو په څېره کې د هغوی د بریا له پاره د غرور او ویاړ احساس ګورئ، نو پخپله به هم د ویاړ احساس وکړئ. د ټولو خلکو خوښېږي، چې په خپلو ماشومانو کې دا ډول چلندونه پیاوړي کړي. دا ډول چلندونه به هغوی دې ته وهڅوي، چې د خپلې بریا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او د سختیو په وړاندې له ځانه مقاومت ښکاره کړي.
آیا دا ډول ستاینې او هڅونې به ستاسو په ماشومانو کې د ښه احساساتو د رامنځته کېدو سبب شي؟ په بل عبارت ویلی شو، په بشپړه توګه داسې نه ده. موږ ټول د نورو له خوا د ستاینو اورېدو ته لېواله یو او زموږ ماشومانو هم د بریاوو د ترلاسه کولو په صورت کې، خوښېږي یې، ترڅو ښه احساسات تجربه کړي، خو باید ماشومان له بریده زیات ونه ستایو، ځکه چې معکوسه اغېزه به ولري، په دې کار سره، پر ځای د دې چې ماشومان ښه احساسات ولري، اندېښنې به یې لا پسې زیاتې شي.
جمال د ریاضي په آزموینه کې سل نمرې اخیستې دي او والدین یې دا جملې بیانوي: ته ډېر هوښیار او ځیرک یې؛ موږ په تا باندې ویاړو. دا جملې به د دې سبب شي، چې جمال له ځان څخه له بریده زیاتې هیلې ولري.
په بل عبارت، ښایي د هغو هیلو په اړه اندېښمن شي، چې ورڅخه کېږي، یا دا چې له ځان سره فکر وکړي، که چېرې بل ځل ۸۰ یا ۷۰ نمرې واخلم، څه به پېښ شي؟ آیا بیا هم مور او پلار مې فکر کوي، چې زه یو هوښیار فرد یم؟
لکه څنګه چې پوهېږئ، ماشومان د هغو نا رښتینو جملو په اړه، چې د نورو له خوا کارول کېږي، ډېر حساس دي. ښایي ستاسو ماشوم له ځان سره فکر وکړي، چې هغه د څه څه په اړه غږېږي؟ زه پوهېږم، چې د هنرمند مانا څه ده، هنرمند هغه څوک دی، چې د کتاب انځور جوړوي؛ زه د یوه هنرمند په کچه ښه انځور نه شم ترتیبولای! له دې امله، ماشومان به ستاسو په خبرو باندې بشپړ باور ونه کړي.
ښایي تر ټولو جدي ستونزه، چې د ماشومانو له کچې زیاتې ستاینې له امله را منځته کېږي، دا موضوع وي، چې ماشومان داسې کړنې ترسره کړي، چې له ځان څخه د خوشالۍ او رضایت پرځای، ستاسو د خوشالۍ او رضایت په لټه کې شي.
په بل عبارت، نور نو هغوی د بهرني لامل په وسیله هڅول کېږي، یعنې پرځای د دې، چې د کارونو د ترسره کولو لپاره، د خپلې مینې او لېوالتیا له کبله انګېزه پیدا کړي، یا دا چې وغواړي، د اوسني کار له ترسره کولو څخه خوند واخلي، ستاسو د هڅونې او ستاینې پربنسټ کار ترسره کوي.
دلته بېلابېلې تګلارې وړاندې شوې دي، چې د هغو په مرسته کولای شئ، له خپل ماشوم سره د هغه د بریاوو په اړه وغږېږئ، د خبرو کولو په دې بڼې سره کولای شئ، چې په ماشوم کې مو د مکافات اخیستلو احساس را منځته کړئ.
ـــ ته واقعاً سخت کار کوې. د خپلو ترسره شویو کارونو په اړه څه احساس لرې؟
ـــ د هغه انځور په اړه لا ډېر توضیحات ورکړه، کوم چې کښلی دې دی ( یا د آزموینو یا لوبو په اړه ).
ـــ کله چې د سپي انځور د کښلو په حال کې وې ( یا د آزموینې ورکولو یا د ګول وهلو په حال کې وې ) څه احساس دې درلوده؟
د دې خبرو په مطرح کولو سره، تاسو ماشوم خپلو افکارو او احساساتو ته متوجه کوئ، نه بریاوو ته.
د پایلې پرځای د کار په تګلارې باندې په تمرکز کولو سره ماشوم پوهېږي، چې هڅه کول له پایلې څخه ډېر غوره دي.
د چټکې ستاینې او هڅونې بیانول، هغه عادت دی، چې نه شو کولای، په آسانۍ سره یې پرېږدو، خو له دې وروسته مو کله چې په غیر ارادي توګه د ستایونکو جملو ویل پیل کړل، نو هڅه وکړئ، چې ځان کنټرول کړئ، په بدل کې یې خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ، ترڅو د خپلو ترسره کړیو کارونو په اړه توضیحات ورکړي او خپل احساسات بیان کړي. دا کار ستاسو دواړو لپاره ښه او غوره دی.