افغانستان

ا.ا اوکراین کې د بند پاتې افغانانو په اړه اندېښه ښودلې

وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کیدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي. بهرنيو چارو وزارت ویلي، … نور ولولئ

افغانستان

سور صلیب: نړیواله ټولنه باید د افغانستان بانکي سیستم منظم کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي که له افغانستان سره اړینه مرسته و نه شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بانکي سیستم منظم شي او راکړو ورکړو ته لار هواره شي. سرچینې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د پراخو سیاسي خبرو غوښتنه کړې ده او وایي افغانان په … نور ولولئ

افغانستان

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې

د ا.ا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته معلومات ورکړل. ترکمن چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي. … نور ولولئ

افغانستان

هره ورځ ۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنیږي

هره ورځ لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي او یا هم په زوره ستنېدو ته اړ کېږي. د کډوالو چارو وزارت سروې ښيي چې په تېرو درېو ورځو کې ۵۵۴۹ کسان له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي. ددې معلوماتو پر بنسټ د ایران د حکومت لخوا شاوخوا درې زره افغانان په زوره بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د ا.ا په وینا هېواد نه د خلکو … نور ولولئ

سیاست

د اوکراین ولسمشر: له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی. د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول. د فرانسې خبري آژانس د زلنسکي له قوله ویلي دي چې … نور ولولئ

سیاست

بایډن: روسیې سره د جګړې لپاره به اوکراین ته سرتېري ونه لېږم

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل چې، پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به به خپله پوتین او هیواد یې وګوري. بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري. بایډن د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې … نور ولولئ

سیاست

ټرمپ: پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دا به نه یوازې اوکراین بلکې ټوله سیمه او نړۍ زیانمنه کړي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په واک کې وای نو اوکراین باندې برید نه کېده ځکه چې په وینا یې ده به پوتین په … نور ولولئ

سیاست

اوکراین: تر اوسه مو پنځه روسي الوتکې او یوه چورلکه راپرځولې 

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید فرمان صادر کړ، د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې یې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه چورلکه را نسکورې کړې دي. هغه زیاته کړې ده چې دوی د خپلې خپلواکي لپاره له هیڅ راز خطرونو نه وېرېږي او څو پورې چې ژوندي وي د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت دفاع به کوي. نوموړي له خپلو هېوادوالو هم … نور ولولئ

سیاست

ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي. ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه. هغه زیاته کړې ده چې د … نور ولولئ

سیاست

د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ په پراختیا دی

روسیې د اوکراین په ختيځ کې په دوو نوو بېلو شوو برخو کې خپل سرتېري ډېر کړي او تر څنګ یې ددې سیمو پر اسمان هم د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې روسیه په بشپړه توګه پر اوکراین برید ته تیاره ده او په راتلونکو ساعتونو کې ددې برید امکان شته دی. هغه وایي امریکا په خالي لاس دې … نور ولولئ