افغانستان

د حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي کندهار ته لاړل

د افغان حکومت څلور لوړ پوړي چارواکي، د ملي امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس، او لوی درستیز کندهار ته تللي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیأ، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم کټوازی او د عامه تصدۍ مشر جنرال خوشحال سادات کندهار ته تللي. ویل کېږي په کندهار ولایت … نور ولولئ

افغانستان

امرالله صالح: د بې اسنادو موټرونو د ثبت له لارې ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتې شوې

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانۍ څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو په ناسته کې ویلي، چې د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له پلوه د دولت خزانې ته راغلي دي. صالح زیاته کړې، چې متاسفانه … نور ولولئ

افغانستان

افغانانو ته خونړی کال؛ ۲۰۲۰ کې امریکا ته هیڅ زیان نه دی اوښتی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، په تېر یو کال کې افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپله ټویټرپاڼه له یوه عکس سره چې کابل ته یې د سفر پر مهال اخیستی و لیکلي، افغانستان کې په تېر یو کال کې هیڅ کوم امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی. هغه د مذاکراتو په اړه وایي، افغان حکومت او طالبان وروسته … نور ولولئ

افغانستان

ارګ: د لوړپوړو دولتي چارواکو ټاکل او لرې کول د ولسمشر واک دی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حکومت د لوړو پوړو چارواکو ټاکل او لرې کول د ولسمشر واک او صلاحیت دی. ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ولسمشر ته د اساسي قانون د څلورویشتمې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د لوړپوړو دولتي مقاماتو ټاکلو او عزلولو بشپړ واک ورکړل شوی دی. ارګ دا ټینګار وروسته له هغې کوي چې له دندې څخه د عامې روغتیا د وزیر جواد عثماني لرې کولو یو لړ بحثونه راپورته … نور ولولئ