ژباړه: عایشه حیدري
د وینې کمښت یا انیمیا (Anemia) ډېره عامه ناروغي ده، په دې ناروغۍ امېدواره مېرمنې او له ۱۴ څخه ۴۳ کلونو عمر لرونکې مېرمنې او نجونې ۵۰ سلنه پرې اخته کېږي، خو انیمیا یا د وینې کمښت څه ډول ناروغي ده؟
په دې لیکنه کې به لومړی د انیمیا په اړه لنډ مالومات درکړو او بیا به یې د درملنې او مخنیوي ځینې کورنۍ لارې چارې در په ګوته کړو.
انیمیا یا د وینې کمښت په وینه کې له ټاکل شوې کچې د هیموګلوبین د کمښت له امله پیدا کېږي، هیموګلوبین د پروټیني موادو ترکیب دی چې د بدن ټولو برخو ته د اکسیجن د رسولو دنده ور تر غاړې ده، د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په نړۍ کې ۲۵ سلنه وګړي د وینې له کمښت څخه کړېږي چې د دې شمېر نیمايي په بدن کې د اوسپنې د کمښت له امله د انیمیا اخته کېږي.
مېرمنې او نجونې د میاشتني عادت پر مهال، ماشومان د ودې په کلونو کې او امېدوارې مېرمنې ډېرې په انیمیا د اخته کېدو له خطر سره مخ کېږي.
په انیمیا د اخته کېدو ډېر لاملونه دي، له هغې ډلې یو هم په هډوکو په مغز کې د اړتیا وړ هیموګلوبین نه توليدېدل دي، او په ځينو حالتونو کې د وینې بهېدنې له امله له بدن نه د هیموګلوبین وتل او یا په توري (طحال) کې د هیموګلوبین تخریب هم په بدن کې د هیموګلوبین د کچې د ټيټېدو او انیمیا سبب کېږي.
کمزورۍ یا ضعف، ستړیا، د زړه ټکانونه، ساهلنډي، درد ،سر درد، ، فشار لوړېدل یا د فشار ناانډولي او داسې نورې د انیمیا نښې دي چې په د دې نښو په څرګندېدو تاسو کولای شئ له ډاکټر سره مشوره وکړئ، خو دلته موږ تاسو ته د انیمیا یا د وینې د کمښت د مخنیوي ځینې کورنۍ لارې چارې در ښیو چې په تر سره کولو سره یې کولای شئ تر ډېره د دې ناورغۍ مخنیوی وکړئ.
د وینې کمښت په پوستکي کې لکې او داغونه رامنځ ته کوي، د انسان بدن کمزوری کوي او دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې منځ ته راوړي. د وینې کمښت نن سبا د ډېرو خلکو ستونزه ده او ډېری کسان د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د حل لارې پسې ګرځي.
ځکه مو وغوښتل په نننۍ لیکنه کې د وینې د کمښت درملنې په اړه تاسو ته داسې معلومات وړاندې کړو چې هم اسانه دي او په کورکې یې چمتو کولای شئ او هم هېڅ ډول کيميايي مواد نه لري.
په نننۍ لیکنه کې زموږ ملتیا وکړئ، چې د وینې د کمښت لارې چارې وپېژنئ.
۱ – مستیاره یا Common wormwood
مستیار یا (افسنطین) بوټی په غرونو کې په وحشي بڼه زرغونېږي او وده کوي. تاسو کولای شئ په ډېره اسانۍ سره دغه بوټی د عطاریو څخه لاسته راوړئ. دغه بوټی د وینې کمښت او د وزن د کموالي مخنیوي ته ډېره زیاته ګټه لري.
تاسو سره به دا پوښتنه وي چې څنګه له دغه بوټي ګټه واخلئ؟
د اندېښنې وړ نه ده تاسو کولای شئ چې د دغه بوټي پنځه او یا شپږ ټوټې واخلئ او په یوه لیتر اوبو کې یې وجوشوئ کله چې دغه بوټی د يو لنډ مهال لپاره و خوټېد، پرېږدئ چې اوبه سړې شي. له اېشېدلي محلول څخه د مستیارې یا (افسنطین) پاڼې لرې کړئ. وروسته بیا په دغو اوبو کې لږ شات ور واچوائ، سهار او ماښام، تر خوراک وړاندې له دې اوبو یو پیاله وڅښئ.
۲ – انګور
انګور يوه ډېره ګټوره مېوه ده چې د A، C او B6 ويټامينونو، فولیک اسیډ او ځينې نور ضروري منرالونو، لکه پوتاشيم ،کلسيم، اوسپنې، فاسفورس، مګنيزيم او سلينيم په لرلو سره د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټور دي.
په ځانګړي ډول انګور د د تبې او کم خوني د کنټرول لپاره اغېزمن تمامېږي، خو هېر مو نه شي چې دغه مواد یواځې په خوږو او نازکو پوستکي لرونکو انګورو کې وي.
۳ – ژېړ ګلی یا Dandelion
ډېنډېلین زېړ او روښانه رنګ لري په وحشي او سحرایي ډول را زرغونېږي او وده کوي. د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
قاصدک د A او C ویټامینونو او اوسپنې تر ټولو غوره سرچینه ده او له ډېرې پخوا زمانې څخه د وینې پاکولو لپاره کارول کېږي.
۴ – اوسپنه
اوسپنه کولای شي د اوسپنې کمښت جبران کړي. د اوسپنې اوبه یا محلول (چې د اوسپنې د کمښت مخنیوی کوي) هغو خلکو ته چې پدن یې د وینې له کمښت سره مخ دی، ډېره ګټه لري. د اوسپنې له کمښت سره مخ خلک کولای شي له دغو اوبو څخه د څښلو اوبو پر ځای تر هغه مهاله ګټه واخلي، تر څو چې یې په بدن کې د اوسپنې کچه پوره کېږي.
همدارنګه تاسو کولای شئ چې د اوسپنې یوه ټوټه په اور کېږدئ، کله چې دغه اوسپنه سره شوه او رنګ یې سکروټې ته ورته شو، اوبه پرې واچوئ، دغه کار څو څو ځلې ترسره کړئ په پای کې دغه اوبه وڅښئ. دغه اوبه به ستاسو د بدن اوسپنه پوره کړي او کله چې ستاسو د بدن اوسپنه پوره وي او به نور د وینې کمښت سره نه مخامخ کېږئ.
۵ – بادام
اووه دانې بادام د څلورویشت ساعتونو لپاره یې په اوبو کې لامده (خیشته) کړئ. وروسته له څلورویشت ساعتونو څخه د دغو بادامو پوستکي لرې کړئ او و یې خورئ. د دریو میاشتو لپاره هره ورځ دغه کار ترسره کړئ ستاسو د وينې کمښت به ښه شي.
۶ – پسته
په بدن کې د فولات (فولاسین یا B9 ویټامین) کمښت کولای شي د وینې کمښت لامل شي.
د دې تر څنګ د فولاسین کمښت د زړه د ناروغۍ خطر هم ډېروي. نو د دې لپاره چې پسته فولات او اوسپنه لري، نو ځکه د وینې د ډېرولو لپاره ډېره ګټوره ده.
۷ – سابه
که تاسو د اوسپنې لاستهراوړلو لپاره د غوښې خورئ، نو یاد لرئ چې سابه د غوښې غوره او بې زیانه بدیل دی، غوره دا ده چې د غوښې پر ځای دوه برابره سابه وخورئ.
سابه، غلې دانې یا په ټوله کې نباتي محصولات لکه وریژې، غنم، جو، وچې مېوې، لوبیا او داسې نور په کافي کچه اوسپنه لري او تاسو کولای شئ له دغو خوړو نه په ګټې اخیستو سره د خپل وجود اوسپنه پوره کړئ.
د هغو سبو پاڼې چې ډېرې شنې وي، تر نورو ټولو سبو ډېره اوسپنه لري.
۸ – چغندر
چغندر د اوسپنې غوره ښه سرچینه ده او د وینې د کمښت درملنې لپاره ډېره ګټه لري.
چغندر او د چغندر اوبو د فیبر، کلسیم، پوت=ټاشیم، سلفر او ویټامينونو په لرلو سره د انسان ټول بدن په ځانګړي ډول د وینې زیاتېدو ته ډېره ګټه لري.
سور چغندر پر دې سربېره چې د بدن پاکوالي کې ډېره مرسته کوي، بدن ته د اکسیجن په رسولو کې هم ډېره مرسته کوي. تاسو کولای شئ یوه سور چغندر، درې دانې ګازرې او یو کچالو په یوه میکسر کې واچوئ او جوس یې په ورځ کې یو ځل وڅښئ.
د دې ترڅنګ تاسو کولای شئ چغندر پاخه کړئ او یا هم په سلاد کې ترې ګټه واخلئ. غوره دا ده چې چغندر له پوستکي سره و خورئ، ځکه پوستکی یې ډېر ګټور دی.
۹ – ممیز
ممیز د سود اوسپنې په لرلو سره د وینې ډېرېدو لپاره ډېره ګټه لري.
تاسو کولای شئ ممیز د څلورویشت ساعتونو لپاره په اوبو کې لامده کړئ او وروسته له څلورویشت ساعتونو څخه یی وخورئ.
۱۰ – په پای کې غواړو تاسو ته داسې یو ترکیب او مخلوط در وښیو چې کولای شي ستاسو د وینې کمښت د ستونزه د تل لپاره له منځه یوسي.
د دې لپاره چې ستاسو د وینې کمښت ستونزه هواره شي، د انګورو د اوبو، د خرما د اوبو یا عصاره او د توتانو د اوبو سره برابره اندازه یو ځای کړئ.
په هر اتو ساعتونو کې یو ځل له دغه مربا ډوله مخلوط ترکیب څخه لږ لږ وخورئ. دغه مخلوط نه یواځې دا چې ستاسو د بدن وينه ډېروي، بلکې ستاسو د بدن ستړیا او نارامتیا هم له منځه وړي.