کوم کسان په افسرده‌ګۍ مبتلا کېږي؟

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نجم الرجمن ناصري

افسرد‌ه‌ګي یوازې د یوې ډلې لپاره ځانګړې شوې نه ده او په ټولو نژادونو، سنونو، قومونو او ټولنیزو طبقاتو کې ظهور کوي. مګر د دې ناروغۍ تجربه په اشخاصو کې توپیر لري.

  • ښځې نسبت نارینه ته ډېره افسرده‌ګي تجربه کوي. بیولوژیکي او هورموني عوامل او د ښځو ځانګړی ژوند کولای شي په ښځو کې د ډېرې افسرده‌ګۍ لامل وي.

افسرده‌ګۍ باندې د ښځو په ابتلا کېدلو کې بېلابېل عوامل، لکه ژنیتیک، بیولوژي، حامله‌ګي، هورموني بدلونونه او فردي اړیکي رول لري.

  • نارینه د فرهنګي دلایلو پر بنسټ له خپلې افسرده‌ګۍ څخه ډېر شرمېږي او د دې لپاره ده چې غواړي نوموړې ناروغۍ ته تاب راوړي او یا د دوی په خپل قول د مخدره موادو په کارولو ځان تداوي کړي. که افسرده‌ګي په نارینه کې تداوي نشي کولای شي ښې پایلې ونه لري، ځکه چې ځانوژنه په نرانو کې ډېره ده. دوی کېدای شي د هغو کارونو په مقابل کې چې یو وخت یې لذت درلود، خپله علاقه له لاسه ورکړي، خوب کې یې ستونزې منځته راشي او بې پروا چلند وکړي چې په افراطي ډول د مخدره موادو مصرف یې یو ډول ده.

  • هغه ماشومان چې افسرده‌ګي لري امکان لري داسې وښیي چې ناروغ دي، ښوونځي ته له تللو څخه ممانعت وکړي، د کورنۍ له یوه غړي سره ډېر وابسته شي او یا هم د هغوی د مړینې لپاره په تشویش کې وي.

افسرده‌ګي د ۱۲ تر ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ رایج ده. ۲۰ سلنه نجونې او ۶ سلنه هلکان افسرده‌ګي تجربه کوي، دا فیصدي نظر په جغرافیایي منطقه د ژوند شرایطو او د والدینو تحصیلاتو ته په کتو توپیر کوي.
افسرده‌ګي په ځوانانو کې په ډېره چټکۍ زیاتېږي. د آمارونو پر بنسټ په څو اخرو کلونو کې د ۱۲ تر ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ افسرده‌ګي له ۹ سلنو څخه ۱۲ سلنو ته رسیدلې ده چې ۳۷ سلنه ډیروالی کې راغلی.
باید پام وکړو چې د افسردګي علایم د ځوانۍ له نورماله علایمو سره غلط نشي. د افسرده‌ګۍ نښې د ځوانانو ترمنځ کېدای په دې ډول ښکاره شي.

  • په خپلو اشعارو اونقاشیانو کې مرګ ته اشاره کوي.

  • جنایي چلند لکه غلا

  • له انقاد سره حساسیت

  • بد اخلاقي

  • نامنطقي او عجیب و غریب چلند

  • دراماتیک او ناڅاپي بدلون په شخصیت یا ظاهر کې

  • اضطراب

  • له کورنۍ او دوستانو څخه بیلیدل

  • خطر لرونکی چلند لکه بې پروایي په موټر چلولو کې

  • د الکل څښل يا د مخدره موادو مصرف

  • ښوونځي ته نه تګ او یا هم په نمرو کې شاته راتګ

افسرده‌ګي په مسنه خلکو کې معمولاً بې تدواۍ پاتې کېږي، ځکه چې هغه د سن د زیاتوالي لامل بولي. د افسرده‌ګي علایم په مسنه خلکو کې کیدای شي له ځوانانو سره توپیر ولري.
همدارنګه کیدای شي افسردګي د درملو جانبي عوارض هم وي داسې درمل لکه د وینې د فشار، د زړه د حملې، سکته، د لګن د ماتېدلو یا د ژنراسیون چې معوملاً مسنه خلکو ته تجویز کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.