مه پرېږده!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

دا یم خپل د مطالعې په خونه کې ناست یم، لیکل کوم، قهوه څښم او فکر کوم. نه  د ويښې خوب وینم، نه وخت ضایع کوم او نه هم اندېښمن یم. صرف ناست یم فکر کوم. همدا د خپلو بهترینو خویونو له ډلې څخه یو غوره خوی بولم. اکثره په ژوند کې د یوه ماموریت لرلو او بیا هغه ته د ریښتني پاتېدلو په هکله سوچ کوم. دا دومره هم ساده کار نه دی.
دا په ثبوت راته رسېدلې ده، چې هر څومره مې خوبونه لویېږي، هغومره مې مخې ته پرته لار له خنډونو ډکیږي. زما د ژوند ماموریت ډېر ساده دی: غواړم له انسانانو سره په فوق العاده جوړېدلو او شرکتونو سره د هغوی د کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړم؛ بس خلاص. زما یوازینی شوق و لېوالیتا دا ده، چې خپل یاد خوب سم وپېژنم او له نړۍ څخه د غوره ځای جوړولو په حشر کې برخه واخلم. دا زما تجارت نه، بلکې د زړه اواز دی. خو هر څومره چې لوړ ځم، هغومره زیات ازمایل کیږم. دا خبره به تاسې ته هم اشنا په نظر درغلې وي کنه؟
مګر ننګونې ښې دي. انسانان د همدوی د شتون له برکته وده کوي. سړی تر هر بل وخت د خطر پر مهال ډېر ویښ و بیدار وي. پر رسۍ مشهور تلونکی اتل پاپا والینډا وايي: «اصل ژوند هغه دی، چې د رسۍ پر سر تیریږي. دا نور هسې انتظار دی.» زموږ تر ټولو ځیرک، یانې اصلي مخکښان، له بدمرغیو سره په موسکا ـ موسکا سترګې جنګوي. د دوی سره خلاصیږي، چې ژوند تر ټولو زیات لوی خوب لېدونکي او لېوني انقلابیان سخت ازمايي.
د Amazon.Com د بنسټګر جف بیزوس دا وینا مې زښته خوښېږي: «پوهېدم چې د ناکامۍ پروا به ونکړم، مګر که مې خپل پلان عملي کړی نه وای، خاماخا به پښيمانه شوی وای.»
نو زه به هم تر هر خنډ واوړم. ټوله لار به له خپل هدفه سترګې بل خوا وانړوم. تر پایه به پر خپل پيغام او ماموریت کلک ودرېږم، ځکه دا نړۍ زموږ یانې د لویو خوبونو لیدونکې ده. یانې زما و ستا ده. او دا چې په پای کې بریالي کیږو که پاتیږو، مهمه نه ده، مهمه دا ده، چې یو بدلون به مو راوړی وي او زما لپاره همدا کفایت کوي.

ماخذ: تکړه شه

لیکوال: رابین شرما

ژباړه: جبار فراز

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.