لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري
انسانان په طبیعي ډول د ښکلا خوښوونکي او غوښتونکي دي، خو مېرمنې په ځانګړي ډول د ښکلا او سینګار ډېرې مینهوالې دي، او هڅه کوي له هره اړخه یې ښکلا د نورو انسانانو پام ور واړوي. د همدې لپاره چې سینګار کوي، غواړي لوړ قد ولري، ورزش کوي او هغه خواړه نه خوري چې چاغوي یې او داسې نورې ډېرې کړنې ترسره کوي.
پر دې ټول پوهېږو چې د ښکلا لپاره تر ټولو اړین عنصر مناسب او ښه اندام درلودل دي، خو ډېر خلک په طبیعي ډول ښکلی، مناسب او نری اندام نه لري، چې له همدې کبله بیا ډېری خلک د ښکلي او نري اندام درلودلو لپاره ډېره هڅه کوي، چې نرۍ ملا، لوړ قد او مناسب اندام و لري، خو په نړۍ کې ځینې داسې کسان هم شته چې په هر څه کې تر اړتیا زیاته هڅه کوي او غواړي په ځینو برخو کې ريکارډ جوړ کړي.
نرۍ ملا د ښکلا یوه ډېره مهمه برخه ګڼل کېږي او ډېری ښځې چې نرۍ ملا لري، د هغوی د ښکلا صفتونه کېږي، خو په نړۍ کې داسې ښځې هم شته چې د ملا نریوالی یې ډېر کم دی، او په دې برخه کې یې ریکارډ جوړ کړی چې له دې ډلې یوه هم پیکسي فاکس Pixee Fox ده، پیکسي فاکس هغه مېرمنه ده چې د نرۍ ملا د ترلاسه کولو لپاره یې څو څو ځلې جراحۍ او په زرګونو ډالر لګولي دي، خو اوس یې د نړۍ د تر ټولو نرۍ ملا لرونکې مېرمنې ریکارډ جوړ کړی دی.
پیکسي فاکس د سویډن اوسېدونکې ده او په یوې څلور کسيزې کورنۍ کې ژوند کوي، هغې خپل ټول ژوند د طبیعت، څاروو، کیښتيو او ژمنیو لوبو او ورزشونو په لوبولو او سفرونو کې تېر کړی دی. نوموړې له باربي نانځکو سره ډېره مینه درلوده، ځکه یې هڅه وکړه چې د جراحۍ په واسطه ځان د باربي نانځکو په شان جوړ کړي هغې څو څو ځلې د جراحۍ عملیاتونه ترسره کړي دي او اوس مهال ۴۰.۵ سانتي متره ملا لري.
هغو ډاکټرانو چې د پیکسي فاکس جراحۍ ترسره کړې ده وایي چې د هغې د ملا څخه یې شپږ هډوکي لرې کړي، ځکه چې هغې غوښتل د امکان تر کچې پورې خپله ملا نری کړي او همدا یې وروستۍ کچه وه.
پیکسي فاکس نه یوازې د ملا جراحي، بلکې د شونډو، د پوستکي او ځینې نورې جراحۍ هم ترسره کړي دي، هغه وایي چې په دغو جراحیو باندی یې ۸۰۰۰۰ ډالره لګښت کړی. پیکسي فاکس زیاتوي چې دا ټولې جراحیانې یې د ایران په تهران کې ترسره کړي، ځکه چې ایران په جراحۍ کې لومړی ځای لري.
د نوموړې په خبره چې د جراحۍ لپاره ایران ته راځي، نو ځانته یو اپارتمان کرایه کوي او هغه اپارتمان ځانته په روغتون باندې بدلوي او هلته په ډېرې اسانۍ او هوسا توګه د جراحۍ موده تېروي.
پیکسي فاکس نه یوازې دا چې د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې مېرمن ده، بلکې د دې ترڅنګ هغه یوه فلمي لوبغاړې، نڅاګره او مډله هم ده د هغې ډېری فلمونه او نندارې کومېدي بڼه لري، ځکه خو د یوې کمدینې په توګه خورا ډېره پېژندل شوې ده او ډېر مینوال لري.
د دې ترڅنګ چې پیکسي فاکس ګڼ شمېر مینه وال لري، خو ډېری خلک بیا د پیکسي فاکس اندام او څېره مسخره کوي او پرې ملنډې وهي. پیکسي فاکس د دغو خلکو په اړه وایې چې هغه غواړي هغه ډول ژوند و کړي چې خپله یې غواړي او همدا فکر یې پر ځان د باور ډېرېدو لامل کېږي. پیکسي فاکس په ژوند کې بدلون خوښوي او همدا لامل دی چې نو موړې ژر ژر په خپل بدن او کړنو کې بدلونونه راولي.