لیکنه: حنیفه مومند
د نړۍ ډېری کسان له ماتې وېره/ ډار لري. دوی پر دې باور دي چې تل باید انسان بریالی وي او که ناکام شو، نو د خلکو له نظره لوېږي، چې دا په خپل ذات کې د یوه انسان ستره تېروتنه ده
که ناکامي/ ماتې نه وای، نو د بریالیتوب ماهیت به هم نه و. ټول به په یو مسیر روان وو، خو همدا پر ځمکه لوېدل انسان ته د بیاپورته کېدلو قوت وربښي. دا غورځېدل امکان لري مختلفې بڼې ولري، د ژوند بېلابېل پړاوونه پکې وي. البته دا تېروتنې او ماتې باید تل/ دوامداره هم نه وي.
که موږ تل، پاتې راځو او ماتې خورو، روحیه مو کمزورې او له بریا څخه واټن مو زیاتېږي.
د پاتې راتلو څخه ځان ایستل او د بریا لور ته ګام پورته کول، قوي ارادې ته اړتیا لري، لکه څنګه چې مشران وايي، چترۍ باران نشي درولی، خو د لندېدلو څخه مو ساتي، نو که اراده/ هوډ ولرو، بریا ته په رسېدو کې خورا مرسته کوي.
ټول هغه څیزونه چې غواړو یې، په آسانۍ لاسته نه راځي. هر څه ته رسېدل لوړې ژورې لري، چې باید وزغمل شي.
هر هغه څه چې په زیار او خوارۍ ترلاسه شي، ارزښت هم پیدا کوي.
ساده مثال یې هم، کله چې د زدهکړو او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کورنۍ څخه پیسې اخلو، نو د مصرف پر وخت یې هم هېڅ فکر نه کوو، خو کله چې په خپله دنده او ګټه وټه ولرو د پیدا کولو لپاره یې زیار باسو، نو مصرف یې هم ارزښت پیدا کوي او د هر څه پېرلو ته زړه نه ښه کوو، ځکه احساس مو ژوندی شي، د لاسته راوړلو زیار او زحمت یې را په زړه شي.
نو راځئ، چې سر له اوسه د بریالي ژوند لپاره پلان جوړونه وکړو او د اهدافو هسکو ته د ځان رسولو لپاره ترې د پوړیو په توګه ګټه واخلو. ممکن په رسېدلو کې یې د ماتې سره مخ شو، خو وروسته د بریاليتوب د خوږو په څکلو سره د ماتې ترخه ډېر ژر هېر او د بریا اصلي ارزښت پېژندلی شو.