د شاتو جوړښتونه او خواص یې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

شات څه شی دي او څه خواص لري؟
شات یوه ګټوره او ارزښتناکه ماده ده چې د شاتو د مچیو په واسطه جوړېږي دا مچۍ له یوې ځانګړې قندي مادې څخه، چې د ګلانو په ریښه کې وي، ګټه اخلي. مګر مچۍ‌پېژندونکي وایي: “مچۍ یوازې له قندي مادې څخه نه، بلکې د ګلانو له تخمندان او مېوه‌جاتو څخه هم ګټه اخلي.
شات څه جوړښتونه لري؟
شات له بېلابیلو قندونو، لکه فرکتوز،ګلوکوزاو ساکاروز او همدارنګه له ځینو نورو موادو، یانې آمیلاز، اینورتاز، کاتالازاو پراکسیداز څخه چې د ډوډۍ په هضم کې مرسته کوي جوړ شوي. همدارنګه په شاتو کې آنزایمونه، معدني مواد، ویتامینونه او امینواسیدونه هم موجود دي.
قندونه:۳۸٪فروکتوز-۳۱٪ګلوکوز-۵٪دکسترین-1.5تر۳٪ساکاروز-۲.۳٪پروتین.
تر 0.2٪معدنی مواد،له 00.3 تر 0.2 ارګانیک اسیدی مالګې، لکه:
(مالیک،لاکتیک،اسید سولفوریک،سیتریک او تارتاریک) او تقریباً ټول پېژندل شوي طبیعي عناصر، لکه (کروم، کلر، وسپنه، فاسفر، مګنیزیم، سلنیوم، سیلیس، سودیم، روی کلسیم، مس او پتاشیم.)
او په ډېره کمه اندازه ویتامینونه، لکه (B1,B2,B3,B5,B6,H,K,C,E,PP,provitamin A)
د نیم کیلو شاتو د جوړولو لپاره ۶۰ زره مچۍ اړ دي چې ۵۵ زره کیلومتر والوزي او د دوو میلیونو ګلانو په مخ کېني. دوی کله چې په ګلانو کېني، د ګلانو شیره د خپل وجود سوریو ته چې مچۍ پېژندونکي ورته چینه دان (د مرغانو د مرۍ او معده تر منځه موقعیت لري چې د کلکو موادو په هضم کې له معده سره مرسته کوي) وايي استوي هلته چې د یوي وړوکې شیمیایي کارخونې اهمیت لري.
بېلابېل بدلونونه پکې منځته راځي، د ګلانو شیره په شاتو اوړي او د شاتو مچۍ دا جوړ شوي شات له خپل وجود څخه بهر باسي.
د شاتو رنګ نظر په دې چې مچۍ په کوم ګل ناستې دي توپیر لري لکه تیزقهوه‌‌یي، سپین نقره‌یي، بی رنګه، ژیړ رنګي، روښانه، طلایي ژیړ او خرمايي او کله هم تور رنګ ته ورته وي.
هغه شات چې مچۍ په خپل نس (ګېډه) کې جوړوي او د کندو په خونو کې يې اچوي۸۰٪ اوبه لري بیا مچۍ د خپلو وزرونو په وښلو سره د هغې اوبه وچوي، چې سلنه یې ۱۸ ته راورسېږي او شات کلک شي.
د شاتو دې مچیو کندو له یوې مادې چې د موم په نامه یادېږي جوړ شوي چې دا موم نومې ماده دې مچیو له نس څخه راووزی او کلکېږي.
شات یو فوق العاده شفاء بښوونکې ماده ده چې د انسان لپاره ډېرې ګټې لري، لکه:
– شات په وینه کې ډېر ژر جذبېږي او د همدې لپاره قوت بښونکي دي او د وینې په جوړولو کې ډېر تاثیرلرونکي. شات په معده او کولمو کې له عفونت څخه مخنیوی کوي.

  • شات هغو خلکو ته چې ناوخته ویده کېږي ښه دي (په شرط د دې چې کم کم وڅکي، ځکه ډېر یې خوب کموي)

  • شات که امیندوارو ښځو ته ورکړل شي، نو د اولادونو عصاب به یې ډېر قوي وي.

  • شات د وینې د کلسیم کچه لوړوي.

  • شات د زړه په قوت کې ګټور دي.

  • شات د میکروب‌وژنې د خاصیت له امله هغو کسانو ته چې اسهال لري، ګټور دي.

  • شات د معدی د زخم او اثنی عشر د رغېدو ګټور عامل شمېرل کېږي.

  • شات د رماتیسم، د نمو د عضلاتو د نقصان او عصبي ستونزو ښه درمل دي.

او داسې نورې ډېرې ګټې په شاتو کې خوندي دي چې دلته یې ذکر نه دی شوی. په آخر کې دا ویلي شو، هغه څه چې اسلام یې په خوراک تاکید کړی او په اړه یې ویل شوي، نو بې شکه چې ډېرې ګټې لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.