د راتلونکې ۲۰۲۰ کال پیل ددې کارو په کولو وکړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: ریان مړوند
رضاکاره کارونه وکړئ

  • نوی کال مو په ټولنیزه خیر ښېګڼه پیل کړئ؛ د بېلګې په توګه د چاپېریال  پاک ساتنې لپاره د ښار یو عامه ځایه پاک کړئ، لکه پارک، سړک او … ونې، بوټي کېنوئ، لارې کوڅې جوړې کړئ او یا د بېوزلو لاسنیو وکړئ. تاسې ښه احساس هغه وخت درلودلی شئ چې ښه کارونو مو ترسره کړي وي.

سفر وکړئ

  • د نوي کال په پیل کې د خپلو نږې دوستانو او یا د کورنۍ له غړو سره د سفر او چکر وهلو تابیا وکړئ؛ اړینه نه ده چې تاسې دې له هیواده بهر نورو هیوادونو ته لاړ شئ او ډېرې زیاتې پیسې دې مصرف کړئ، بلکې تاسې په ډېر کم لګښت په خپل هیواد کې ځينو نږدې ښارونو او سیمو ته لنډ سفر او چکر برابرولی شئ او دا کار په ډېرو کمو پیسو ممکن او شونی دی. روغتیا پالان وايي ګرځيدل او سفر کول انسان ته په روحي او ذهني توګه سکون او ارامښت وربښي.

قدم ووهئ

  • د نوي کال پیل په قدم وهلو وکړئ، د خپل کور کلي تر څنګ کومې لوړې غونډې ته یا نږدې غره ته پورته شئ، قدم ووهئ؛ مزل وکړئ او د کایناتو له شتون او رنګونو خوند واخلئ. دغه لنډ سفر تاسې په روحي او ذهني توګه خورا پیاوړي او غښتلي کولی شي.

کتاب ولولئ

  • د خپلې خوښې یو کتاب د مطالعې لپاره وټاکئ او دا کال مو د کتاب پر لوستلو پیل کړئ. لوستل تاسې سره مرسته کوې چې د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو کې مو معلومات ډېر شي.

کورنۍ میلمستیاوې جوړې کړئ

  • ژوند ورځ تر بلې د یوازېوالي خواته روان دی، په ځانګړې توګه ښار میشتې کورنۍ په خپلو ورځينو چارو دومره بوخت وي چې د کورنۍ د نږدې غړو ترمنځ هم راشه درشه ډېره کمه لري او یا يې بیخي نه لري، د نوي کال یا د یو بل نوي پیل لپاره همدا کال بهانه کړئ، خپلو خپلوانو او دوستانو کره لاړ شئ، هغوی راغواړئ، یو بل ته میلمستیاوې سره وکړئ، خبرې، مجلس، ټوکې ټکالې او کیسې وکړئ. دا چاره ستاسې کورنۍ اړیکې پیاوړې کوي او د کورنۍ د غړو ترمنځ مینه لا ډېروي.

پلان جوړ کړئ

  • ددې لپاره چې په راتلونکي کال کې خپلې موخې او اهداف په سمه توګه تعقیب کړی شئ، نو اړینه ده چې د راتلونکي کال لپاره یو منظم پلان جوړ کړئ او پر هغې عمل وکړئ.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.