ليکنه: مدثر دعوت
پلوشه عمري هغه نوم دی چي وړتيا او نوښت يې حيرانوونکی دی.
په افغانستان کي ډيري پياوړي ښځينه ليکوالاني سته، خو تر نيسمې باري،خاطرې فيضي او حسنيې احساس وروسته پلوشه عمري څلورمه هلمندۍ ښځينه ليکواله ده چي د چاپ لپاره کتاب چمتو کوي.
پلوشه د هلمند ولايت اوسیدونکې ده او د کريکټ لپاره يې د ( بال او بيټ) په نوم کتاب ليکلی چي د کرکیټ د تاریخچې، د کريکټ فارمټونو، د کرکیټ د اصطلاحاتو، د افغانستان کريکټ، نړیوال کريکټ او د کريکت لوبي لپاره پر مهمو موادو ږغېدلې ده.
دې دا کتاب په ۸ مياشتو کي ليکلی چي کابو ۱۳۰ پاڼي لري.
پلوشه وايي کريکټ اوس په ملي لوبه بدل سوی،خلک ورباندي راټوليږي او هم يې بې اندازې ډير خوښوي.
دا په هلمند کي د هغه وخت يادونه کوي چي ټول لښکرګاه ښار محاصره وو افغان کريکټ لوبډلي د صحرا جام اتلولي وګټله په هماغه شپه په ښار کي دومره د خوشحالۍ ډزي وې چي فکر کيدی ښار د سقوط په حال کي دی.
دا وايي د کورنۍ تشويق او خپل زيار د کتاب د ليکلو هدف ته ورسوله.
پلوشې عمري د ياران سره د مرکې پر محال وويل چي غواړي خپل کتاب تر چاپ وروسته د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کي په وړيا توګه وويشي.
دې له ملي تجارانو او د ورزشي ادارو څخه هيله وښودله چي د کتاب په چاپ کي ورسره مرسته وکړي،ځکه ددې سره يې د چاپ لپاره په کافي اندازه مالي امکانات نسته.
پلوشې چي د ياران سره يې د خپل کتاب څو پاڼي شريکي کړې وايي دا زما،ميرمنو او افغانانو لپاره د وياړ ځای دی چي د کريکټ لپاره کتاب چي هر اړخيز مالومات پکښې راغونډ سوي چاپ ته چمتو کړی.
نوموړې وايي زه يوازي د کريکټ په دې کتاب اکتفا نه کوم، غواړم د ورزش په نورو برخو کي هم مالومات راټول کړم او کتابونه ورباندي وليکمه.
د پلوشې په وينا افغانستان کي د ورزش په برخه کي کتابونه ډير کم دي خو که لاسنيوی يې وسي ورزش ته به په ليکلي بڼه تر خپل وسه خدمت وکړي.