ژباړه او زیاتونه: شمس الرحمن هاشمي
یو څو اصول چې مونږ ېې هره ورځ هڅه کوو په لاره واچوو ، خو بیا هم له ناکامۍ سره مخ کیږو هغه، طلايي (زرین) اصول دي.
واقعا: د اصولي چلند کولو لپاره چې تاسو ېې غواړۍ د نورو سره پرخپل ځای کې وکړۍ نو دا به پخپله ستاسو د خوشحالۍ لامل وګرځي.
راځۍ ووایو او ژمنه وکړو چې د زرینو اصولو د خلکو سره په خپلو ټولو اړیکو کې په کار واچوو.
او د خپلو همسایه ګانو سره مرسته وکړو، دخپلې کورنۍ سره یو مهربانه چلند وکړو، دخپلو همکارانو سره یو څه اندازه زیاته همکاري وکړو او د نابلدو خلکوسره د اړتیا پر بنسټ مرسته وکړو.
اوس، دغه کړنې بې له شکه د هغه خلکو لپاره چې تاسو ورسره مرسته کوۍ ښې او مهربانه دي، مګر تاسو به یو عجيب شی هم درک کړۍ؛هغه دا چې خلک به ستاسو سره هم ښه چلند وکړي. یقینا؛ د دې ترڅنګ، تاسو به پخپله په خپل ځان کې یو زیاتیدونکی ډاډ ومومئ، په خپل ځان باور او پوهه چې تاسو یو ښه انسان او یو باوري شخصیت یاستۍ.
دا کوچني ونډې نه دي. دا خورا لویې دي. او د همدې دلیل لپاره – که څه هم ډیر خلک د دې قواعدو له مخې ژوند کوي ددوی لپاره به دا نړۍ تر ټولو ښه استوګنځی وي. زه سپارښتنه کوم چې زرین اصول د خپلو کړنو تمرکز وګرځوۍ، او هڅه وکړئ تر هغه کچې چې تاسو یې کولی شئ ددې له لارې ژوند وکړئ.
زه به ومنم چې د طلایي اصولو په وړاندې پیاوړتیا ،استثنایی او منطقې استدلال شتون لري چې اخیستل کیږي، ورکول کیږي او جلا کیږي. زه د دې اصل په اړه اندیښمن نه یم. حقیقت دا دی چې د ورځې پربنسټ، د اصولو پر بنسټ ژوند کول به تاسو څخه یو ښه شخصیت، او ستاسو ګرد چاپیره خلک به خوشاله وساتي، او داسې یوه ټولنه به رامنځته شي چې په ښه ځای کې ژوند وکړۍ.
دا هم په ذهن کې وساتۍ اوس راځئ چې ستاسو د ورځني ژوند په اوږدو کې د زرینو اصولو لپاره د ځینې عملي لارښوونو په اړه یو نظر وګورو:
1- د خواخوږۍ تمرین: د عاجزۍ له مخې ځان د بل د پښو خاورې وګڼۍ. هرڅوک. مینه وال، همکاران، هغه خلک چې تاسو ېې په لاره ومومۍ. رښتیا هڅه وکړئ چې پوه شئ، تر هغه بریده چې تاسو یې کولی شئ، هغه څه چې دوی ېې خوښوي، دوی څه کوي، او هغه څه چې دوی ېې کوي او ولې ېې کوی.
2- د زړه سوی تمرین: کله چې تاسو یو بل درک کولای او احساسولۍ شۍ چې په هغه څه تیریږي او که غواړۍ چې پوی شۍ چې د هغه کړاو او ځوریدنې ته څنګه د پای ټکی کیږدۍ او کله به تاسې وتوانیږۍ، د یو څه لپاره په یو څه نا څه توګه د مصیبت اسانتیا لپاره یو کوچنی ګام پورته کړۍ، یو حکمت عملي نه کار واخلۍ.
3- ایا تاسو غواړۍ څرنګه چلند درسره وشي؟:!!!! زرین اصول په واقعي توګه دا معنا نلري چې څرنګه تاسې چا سره کوم قسم چلند کوۍ هغوی دی هم کټ مټ هماغه څیر چلند درسره وکړي… دا پدې مانا ده چې مقابل لورۍ باید تصور وکړي چې څرنګه تاسو سره چلند وشي ، او باید وېې کړي. نو کله چې تاسو د چا سره له نیژدې وګورۍ نوله ځانه وپوښتۍ او فکر وکړۍ چې څرنګه باید هغوی سره د وضیعت او حالاتو مطابق چلند وشي جان ایف کینډي یو امریکايي په ۱۹۶۰ میلادي لسیزو کې د سپین او تورو د تبغیض په شخړه کې له سپینو امریکایانو و پوښتل چې څرنګه کولای شي په دې وضیعت کې چې باید د پوستکي د رنګ مطابق خلکو سره چلند وشي او څرنګه د سپین پوستو سره چلند وشي او څرنګه د تور پوستو سره.
4- دوستانه شۍ: کله چې په شک کې وۍ، د دې ټپ ((TAP پیروي وکړئ. دا معمولا خوندي دی چې د نورو په وړاندې دوستانه شئ. البته، داسې حالات هم شته چې خلک نه غواړي د هغوی پر واړندې دې دوستانه عمل وشي، په داسې وخت کې باید حساس واوسۍ. تاسو باید د مناسبې لارې په اوږدو کې دوستانه اړیکې وساتۍ. د حده زیات ورخواږه نشۍ او نه د دوستانه اړیکو د پولې څخه تیر شئ . مګر څوک نه خوښوي چې ودې غوښتل شي او هر کلی ېې وشي؟
5- مرستندویه شئ :ښايي دا زموږ د ټولنې نیمګړتیاوې دي، یقینا ډیری خلک دي چې د مرستي لپاره اړتیاوې لري خو بې برخې دي. زه دوی ته افرین وایم. مګر په ټولیزه توګه د ځان لپاره لیوالتیا ده، میلان ده ، او د نورو خلکو په ستونزو سترګې پټول دي. د نورو اړتیاوو او ستونزو باندې سترګې مه پټوۍ مخکې له دې چې تاسې وپوښتل شئ مرسته وکړۍ.
6- د ترافیک ګڼه ګوڼه کې احترام وساتئ: زموږ د ټولنې بله کمزوري. ډیری وخت مونږ د موټر چلولو په وخت خود غرضه اوسو. موږ نه غواړوچاته د لارې حق ورکړو، مونږ دخلکو لاره نیسو ،ددې سربیره بد رد او ښکنځل کوو. ښایي دا د موټرو یو طرف ته کیدلو لپاره وي موږ په واقعیت کې دومره سپین سترګي باید ونه کړو، ډیری وختونه هڅه وکړئ چې په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې موّدبه اوسۍ.
- نورو ته غوږ ونیسۍ
بله کمزوري: موږ ټول غواړو چې خبرې وکړو، مګر ډیر کم خلک دي چې غوږ نیسي. او بیا هم موږ ټول غواړو چې خبرې مو واوریدل شي. مقابل کس ته وخت ورکړۍ چې خبرې ېې واورۍ نه یوازې د خپل وار په اړه خبرې وکړئ. دا به تاسو سره د نورو په پوهیدلو کې خورا مرسته وکړي.
- د تعصب مخنیوی وکړئ
موږ ټول خپل تعصب لرو، آیا دا د پوستکیو رنګ، کشش، قد، عمر، جنسیت پورې اړه لري او یا کلتوري او فرهنګي، ژبني او قومي … دا د انسان طبیعت دی، فکر وکړۍ. مګر هڅه وکړئ چې هر شخص د یو انفرادي انسان په توګه، د بیلابیلو پس منظرونو، اړتیاو او خوب لید سره دا هڅه وکړۍ چې یو بل کې ننوځې او محبوبیت پیداکړۍ، خپل کردار خایسته کړۍ، توپیري چلند مه کوۍ ،اختلافات او تعصب له منځه یوسئ. لکه څرنګه چې نبي کریم ص په خطبته الوداع کې وفرمایل، چې تور ته په سپین او سپین ته په تور ، عرب ته په عجم او عجم ته په عرب بهتر والی نشته تاسو کې یواځې او یواځې هغه څوک بهتره ده چې تقوا ولري.
- تنقید بند کړئ
موږ ټول علاقه لرو چې په نورو تنقید وکړو، آیا دا هغه خلک دي چې موږ ېې پیژنو او یا هغه خلک چې موږ ېې د تلویزیون په پرده ګورو. په هرصورت، له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ که تاسو وغواړئ د هغه شخص څخه د هغه د وضعیت په اړه تنقید یا نیوکه وکړئ. ځواب تقریبا تل “نه” دی. نو خپل انتقاد بیرته واخلئ، او پر ځای یې د نورو سره په مثبت ډول اړیکه ونیسئ.
- نورخلک مه کنترولوئ
ډیرکم خلک دي چې غواړي په دې ډول کنټرول شي، په ما باور و کړه. نو دا کار مه کوئ. دا یوه ستونزمنه خبره ده، داسې باید ونشي، همداسې نور…. په خاصه توګه دنورو خلکو دحالاتو مطابق قابو کول. خو بیا هم که تاسو د کنترولولو ضد کوۍ نو ځان د نورو خلکو څخه ټیټ وشمیری که چیرې تاسو واک او ازادي غواړۍ نو باور وکړۍ او که نه نو؟ بیا ېې نورو ته ورکړۍ.
- ماشوم اوسئ
کله چې په ماشومانو د لویانو په شان کنترول وساتو او ضد وکړو ، نو په ځینې مواردو کې ، د مثال په ډول. دا اړینه ده چې ته نه غواړې ماشوم دې ځانته ضرر ورسوي، خو زیاتو مواردو کې، داسې نه ده. خپل ځان د هغو څخه وړوکې حساب کړئ، د بیلګې په ډول ته نه خوښوې چې ماشوم دې متضرر شي. داسې انګیرنه وکړئ که چیرې تاسو یو ماشوم وای نو څرنګه برخورد او یا چلند باید تاسې سره شوی وای.
- خپل ځان ته یاداښت ولیږئ
خپل ځان ته د بریښنا لیک له لارې یو یادښت واستوئ خپل ورځني یاداښتونه ولیکۍ (د مثال په توګه ګوګل، جمتري ، موبایل یا memotome.com ۱ وکاروئ که چیرې د زرینو اصولو مطابق خپل ژوند ته دوام ورکړۍ نو هیڅ به مو له یاده نه ووځي.
۱(یو فري ویبپاڼه ده چې یاداښتونه اخلي او بیا تاسې ته د الارم په څیر خبر درکوي)
- خپلې ګوتې نه تار تاوکړئ
یا یوداسې شی یاداشت کړئ چې د ورځې په اوږدو کې له نورو سره د مصروفیت له کبله مو د زرو اصولو تعقیبول له یاده ونه وځي. ښايي د سرورزرو جعلي ګوتمه، غاړه کئ، خال او یا داسې نور شیزونه په نښه ونیسئ.
- پخپل وال باندې ېې نشر کړئ او یا ېې کور پاڼه جوړه کړئ!
زرین اصول خپل یو پوخ منتر جوړ کړۍ او یا یو لوی اشتهار
- دڅپیړې ځواب په سوک مه ورکوئ!
زیاتره وخت مونږ دیته لیواله کیږو چې د بدو په بدل کې بد وکړو. دا طبعي ده. برخلاف مقاومت وکړۍ. طلايي اصول د غچ اخیستلو په اړه ندي. دا د نوورو سره د ښه چلند کولو لپاره دي. سره له دې چې نورخلک څرنګه چلند درسره کوي. دا په دې مانا نه ده چې تاسو دخلکو بوټ پاکي وکړۍ؟ نا…. البته تاسو باید د ښه چلند پلوي وکړۍ.
مګر تاسو کولی شئ په هغه طریقه چې تاسې اوس هم د نورو سره ښه چلند وکړئ نو بیرته مه شاته کیږۍ یواځې ددی خاطر ګوندې چې دوی لومړی تاسو سره ناوړه چلند کړی دی. دا به ستاسو لپاره خورا ستونزمنه وي خو الله په یاد ولرئ .
- بدلون راولئ!
د ګاندي دا خبره خورا مشهوره ده چې وې ویل چې هغه بدلون وي چې موږ ېې غواړو په نړۍ کې وګورو. ښه ده، خو ډیری وخت په ډیر لوی او کوچني مهارت سره مونږ د لویو بدلونونو لپاره دغه شعارونه زمزمه کوو لکه غربت، تعصب او تاوتریخوالی، دا هغه تعاملات دي چې مونږ ېې د خلکو په مینځ کې راولو. ایا تاسو غواړئ چې د خلکو سره د مهربانۍ او خواخوږی له مخې برخورد وکړئ؟ نو بس له ځانه ېې پیل کړئ کم تر کمه تاسې خو به بدلون ومومۍ که نوره نړئ نه بدلیږي.
- درک کړئ چې په ځان کې څنګه احساس کوئ.
پاملرنه وکړۍ چې ستاسو فعالیتونه په نورو خلکو څنګه اغیزه کوي، په ځانګړې توګه کله چې تاسو د چا سره د مهربانئ، درناوي،خواخوږئ، باور،او له مینې سره چلند پیل کوئ. خو له دې سره سره په خپل ځان کې بدلون هم درک کړئ. ایا تاسو د خپل ځان په اړه ښه احساس کوئ؟ خوشاله؟ خوندي؟ زیات باور په نورو باندې کول، ایا اوس تاسې پخپل ځان باور کوئ؟ دا بدلونونه دي چې سوکه سوکه او په کمه اندازه زیاتیږي، خو که تاسو پاملرنه وکړئ نو تاسو به یې ووینۍ.
- دعا ولولئ!
زرین اصول خپله یو دعا لري! چې دیته منصوب شوی ده. کوم چې په ورځ کې یو ځل لوستل ډیر ارزښت لري. چې دا لاندې کرښې په کې شاملې دي. خدایه داسې بریا زما مه په نصیب کوې چې ما او یا زما مخالف ته زیان رسوونکي وي. کاش هغه دوستان چې یو بل لپاره دي زه ېې سره پخلا او یو ځای کړم. تر هغه بریده چې زه کولی شم د نورو اړتیاوې پوره کړم. خدایه تر خپلې وسې پورې هغه ملګري چې اړتیاوې لري زه ورسره مرسته وکړای شم. خدایه نه غواړم چې هیڅکله د ملګرو سره د ستونزو په مرسته کولو کې پاتې راشم.