ولې ځینې میرمنې تل ستړې وي؟ لاملونه او حل لارې يې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
 په ښځو کې د اصلي او عامې ستړیا لاملونه 
ځېنې مېرمنې سره له دې چې کافي خوب او استراحت کوي مګر تل ستړې وي چې دا ډول ستړیا، کېدای شي د سلامتیا لپاره د یوې ستونزې پېښېدل وي. په دې مطلب کې تاسې سره د دې مبهمو ستړیاوو په اړه معلومات درکوو، که تاسې له دې ډلې مېرمنو څخه یئ له مونږ سره اوسئ تر څو د دې ستونزې ريښې وپېژنئ.
په مېرمنو کې دایمي ستړیا د هغوی د ژوند سبک او بدني فعالیتونو پورې تړاو لري.
د مداومې ستړیا دلیل ممکن د اوسپنې، فولیک اسید یا وېټامين B12 کمښت او مزمنې ناروغۍ لکه د بډوډو نارامي وي. دلته ځينې ستونزې چې په اړه یې باید پوه شئ، راوړل شوي، چې عبارت دي له:
د کافيين زیات مصرف
تل د قهوې او په ټولیز ډول کافیین لرونکو څښاکونو مصرف د ستړیا د له منځه وړلو لامل نه ګرځي ممکن په ډېری مواردو کې بر عکس وي او د ستړیا سبب شي. نو لازمه ده هغه مېرمنې چې له دې ډول څښاک څخه ګټه اخلي او تل ستړې وي غوره ده له ککاو، چای او ځينو نورو کافیین لرونکو درملو ګټه واخلي.
آلرژي لرونکي خواړه
د ځينو خوړو مصرف د ستړیا سبب ګرځي چې آلرژي زېږونکي خواړه له دې ډلې دي، نښه یې د دې ډول خوړلو څخه وروسته آسوېلي ايستل دي.
که تاسې تل د ستړیا احساس کوئ وړاندېز کوو چې د دې خوړو په لرې کولو سره مو ستړیا کمه کړئ.
د تایراید غدې د کم فعالیت له امله ستړیا
د تایراید غده د ستونې مخکني طرف ته شتون لري او هغه هورمونونه چې د بدن میتابوليزم کنترولوي ترشح کوي. د دې هورمون له حده زیات ترشح کېدل د دې غدې ډېر فعالیت او کمه ترشح یې د دې غدې کم فعالیت ښيي. د کم فعالیت له امله یې: خفګان، ټنبلي او کم خوځښتي، د سر او مخ پړسوب او د یخنۍ احساس حتی په  ګرمه هوا کې، سست حرکات، قبضبت، ورو خبرې کول، د زړه کم ضربان، بې حوصلېتوب، ضعف او ستړیا احساس او خوب ته تمایل یادولای شو. کولای شئ ډاکټر ته په ورتګ او د سبو او مېوې څخه په ګټه اخېستنې ستړیا له ځانه لرې کړئ.
کم خوني
د دایمي ستړیا له اصلي علتونو څخه د هېموګلوبین او وینې کمښت دي ځکه هېموګلوبین دنده له سږو د بدن نورو برخو ته د اکسیجن رسول دي که چېرې اکسیجن ونه رسېږي بدن د ستړیا احساس کوي. همدارنګه د وینې کمښت کولای شي د اوسپنې یا وېټامین کموالي، د وینې کموالی، داخلي خونرېزي یا یوه مزمنه ناروغي لکه آرترېت روماتویید، سرطان یا د بډوډو نا سم فعالیت سبب شي. مګر تر ټولو عمده لامل یې په ښځو کې د میاشتنۍ ناروغۍ او له ولادت وروسته شدیده خونرېزي ده، چې لامل یې فېبرویید تومورونه او رحمي پولېپونه دي. د وېنې له آزموینې وروسته ښه ده چې د اوسپنې د تابلیت تر څنګ، اوسپنه لرونکي خواړه لکه کرم، سره غوښه هم مصرف کړي تر څو کمخوني او ستړیا له منځه لاړه شي.
د ادراري سیستم مېکروبونه
په ښځو کې د ستړیا یو لامل د اطراحي سیستم منتن کېدل دي. دا مېکروبونه معمولا د څاڅکې، څاڅکې ادرار یا سوزاک په ډول ښکاري او یواځنۍ لاره یې د ادرارو آزموینه ده. د ادراري سیستم درمل معمولا انتي بیوتیک دي، د دې مېکروبونو درملنې سره ستړیا هم له منځه ځي.
نفس تنګي د دایمي ستړیا یو لامل دی
نفس تنګي یو له هغو عواملو دی چې د خوب د اختلال سبب ګرځي او د دې لامل کېږي چې تاسې څو ځلي له خوبه راويښ شئ او له خوبه وروسته ستړي وئ ځکه د شپې په جریان کې مو منظم خوب نه درلود.
سګرت څښل او چاغوالی یو له هغو مواردو دي چې د نفس تنګۍ لامل کېږي او شپني خوب لپاره د اختلال سبب ګرځي، نو غوره ده دا کسان خپل وزن کم او سګرت پرېږدي. همدارنګه د داسې یو مشکل سره تر مخامخ کېدو سره سم باید ډاکټر ته مراجعه وشي ځکه نه پاملرنه یې د زړه د حملې سبب ګرځي.
د زړه ناروغۍ
ځينې وختونه د سپکو فعالیتونو لکه جارو کول، د ستړیا احساس د زړه ناروغیو له امله وي. که درک مو کړل چې د سپکو کارونو تر سره کولو وروسته ستړي کېږئ اړینه ده د زړه ناروغیو اړوند ډاکټر ته ځان ورسوئ تر څو د درملو په تجويز سره ستونزه حل شي او دا د زړه د ناروغیو په لرې کېدو سره دویم ځلي انرژي ترلاسه کړئ.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.