په دې ساده لارو مو وجود کې انګیزه پیدا کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: شریف ځاځی
لومړی باید انګېزه په عامو ټکو وپېژندل شي. انګېره؛ یوه ځانګړې خوځښتي قوه ده، چې انسان ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې د حرکت ورکوونکي دوست په توګه قوت او حرکت ورکوي تر څو هغه انسان وشی کړای په ژوند کې خپلو موخو ته په ښو پایلو ورسېږي.
ترڅنګ یې باید وویل شي، انګيره د استعداد په څېر هر انسان کې نه وي په ځینو کې ډېره قوي،په ځینو کې لږه او په ځینو کې هېڅ نشته،چې نن ورځ ناکامه خلک هغه دي، چې انګېزه او خوځښت نه لري، ولې استعداد هر انسان لري که په ځان کې یې پیدا کړي.
انسان که خپل پیداېښت ته وګوري، چې زما شتون دلته څه معنا لري ددغه سوال په ځوابولو کې بیلابیلو مسایلو کې ښکېل کېږي خو ښکېلېدل ورته ګټور دي لومړی دا چې زه د اسلام احکامو مراعاتولو ترڅنګ باید ښه ژوند هم ولرم دلته انسان کوښښ کوي ترڅو یو څه وکړي د ژوند سختیو سره مقابله پیلوي، هر څه ورته ورځ تربلې عادي کېږي ترڅو خپلۍ موخې ته ورسېږي.
څو نور ټکي:
ځوانۍ کې د پېسو مینه او پاملرنه ورته مه کوئ
په ډېریو ځوانانو کې انګېزه د امکاناتو په نه درلودو کې پیدا کېږي هر هغه ځوان، چې د ژوند ضرورتونو ته لاسرسي نه لري کوښښ کوي ځان ورته ورسوي او هغه ډله ځوانان، چې په ژوند کې د پلار، وروره او نیکه څه ورته پاتي دي هغه ډېری یې بې خوځښته ځوانان او خلک دي.
مثبت ځوان واوسئ
افغاني ټولنه په بېلابېلو کلتورونو پوښل شوې دلته انسان هم له نورو هیوادو انسانانو توپیر لري ددغه انسانانو کړنې د نورو انسانانو د اصلیت په معنا ونه ګڼي، انسان که ځان ته ژوند کوي باید د بل انسان په درد هم مرهم شي، لږ تر لږه ځان داسې عادت کړي، چې ورځې یوه وړه ښېګڼه انسان ته ورسوي هغه پخواني خلک وايي، چې غر که هر څومره لوړ ده خو لاره ورته شته په دغه نړۍ کې چې هر څه شتون لري د امکان او حل لاره لري هغه کومه پرېښته ورته نه راځي همدا انسان دی، چې ترسره کوي یې. ددې نړۍ هر څه د یوه انسان په خوځښت منځ ته راغلي، د انسان له پیدایښته هرڅه نه دي جوړ!!!
ځان ته یوه خپل فکره دنیاګۍ جوړه کړئ
دلته هر انسان ځانته یوه دنیاګۍ لري، زه چې کله په خپلو کارونو کې بوخت وم هغه ماته یوه خاصه دنیاګۍ ده دلته دنیاکۍ ډېرې معناوې لري یوه معنا یې همدا چې د خپل ځان مطابق او د مینې سره مو ورته مشغولتا پیدا کړئ، دا مو نوره هم هڅوي، ورځ تر بلې مینه درکوي او تاسې یو خوځښتي یا متحرک، مئین، هڅاند او مشغول جوړوي، په دغه دنیا کې به له دې فکري او ښایسته دنیا نوره څه وي؟
په ټولنه کې ځانونه ځانګړي کړئ
کوښښ مه کوئ جې په کالیو، موټرو او ورته ظاهري کارونو ځان ټولنه کې ځانګړی کړئ! په یوې وړې خندا، د یوه په اعتماد لوړ کس ته ورته مزل کول، په ټولنه کې بېلابېلې اړیکې، مقابل لورو سره ښه روغبړ او تل په دقت سره ټولو ګډو کارونو کې ونډه اخېستل دا هغه موارد دي، چې نه پرې پېسې مصرفېږي او نه ډېر وخت، یادې کړنې مو هڅوي او ستاسو باطني خوځښتي قوه نوره هم پیاوړۍ قوي…
نویو شیانو په اړه فکر وکړئ
د انسان په فطرت کې دا انګېزه موجوده ده کله چې نويو مواردو په اړه فکر وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي دا حالت انسان ته خوښي ورکوي او همدا خوښي په ځان باوري قوه نوره هم پیاوړۍ کوي او کله چې د قوت احساس پیدا کړي همدا قوت د انسان په باطني غړو مستقیم اغیز کوي او هلته د انسان په انګېزه هم اغیز لرلی شي، همدا ده چې انسان د نویو مواردو په اړه فکر کوي پایله کې یې یو هڅاند، متحرک، معلومات درلودونکی او انګېزه درلودونکی انسان ثابتیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.