ژباړه: شمسالدین شمس
ځان پيژندنه د ټولو انسانانو لپاره يو لړ ځانګړي اصول دي چې په بيلابيلو وختونو کې انسان ته د مخکې تګ انګيزه ورکوي. انسانان غالبا په دې فکر کې وي چې د ځان په اړه پوره معلومات لري؛ مګر کله چې له دوی څخه د ژوند، ځان او ژوند د موخو په هکله وپوښتل شي نو د ځان په هکله هم مناسب ځواب نه شي ويلې او ګونګ سونګ شي. د انسانانو غوښتنې، اړتياوې، احساسات او نور ډير څه د ژوند په اوږدو کې يو له بل سره توپير لري او دا توپيرونه د خلکو د پرمختګ او برياليتوب سبب ګرځي؛ ښه نو څه ډول کولای شو چې ژوند په برياليتوب سره مخته يوسو په دې ليکنه کې د ځان پيژندنې په لارو چارو خبرې کوو:
ځان پيژندنه:
د ښه ژوند لپاره د لارو چارو لټول دي، ځکه ټول انسانان د برياليتوبونو او نيکمرغۍ په لټه کې دي خو ځان پيژندنه له دوی سره مرسته کوي چې په خپلو موخو او اړتياوو پسې په هغه ډول ولاړ شي څه ډول چې ورته لازمه ده. د ځان پيژندل خپله برياوې او ناکامۍ، علايق او ويره، غوښتنې او هيلې په سم ډول پيژندلو ته وايي او ځان پيژندنه له موږ سره مرسته کوي چې خپل سالم او ناسالم خويونه وپيژنو او د اصلاح لپاره يې لاس په کار شو په دې سره بيا موږ کولای شو چې په ژوند کې د ځينو مهمو او حياتي پريکړو په نيولو کې عاقلانه تصميم ونيسو. ځان پيژندنه د ژوند بنسټ دی. له ځان پيژندنې سره موږ کولای شو چې خپل کورني او ټولنيز حالت ته بدلون ورکړو او دا هغه وخت شونې ده کله چې موږ ځير شو چې زموږ کړنې او عواطف تر کومه حده زموږ له هيلو او غوښتنو سره تړاو لري.
د ځان پيژندنې پر لور مزل:
ځينې مهمې لارې چارې شته چې چې پر مټ يې ځان پيژندلی شئ. په نوبت سره به په هر يوې خبرې وکړو:
غوښتنې: فکر وکړئ هر هغه څه چې ستاسې پام د ځان پر لور وراړوي بابيزه مه ګڼئ ځکه خلک په هغه څه کې پرمختګ کولای شي څه چې يې روح او روان غواړي، نو څومره چې تاسې خپلې غوښتنې او اړتياوې جوتوئ په هماغه اندازه به په چارو او زده کړو کې بريا ترلاسه کوئ.
ارزښتونه: د ارزښتونو واضحه کول کولای شي له موږ سره په پريکړو کې مرسته کوي او د پرمختګ هيلې مو په ذهن کې را زرغونوي چې دا بيا ددې لارې د ستونزو په مقابل زغم راښيي او خپلو موخو او اهدافو ته مو رسوي. کله چې له خپلو ذاتي ځانګړنو سره بلد شوئ د خپلو ټاکنو پر لور د حرکت انګيزه درسره پيدا کيږي که مو خپل خوی و خواص وپيژندل په ډيرې اسانی سره خپلې قوي نقطې زياتولی او ددې وړتياوو په مټ ځان برياليتوبونو ته رسولې شئ، ځکه هيڅ څوک له پيله پوره نه وي، همداراز موږ د نورو عيبونه رابرسيره کوو خو په خپلو عيبونو پرده اچوو، ځان پيژندنه له موږ سره مرسته کوي چې خپلې نيمګړتياوې وپيژنو او د حل لپاره يې لاس په کار شو.
د اهدافو ټاکل: ځان پيژندنه له تاسو سره مرسته کوي چې موخې مو د باورونو پر مټ په سم ډول وڅيړئ او د قوت او ضعف نقطې مو په سم ډول مطالعه کړئ تر څو خپلو واقعي اهدافو ته ورسئ.