ژباړه: عطا محمد میاخېل
په نفس د اعتماد لرل یا نه لرل، کابو زموږ په ټول ژوند باندې ژورې اغېزې ښندي. سربېره پر دې په نفس باندې اعتماد یوه له مهمو وسیلو څخه ده، چې له موږ سره مرسته کوي، ترڅو په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږو. ساده او آسانه تګلارې، چې زده کول یې په حیرانونکو پایلو باندې به پای ته ورسېږي، لاندې ولولئ:
۱ ـــ خپل ځان وارزوئ
تر ټولو لومړی ګام، د دې موضوع را برسېره کول دي، چې په نفس باندې څومره اعتماد لرئ. په نفس باندې د اعتماد د سنجولو له پاره د روزنبرګ د ارزونې مقیاس کولای شي، په تاسو کې په نفس باندې د اعتماد د کچې د ارزونې لپاره یو چټک ګام وي، چې د څو لسیزو لپاره د څېړونکو له خوا ترې ګټه اخیستل کېږي، دا ازمېښت په بشپړه توګه پوره نه دی، خو کولای شي، په خپل نفس باندې د اعتماد د کچې په اړه تاسو ته یوه بشپړه آیډیا درکړي.
۲ ـــ سم کېنئ
علمي څېړنو څرګنده کړې، هغه حالت، چې تاسو خپل بدن لېږدوئ، کولای شي، په نفس باندې ستاسو د اعتماد په کچه باندې اغېزه ولري. یوه څېړنه، چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ترسره شوه او د اروپا د ټولنیزې ارواپوهنې په نامه مجله کې خپره شوه، د دې نظر څرګندونه یې کوله، هغه کسان، چې په خپل مسلکي ژوند کې د لوړې ارزونې له ښودلو سره لېوالتیا لري، د کوږ او ناسم ناستي پرځای سم ناستی غوره ګڼي.
۳ ـــ د خپلو کارونو لپاره لړ لیک جوړ کړئ
دا موضوع د دې سبب ګرځي، چې کوم څه هېر نه کړئ. کله چې په ژوند کې موږ یوازې په خپلو منفي صفتونو او خپلو ماتو باندې تمرکز کوو، نو د هغو ټولو سترو کارونو را په یادول، چې ترسره کړي مو دي، ستونزمن کېږي، د کوچینو کارونو یو لېست یا هر هغه کار چې په ترسره کولو یې ویاړئ، جوړ او په یوه خوندي او مهم ځای کې یې وساتئ، دا لېست هغه مهال چې په خپلو وړتیاوو باندې شک کوئ، نو د خپلو وړتیاوو د کچې معلومولو لپاره به یوه ښه یادونه وي، په دې لېست باندې د کوم څه د ورزیاتولو لپاره، لا ډېره هڅه وکړئ.
۴ ـــ خلاق اوسئ
تاسو اړ نه یاست، چې د ګیتار د غږولو لپاره ( جیمي هندریکس ) یا د نقاشۍ لپاره ( پابلو پیکاسو ) واوسئ. دا موضوع، چې خلاقانه کارونه، په ماشومانو او لویانو کې په نفس باندې اعتماد د ډېرښت سبب ګرځي، د وخت په اوږدو کې څو ځله ثابت شوي دي. له ویده کېدو څخه مخکې د ورځنیو کارونو لیکل، په اوونۍ کې د څو دقیقو لپاره خلاقانه کارونه ترسره کول، کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو په نفس باندې مو اعتماد زیات شي.
۵ ـــ له نورو سره یوځای شئ
علمي څېړنو څرګنده کړې، چې په انسان کې په نفس باندې د اعتماد کچه، نه یوازې د یوه فرد په توګه د هغه په فردي کارونو پورې تړلې ده، بلکې له خپلې شاوخوا نړۍ سره د هغه د اړیکې له څرنګوالي سره تړاو لري، څېړنو دغه راز څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې په ټولنیزو فعالیتونو، لکه: ادبي غونډو او یا ورزشي لوبډلو کې ګډون کوي، له منځنۍ کچې څخه په نفس باندې د لوړ اعتماد خاوندان دي. د خلکو له یوې بلې ډلې سره پېژندګلوي او له هغوی سره یو ځای کېدل، په بشپړه توګه په نفس باندې د اعتماد یو پیاوړی کوونکی لامل دی.
۶ ـــ خپل خوب ځای منظم کړئ
له ویښېدو څخه وروسته د خوب ځای د منظمولو لپاره، یوه یا دوه دقیقې وخت ځانګړی کول، کولای شي په نفس باندې د اعتماد په رامنځته کېدو کې ژوره او حیرانوونکې اغېزه وکړي، دا کار د یوې ښې ورځې لپاره، یو ښه او مناسب پیل دی، چې د انسان له ارزښتمن اوسېدلو او د وروسته ترسره کېدونکو کارونو سره ډېره زیاته مرسته کوي.
۷ ـــ په خپلې ورځې باندې یوه اندازه ورزش ورزیات کړئ
که چېرې تاسو د خپل ځان له پاره یو منظم ورزشي پروګرام لرئ، چې غوره دی! خو آیا غواړئ، چې له دې موضوع څخه په خپل نفس باندې لا زیات اعتماد تر لاسه کړئ؟ نو خپل ورزشي تمرینونه حتا د څو نورو دقیقو لپاره پراخ کړئ. د څو ورزشي حرکتونو زیاتول، یا د څو نورو دقیقو له پاره متحرک اوسېدل، کولای شي، ستاسو په نفس باندې د اعتماد له ډېرښت سره بېدرېغه مرسته وکړي. په دې صورت کې د څو اضافه کالوریو سوځول، نه شي کولای، چې تاسو ته زیان ورسوي.
۸ ـــ له خپلو دوستانو څخه پوښتنه وکړئ
کله وخت د هغه لوړ کیفیت په یاد راوړل، چې خپله یې لرو، ستونزمن کار دی، خو زموږ ملګري او دوستان په بشپړه توګه موږ ته متوجه دي، که چېرې ستاسو لپاره ستونزمنه وي، چې د ځان په اړه کوم ښه څیز ووایئ، نو له خپلو شاوخوا خلکو څخه پوښتنه وکړئ، چې ستاسو په اړه څه فکر کوي.
۹ ـــ له کوچنیو کارونو څخه یې پیل کړئ
حتا تر ټولو کوچني کارونه، لکه: د هغه لیده کاته په اړه نوی پروګرام جوړول چې له منځه مو وړی و، د خپل موټر د څوکیو پاکول، له یوه پخواني ملګري سره د لیده کاته په اړه د پروګرام جوړول، کولای شي، ستاسو په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت سبب شي. یو ساده عادت، چې په ډېرې هوساینې سره د کنټرول وړ وي، په پام کې ونیسئ، لکه، د غاښونو برس کولو او پاکولو ته ډېر وخت ورکول، د ورځې په اوږدو یوه اندازه زیاتې اوبه څښل. دا عادتونه که هرڅومره آسانه او ساده وي، نو غوره ده. له کوچنیو کارونو او عادتونو څخه یې پیل کړئ او سترو عادتونو او کارونو ته لار هواره کړئ.
۱۰ ـــ له بېځایه خبرو کولو څخه ډډه وکړئ
د ناکامه ودونو په اړه غیبت کول او یا دا چې ګاونډی مو د خپل نوي موټر په وینځلو او پاکولو باندې څومره وخت نیسي، نه شي کولی چې ډېر ښه وي، خو د نورو په اړه مثبتې خبرې کول څنګه؟ څېړونکو موندلې، چې د نورو په اړه مثبتې خبرې کول، د ویونکي په نفس باندې د اعتماد په ډېرښت باندې ښه اغېزه کوي، نو له دې امله هرڅومره چې کولای شئ، خپلو دوستانو او ملګرو ته د نورو د مثبتو ټکو په اړه خبرې وکړئ.