څېړونکي؛ د شات د مچیو زهر سرطاني حجرې وژني

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه

د شاتو د مچیو په زهرو کې د “ملیتین” (mellitin) په نامه ماده شتون لري، چې سرطاني حجرې د یو ساعت څخه په کمه موده کې له منځه وړي. دا کشف کېدای د سینې د سرطان لپاره د درملنې سبب شي.
د مچۍ نېښ د زهرو سره حساسیت لروونکو کسانو کې وژونکي تمامېدای شي. خو په اسټرالیا کې د هري پرکینز څېړنیزې موسسې ازمايښت ترسره کړ، چې دا زهر د انسان ژوند ژغورلای شي.
څېړونکو د مچۍ زهر د سرطان هغو حجرو ته چې وده یې کړې وه، زرق کړل او د یوه ساعت په ترڅ کې، ټولې سرطاني حجرې له منځه لاړې.
کله چې څېړونکو ازمایښت په موږکانو تر سره کړ، ورته پایله یې لرله.
د مچیو د زهرو فعاله ماده “ملیتین” په بېلابېلو طریقو په سرطاني حجرو برید کوي. لومړی د حجرو په شاوخواکې کې سوري جوړوي او ډېری حجرې په همدغه وخت کې له منځه ځي، وروسته حجرې ته دنننه کېږي او ځانګړي کیمیاوي زېګنالونه ګډوډوي، چې په پایله کې د حجرو د وېش مخنیوی کېږي.
دې کشف یو ځل بیا د انسان د بقا او پايښت لپاره د شاتو د مچیو ارزښت ثابت کړ.