تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله اماراتو ته روانه شوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

نن د یکشنبې په ورځ تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله په اسیا جام کي د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه، چي تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ په اسیا جام کي به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې پنجشنبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، د لوبغاړو خدای پامانۍ په مراسمو کي د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وویل، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله راتلونکي کې مهمې سیالۍ لري او د دواړو ټورنمنټونو لپاره په کابل او ننګرهار کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپونه جوړ شوي وو چې د لوبغاړو پر ډګر ساتنه، توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت یې پوره کار شوی دی.

ښاغلي اشرف وویل، ټولو لوبغاړو یو ـ یو ازموینه ورکړې ده او هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې دغه په دغه ازموینه کې بریالي شوي وو او په وینا یې: (( له اوسنۍ لوبډلې هم کرکټ بورډ او هم ولس لوړې هیلې لري او تمه ده چې دغه لوبډله به په دواړو جامونو کې ښې سیالۍ وکړي. دا ځل د کرکټ بورډ په نوښت لوبغاړو ته ځانګړې جایزې هم په پام کې نیول شوي دي. هغه لوبغاړي چې سلیزه ووهي، په یوه لوبه کې پنځه ویکټې واخلي او ښې لوبې وکړي د کرکټ بورډ له  لوري به ځانګړې جایزې ورکول کېږي.))

همدا راز اعلامیه کې راغلې، چي د کرکټ بورد اجرائیوي رئیس نصیب‌خان په خپلو خبرو کې راتلونکې اسیا جام او راتلونکې نړیوال جام کې افغان لوبډلې ته د ښه ځلېدو هیله کړې.

 

https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/pcb.3094610977460146/3094609660793611/?__cft__[0]=AZXQuP7bDjY1AKcQ6bYY9iu7cNx5Q1jlcJuj4UuF1NojcGYM95ZfLXx1GdvCHGyYw4OPA_YYzEiAUDUntwfkhzQrGYf8InEHEjIBNA-MTD_LKZeIy6YGcQog9hBs2gezpb5rfjQ_ZdmPzTvee7L_aWRA&__tn__=*bH-R

 

 

اسیا جام او پکې تر ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبډلې سیالۍ

 

تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ په دې اسیا جام کې د افغانستان په ګډون اته هیوادونه، بنګله‌دېش، سریلانکا، هندوستان، پاکستان، کویټ، متحده عربي امارات او نیپال شتون لري، چې کویټ، متحده عربي اماراتو او نیپال له غوراوي سیالیو دې پړاو ته لاره پیداکړې ده.

افغان لوبډله د اسیا جام په الف ګروپ کې له پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو سره شتون لري، چې خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ سهار ۹:۳۰ بجې د پاکستان پروړاندې ترسره کړې.

دویمه لوبه د شنبې په ورځ سهار پر ۹:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو سره او درېیمه لوبه بیا د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ له هندوستان سره ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو اسیاجام وروسته افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او هلته به د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.