کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

وايي:
«ځينې خلک داسې دي، لکه کم اصل/بې کيفيته توکي، ډېر ژر خپل خوند او رنګ بدلوي.»
که دغسي بې کيفيته، کم اصل، بې ننګه، بې ايمانه، څو مخي، څو ژبي او د لستوڼو ماران له ژونده وباسو او له ذهنه یې ليرې کړو؛ باور وکړئ، ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي.
روحاً او جسماً به هوسا شو.
ځينې په نوم اخيستلو څه چې، په دې هم نه ارزي، چي نوم یې واورو.
دغسې کسان يو بوج او بار وي، چي راسره دي.
که غواړئ، چي ژوند وپېژنئ او ژوند وکړئ، ځينې هېر کړئ، له زړه او ذهنه دا بوج او بار ليرې وغورځوئ!
يوه شېبه ېې هم په اړه فکر مه کوئ!
هيڅ مخلوق په هيڅ نه ارزي.
له دغسي کسانو لار واړوئ!
ځان او زړه ترې راټول کړئ!
کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!
لاس ترې واخلئ!
چي ښه شئ، هوسا شئ!
او ژوند ته وزګار شئ!

“که خېر و، ورو ورو به ښه کېږم
ما له کم اصله ياره واخيستل لاسونـه”
ـــــــــــــــــــــ
ــــ پر اور مزل
ـــ زهير سپېڅلی

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.