ولې ښځینه د تخمدانونو په سنډروم اخته او میاشتنی عادت یې ستونزو سره مخ کېږي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
تخمدانونه کوچنۍ کڅوړې لري چې له مایع ډکې شوي، دا کڅوړې د فولیکل په نامه یادېږي.
کله چې تخمه وده کوي، نو فولیکل چوي، تخمه ازادېږي او د تخمدان د ټیوب او رحم په لوري حرکت کوي. دا چاره د تخمې تولید نومېږي.
د تخمدانونو په سنډروم اخته مېرمنو ”پولې سیسټیک“
تخمدانونه د تخمې د ودې لپاره د اړتیا وړ هورمونونه نه افرازوي. فولیکل وده کوي او مایع تولیدوي، خو تخمه نه پخېږي.
په بدل کې یې، دغه فولیکلونو څخه د سیست/ کیست په بڼه پاتې کېږي. تخمه نه پخېږي او د پروجسترون هورمون نه تولیدېږي.
د ښځو میاشتنی عادت د پروجسترون پرته منظم نه وي او یا ممکن چې میاشتنی عادت اصلا رامنځته نشي.
د تخمدانونو سربېره، د دغو ښځینه وو په بدن د نارینه هورمون زیاتېږي او د تخمې د پخېدو مخنیوی کوي.