هوږه؛ ګټه او زیانونه یې

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه

هوږه د لرغوني طب له نظره ګرمه او وچه ده.
۱ – هوږه باد ماتوونکې او د میکروب ضد ده.
۲ – د هوږې خوړل د ناروغیو پر وړاندې د بدن مصونیت لوړوي.
۳ – هوږه چینجي وژني.
۴ – هوږه محرکه او تقویه کوونکې ده.
۵ – د ستوني درد لپاره کولای شئ یو دانه هوږه میده او یوه قاشغه د لیمو اوبه ورسره ګډې کړئ وروسته یې وخورئ. که دا کړنه څو ځلي تکرار کړئ د ستوني درد لپاره ګټوره ده. هوږه د زکام لپاره ښه درمل دي.
۶ – هوږه د سل/ توبرکلوز ناروغۍ په درملنه کې ښه اغېز لري.
۷ – هوږه وینه نرۍ کوي.
۸ – هوږه د ساهلنډۍ/ استما لپاره ګټه لري.
۹ – څرنګه چې هوږه وچه او ګرمه ده، نو د معدې رطوبت او د بندونو دردونه له منځه وړي.
۱۰ – هوږه د بندونو د درد، سیاتیک او نقرس درملنه ده.
۱۱ – هوږه په سوړ مزاجه وګړو کې د جنسي ځواک او سپرمو زیاتونکې ده.
۱۲ – هغوی چې څاڅکی څاڅکی ادرار کوي باید هوږه وخوري، چې د ناروغۍ درملنه یې وشي.
۱۳ – هوږه د سږو او معدې ټپونه رغوي.
۱۴ – هوږه د بډوډو تیږې ماتوي.
۱۵ – هوږه د زنکۍ/ زيرې سره پخه کړئ، ځکه د غاښونو د پیاوړي کولو لپاره ګټه لري.
۱۶ – په غاښ د پخې شوې هوږې مښل د غاښ درد اراموي.
۱۷ – د پښو د میخونو/ زخو د له منځه وړلو لپاره د هوږې له ځوښې ګټه واخلئ.
۱۸ – د عصبي او روماتیزمو دردونو لپاره هوږه ګټوره ده.
۱۹ – د ناروغۍ پر وخت د تنفسي سیسټم پاکولو لپاره باید د هوږې له شربت ګټه واخیستل شي:
۱۰۰ ګرامه هوږه ۲۰۰ ملي لیټره اوبو او ۲۰۰ ګرامه بورې سره ګډ او جوش کړئ چې حل شي. د ورځې درې وړې قاشغې باید وخوړل شي.
۲۰ – هوږه د وینې د پړن کېدو مخنیوی کوي.
۲۱ – د هوږې خوړل سرطاني حجرې له منځه وړي.
۲۲ – امریکايي څېړونکو د فلوریدا پوهنتون کې د ايډز ناروغۍ په اړه څېړنه کې ویلي چې هوږه پر ایډز ناروغۍ مثبت اغېز ښندي.
د دې ناروغۍ لپاره هره ورځ ۳۰ ګرامه هوږه په ورځ کې اړینه ده.
جالبه ده چې ممکن په لومړیو کې د هوږې د مصرف سره د ویني کلسټرول لوړ شي او دا په دې مانا چې د انساجو کلسټرول بهر او ویني ته داخلېږي، چې دفع شي وروسته کلسټرول نارمل حالت ته راځي او د ثابت ساتلو لپاره یې د ورځې نیمه دانه خامه هوږه مصرف کړئ.
۲۳ – د هوږې خوړل د هاضمې جهاز له سرطان مخنیوی کوي.
چینایان د پېړیو راهیسې د فشار ټيټولو لپاره له هوږې کار اخلي.

د هوږې زیانونه؛

هوږه د خپلو بېسارو ګټو سره باید په مناسبه اندازه مصرف شي؛ ځکه زیاته کارونه یې په ځينو خلکو کې د سردرد، جنسي کمزورۍ، د سترګو کمزوري او بواسیر سبب کېږي. په نس ناستې ناروغۍ کې تاوان لري.
کمزورې معدې لرونکي او هغوی چې ضعیف هضمي سیسټم لري، باید د هوږې له خوړلو ډډه وکړي.
قبضیت کې باید هوږه ونه خوړل شي او د ضررونو لېرې کولو لپاره باید د مالګې په اوبو کې پخه او د لږ اندازه بادامو غوړو سره ګډ شي.

او هره ورځ خوړل یې لاندې ګټې لري؛

۱ – د تنفسي انتاناتو له منځه وړل
۲- د معدې زخم/ ټپ درملنه
۳ – د سږو درد ارامول
۴ – د ټوخي له منځه وړل
۵ – د رېزش او زکام درملنه
۶ – د بډوډو تیږي له منځه وړل
۷ – د وینې لوړ فشار درملنه
۸ – د وینې غوړ او کلسټرول درملنه