نړیوال جام کې د افغانستان لوبې، وختونه او لوبغالي یې!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام چې تېره اونۍ پيل شو، نن یې رسماً د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلیږي.

د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ته افغانستان، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، انګلستان، او سویلي افریقا هیوادونو وار له مخې لاره پیداکړې وه، خو له لومړي پړاو څخه سوپر ۱۲ پړاو ته سکاټلینډ، نمیبیا، بنګله‌دېش او سریلانکا هیوادوننو لاره پیداکړه.

 

۱ـ افغانستان د سکاټلینډ پر وړاندې

 

د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه«راتلونکې دوشنبه» ترسره کوي.

دا لوبه چي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، ماښام ۶:۳۰ بجې به پيل سي.

 

۲ـ افغانستان د پاکستان پر وړاندې

 

د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کوي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو کې په دوبۍ لوبغالي کې کیږي، ماښام ۶:۳۰ بجې به پيل شي.

 

۳ـ افغانستان د نمیبیا پر وړاندې

 

د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله درېیمه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د نمیبیا پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره کیږي، د ماپښین په ۲:۳۰ بجو به پيل شي.

 

۴ـ افغانستان د هندوستان پر وړاندې

 

د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله څلورمه لوبه د نومبر میاشتې په ۳یمه نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې کیږي، د ماښام په ۶:۳۰ بجو به پیل شي.

 

۵ـ افغانستان د نیوزیلینډ پر وړاندې

 

افغانستان به د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې خپله پنځمه لوبه د نیوزیلینډ پر وړاندې د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه ترسره کړي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې کیږي، د ماپښین په ۲:۳۰ بجو به پيل شي.