ماشومانو کې د ژور خفګان نښې نښانې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د لویانو په څېر، ژورخفګان په ماشومانو کې بېلابېلې نښې لري او د کوچنیانو د ژوند په ټولو برخو او ودې، له دې ډلې احساسي وده، شناختي، ټولنیز او زده کړیز وضعیت کې اغېزناک دی.
نښې نښانې یې په لاندې ډول دي:
– د نارامۍ احساس، ناهيلي، ستړیا، بې میلي.
– له لوبو او ساعتېرۍ خوند نه اخیستل.
– پلمې لټول، غوسه، ژړا.
– ګوښه توب، پالنې یا کورنۍ پورې له حد زیات تړل کېدل.
– بې حالي یا له حد زیات فعالیت، بې قراري.
د یوازېتوب احساس، ځانته د زیان رسولو فکر.
– په خوب او اشتها کې بدلون.
ځینې وختونه ماشومان ورځنیو پېښو په غبرګون کې هم لنډمهاله نښې ښيي، خو د ژورخفګان د تشخیص لپاره باید بېلابېلې نښې روښانه شي، اوږدمهال لپاره دوام وکړي او په کور یا ښوونځي کې د ماشوم په چلند اغېز وښندي.