له زېږون وروسته ژور خفګان

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
له زېږون وروسته ژور خفګان، د زېږون څخه وروسته دورې ته ویل کېږي، چې مور  پکې بېلابېل احساسات، ګډوډيو او یا  دماشوم پر وړاندې بې میلي تجربه کوي. ډېری وختونه د ځان رټلو په حس بدلېږي او مور تل د ګناه احساس ته وړي او د ماشوم له راوړلو پښېمانه کوي.
له زېږون وروسته ژور خفګان لاندې نښې لري:
١ – د ګناه احساس
٢ – د ماشوم له زېږولو پښېمانتیا
٣ – ماشوم ته د زیان رسولو څخه وېره
٤ – له حده زیاته ستړیا
٥ – په ګڼه ګوڼه ځايونو کې له اوسېدو او د ماشوم له روزنې وېره
٦ – د کورنۍ، دوستانو سره د اړیکې نیولو ته نه لېوالتیا
دا حالت ډېری میندو ته پېښېږي او نه پاملرنه ورته، کولای شي شرایط مور، ماشوم او حتا پلار ته سخت کړي.
دا ستونزه لکه د نورو اروايي ستونزو په څېر، درملنې ته اړتیا لري او ښه والی یې د شاوخوا خلکو په ځانګړې توګه د خاوند ملګرتیا ته اړتیا لري.