راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

راشدخان چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې په پرله ډول د اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي لوبډلو پروړاندې د غوره کارکرده ګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ نو اوس د نړۍ ډېری فیسبوک پاڼو، وېب پاڼو او ټویټراکاونټونو باندې د هغه غوره کارکرده ګي لیکل شوې ده.

د سپورټ ۳۶۰ په نامه یوې فیسبوک پاڼې په خپل پوسټ کې د راشدخان داسې یو عکس ډیزاین کړی او خپور کړی، چې اته ځایه پکې د راشدخان څېره ده او اته ډوله لباس یې پرتن دی، دا د دې ښکارندويي کوي، چې راشدخان د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبېدلی او مختلف لباسونه یې پرتن کړي دي.

یعنې په غېرمستقیم ډول یې د ده وړتیا اشاره کړې ده.

کرېک سېټ پي کی

د کرېک سېټ پي کی په نامه فیسبوک پاڼې لیکلي دي، چې سهیل اختر د لاهور قلندرز لوبډلې توپوهونکی خوښ دی، چې راشدخان په شپږم پړاو پي‌اېس‌اېل کې لري.

«سهیل اختر ویلي دي چې راشدخان د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه یو دی، واړه لوبغاړي کولای شي، چې د هغه له تجربو څخه ګټه واخلي، زموږ لوبډله به هم د هغه له لوبو فایده پورته کړي او خپله غوره کارکرده ګي به وړاندې کړي».

cricset pk5099792514514027481 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

ګراس روټ کرکټ

د ګراس روټ کرکټ په نامه فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۰ م کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې درې مخکښ وېکټ اخیستونکي، راشدخان ۸۱ وېکټې، حارث روف ۷۱ او شاهین افریدي ۶۶ وېکټې ترلاسه کړي دي.

دوی درې واړه اوس په لاهور قلندرز لوبډله توپ اچوونکي دي.

grassroot cricket8903357227355623216 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

د پاکستان سوپرلیګ

د پاکستان سوپرلیګ په نامه پاڼې لیکلي، د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد لوبډلې خپله مقابله پیل کړې وه؛ خو بهترین راشدخان خو اغېزناک او قیمتي راشدخان بریا د لاهور قلندرز کړه.

راشدخان په دې لوبه کې یوه وېکټ اخیستې وه، ۴ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې او ۱۵ ناسوځېدلې منډې یې هم کړې وې.

pak super league3737743665826366987 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

ابو ظبي کرکټ

د ابو دبي کرکټ په نامه پاڼې لیکلي، چې وروستۍ څو دقیقې د راشدخان د اتلولۍ وې، راشدخان د ۵ لوبغاړو په سوځولو سره لاهور لوبډله د جدول سرته ورسوله.

abu dhabi7643321463056882658 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

د هندوستان اېن ډي ټي وي

د این ډي ټي وي په نامه وېب پاڼې لیکلي، چې وګوره راشدخان خپله جادويي توپ اچونه وکړه او پېښورزلمي لوبډله یې د ۲۰۲۱ کال په لیګ کې له مخې پورته کړه.

nd tv7812743639500232326 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

د پي‌اېس‌اېل وېب پاڼه

دې وېب پاڼې د راشدخان خبرې راخیستي دي، « راشدخان ویلي دي زه له تېرو څلورو یا پنځه کلونو د نړۍ په مختلفو لیګونو کې لوبېږم، ما ډېره تجربه ترلاسه کړې ده، پي‌اېس‌اېل لیګ زما لپاره د نړۍ درېیم غوره لیګ دی».

psl web6188731647903638145 راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

د حیدراباد لوبډله

د حیدراباد لوبډلې د راشدخان د ۲۰۱۷ کال توپ اچونه راخیستې او لیکلي یې دي، چې په دې کال راشدخان د ویسټ انډیز د توپوهنې لاین اپ یا کرښې ماتې کړې، لومړی یې دوه وېکټې واخیستې او بیا یې پنځه نور وسوځول.

ډېری نورو رسمي فیسبوک پاڼو او وېب پاڼو د راشدخان ستاینه کړې او هغه یې د نړۍ یو غوره کرکټر بللی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.