د اوکراین جګړه؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.

په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي.

آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي.

همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه تایید کړي.

بلخوا ناټو سازمان ویلي چې ګڼ نور هېوادونه به هم ژر خپلې مرستې له اوکراین سره اعلان کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکې د اوربند په اړه د پوتین وړاندیز منلی او خبرو اترو ته یې چمتووالی ښودلی دی.

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند سرګي نیکیفوروف پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دوی د اوربند وړاندیز نه دی کړی خو د دغې موضوع په اړه د پوتین وړاندیز مني.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی تل د جنجالي مسائلو په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی دی او له دې وروسته هم د حل یوازینۍ لار مذاکرات بولي.

د هغه په خبره، د مذاکراتو د ځای په اړه خبرې روانې دي.

نوموړي ویلي، څومره چې ژر کېدای شي دا خبرې باید پیل شي څو په اوکراین کې د عادي ژوند لپاره شرایط برابر شي.

په همدې حال کې روسي رسنیو بیا راپور ورکړی دی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکې د اسراییل لومړي وزیر ته د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی خو اوکراین دا خبره رد کړې ده چې ګوندې دوی دې کوم هېواد ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی وي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي