ګټوره لیکنه؛ په ماشومانو کې د ژب بندۍ ستونزه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ماشوم روزنې په برخه کې ځينې وخت له دې حساسې ستونزې سره هم مخ کېږو، نو د همدې په پار مې وغوښتل چې په دې اړه له بېلابېلو برخو څخه ګټور معلومات راوژباړم.
ژب بندۍد وينا کولو هغه ستونزه ده، چې د اړيکې په جوړولو کې په پرلپسې ډول يو لړ ستونزې جوړوي. ژب بندۍپه غیر ارادي ډول د کلمو له تکرار، د ځينو تورو يا کلمو بندولو او يا اوږدولو څخه عبارت دی. ځينې وخت د کلمو يا تورو د ادا کولو لپاره ځينې حرکات هم شته دي او د ژب بندۍپر مهال يو لړ غير ارادي خوځښتونه هم لیدل کېږي، چې عبارت دي له: سترګه وهل، د زنې لړزېدل، د شونډو لړزېدل او يا هم د سر کږول.
په دې اړه مو د پوښتنو په څېر ځينې معلومات راغونډ کړي دي او ډېری ځوابونه د ازيتا داوري، چې په دې برخه کې دوکتورا لري دي او همدارنګه که وکولای شو، چې د هغه له ځوابونو هغو میندو او پلرونو ته چې اولادونه يې ژب بندۍلري مرسته وکړي او د هغوی لپاره لارښود واوسي.
ژب بندي معمولاً په کومو وختونو کې پيلېږي؟
ژب بندۍمعمولاً په ۷-۲ کلونو په عمر کې پيلېږي او همدارنګه معمولاً له ۱۲ کلنۍ وروسته ژب بندۍنه لیدل کېږي، خو کېدای شي په هغه صورت کې پيدا شي، چې کومه مغزي پېښه رامنځ ته شوې وي. ژب بندۍمعمولاً هغه وخت چې ماشوم غواړي هرڅه ژر او په تدريحي ډول زده کړي پيلېږي.
آيا ژب بندي ارثي دی؟
د ژب بندۍستونزې لرونکي وګړي په ټوليز ډول د ټولو خلکو ۱ سلنه وګړي جوړوي او نظر انجونو ته په هلکانو کې درې برابره دا ستونزه ډېره وي. هغه کورنۍ چې مور او يا پلار په کې د ژب بندۍستونزه لری له دريو تر پنځو چندو له هغو کورنيو څخه چې مور او يا پلار په کې دا ستونزه نه لري ډېر احتمال پېښوي.
کېدای شي د ژب بندۍستونزه د ځينو کسانو په برياليتوب، زده کړو او ټولنيزو اړيکو اغېزه وکړي، هغه هم منفي اغېزه خو داسې کسان هم شته دی، چې د دې ستونزې په لرلو سره يې ستر ستر برياليتوبونه په برخه شوي وي؛ لکه: توان وينسون، چرچيل، سرايوسکي سينوتون، چارلز داروين، ناپليون اول او تودور روزولت نومونه د يادولو وړ دي، چې دوی د خپل وخت ستر ستر کسان ول.
ولې زما ماشوم ژب بندي لري؟
ژب بندۍ د ژنټيکي او چاپېريالي لاملونو، چې يو پر بل متقابل اغېز لري رامنځ ته کېږي. ځينې ماشومانو ته ژب بندۍپه ارثي ډول پيدا کېږي، وېره او تاوتريخوالی هم د ژب بندۍ د ډېروالي لامل کېږي، خو تر اوسه داسې نه دي ليدل شوي، چې د ژب بندۍ پيدا کېدو په برخه کې يې رول لوبولای وي.
آيا ژب بندي د يوې ناڅاپي پېښې او ضربې نه وروسته شروع کېږی؟
په ډېرو برخو کې د ژب بندۍ پيلېدل په تدريجي ډول دي. ژب بندۍمعمولاً ډېر کم تر يوې ناڅاپي ضربې وروسته پيلېږي او ډېر لږ ماشومان چې ناڅاپي پېښه يا ضربه ورپېښېږي په ژب بندۍاخته کېږي.
د ژب بندۍ او د جريان په اړه یې معلومات څنګه دي؟
په ټوليز ډول ۵۰ نه تر ۸۰ سلنه ماشومان په خپله د ژب بندۍ له ستونزې څخه په کرار کرار ډول رغېږي. د هغو ماشومانو له ډلې چې کېدای شي ژب بندۍیې تر لويوالي پورې وي، کېدای شي يو په دريمه برخه برياليتوبونو يې تر اغېز لاندې راولي. د وړکتوني عمر پرمهال به کېدای شی ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخ شی؛ لکه: له خپلو همزولو سره د اړيکو جوړولو په برخه کې او همدارنګه د هغوی د لومړنيو درسونو د زده کولو په برخه کې به له لږ او دېرو ستونزو سره مخ شي او په دغو برخو کې به ژب بندۍخپل اغېز ولري.
که چېرې د ژب بندۍستونزه تر وړکتونه مخکې وليدل شي او يا هم دا احساس کړای شی، چې ماشوم ژب بندۍلري، دا وخت دی، چې د مور او پلاره ډېره پاملرنه غواړي او په دې وخت کې د دې ستونزې د لمنځه وړلو لپاره يوه بريالۍ هڅه کېدای شي. له مور او پلاره څخه دا هيله کېږي، چې د خپل ماشوم د ژب بندۍ د ستونزې لپاره بايد مخکې له مخکې آماده اوسي او همدارنګه بايد د دې ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره هڅه وکړي، څومره چې ژر هڅه وشي هغومره به بريالۍ هڅه وي.
آيا د ژب بندۍپه ستونزې اخته ماشوم سره بايد د نورو ماشومانو په څېر رويه وکړو او همدارنګه آيا هغوی ته يو ډول روزنه ورکړو؟
ټول هغه مسؤليتونه، قوانين، هڅونې، محدوديتونه او … چې د نورو ماشومانو لپاره کاروئ هغه د ژب بندۍپه ستونزې اخته ماشومانو ته هم وکاروئ، هغه باید ځان د خپلو نورو همزولو ماشومانو په څېر وويني، بس یوازې په دې توپير، چې ځينې وخت يې ژبه بندېږي.
په دې برخه کې باید ځينې ډېرو مهمو ټکو ته هم پام وکړو؛ هغه دا چې د ژب بندۍ په ستونزې اخته ماشوم نه بايد داسې هيلې ونه لرو، چې هغه يې د ترسره کولو وړتيا ونه لري، دا بې ځايه تاکيد کېدای شي د هغه ستونزه نوره هم ډېره کړي. د هغو ماشومانو لپاره، چې د ژب بندۍستونزه لري بايد د خبرو کولو لپاره ډېر وخت ورکړل شي او له دې لارې کولای شو په هغوی کې د ښه والي احساس را ژوندی کړو او د هغوی د ستونزې په کمولو او يا لمنځه وړلو کې به مو رغنده رول لوبولی وي.
د ماشومانو سره د مرستې په پار مور او پلار ته څه کارونه کول په کار دي، چې ترسره يې کړي؟
په ډېرې آرامۍ او مهربانۍ سره د ماشومانو خبرې واورئ، نه داسې چې هغه يې څنګه وايي، يوازې د هغوی خبرې په ډېرې مينې واورئ.
ماشوم پرېږدئ، چې خپلې خبرې ختمې کړي، تاسې د هغوی خبرې مه وربشپړوئ.
له ماشوم سره د خبرو پر مهال د هغوی سترګو ته ګورئ، يانې له هغوی سره د سترګو اړيکې ساتئ.
کله چې ماشوم خپله خبرې پيلوي؛ نو هغه په ډېرې آرامۍ سره خبرې کوي تر دې، چې له هغه وپوښتل شي.
له ماشومانو سره د هغوی د کارونو او کړنو په اړه چې هغوی ورته لېوالتيا لري خبرې وکړئ او په ځينو برخو کې ورته لږ وخت ورکوئ، چې په کرارئ سره خپلې خبرې وکړي او ځينې وخت سکوت هم اختیار کړئ، چې که هغوی يانې ماشومان کومې نورې خبرې د ويلو لپاره لري له تاسې سره يې شريکې کړی.
په ماشوم باندې د پوښتنې د ځوابولو لپاره فشار يا تاکيد مه کوئ.
وروسته تر دې، چې د ماشوم خبرې ختمې شوې، په ډېرې آرامۍ سره د هغوی د ځينو لغتونو په کارولو سره هغوی ته ځواب ورکړئ.
هېڅکله هم د ماشوم سره د خبرو کولو پر مهال دا عبارتونه (ژر کوه، اوس خبرې مه کوه، کار لرم، بيړه وکړه، خبرې دې ختمې کړه، ډېر مه غږېږه او ….) مه کاروئ.
هېڅکله هم هغه يانې ماشوم ته مه واياست، چې د خپلې دې ستونزې يانې ژب بندۍد ښه کولو لپاره يو کار وکړي.
لږ تر لږه په ورځ کې ۱۵ دقيقې له ماشوم سره په کرارئ او آرامئ خبرو کولو ته تخصيصې کړئ، د بېلګې په ډول هغه ته کتاب ولولئ.
د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره ماشوم وهڅوئ، چې ماشوم يې له عهدې وتلی شي او د دې ترڅنګ يې د ترسره کولو لېوالتيا هم لري.
هغه ماشومان چې ژب بندۍلري، معمولاً هغوی په ډله ييزه توګه له ماشومانو سره د خبرو يا مطلب ارايه کولو، شعر او سندرې ويلو پر مهال دومره ستونزه نه احساسوي؛ نو د همدې لپاره د ژب بندۍ لرونکي ماشومان دې ډول کارونو ترسره کولو لپاره وهڅوﺉ او هغوی ته دا موقع ورکړﺉ، چې په داسې ډله ييزو غونډو او سيمينارونو کې برخه واخلي.
ماشوم په ښه بدني شرايطو کې وساتئ، جسمي ناروغي په ډېر احتمال سره کېدای شي د ژب بندۍستونزې د ډېرښت لامل شي.
د مور او پلار کومې کړنې د ماشوم د ژب بندۍد ستونزې د ډېروالي لامل کېږي؟
د ماشوم د جملو يا وينا بشپړونکي
د خبرو د ختمولو يا پای ته رسولو لپاره د ماشوم هڅول او اړ اېستل
بې ځايه د ماشوم د خبرو پرې کول
مکرر انتقاد او د ماشوم د تورو او غږونو د تلفظ اصلاح کول
له ماشوم څخه غوښتل، چې د دوستانو، خپلوانو او يا ګاونډيانو مخکې ځينې شيان تعريف کړي او يا يې په اړه خبرې وکړي.
د ماشوم د ژب بندۍد ستونزې د حل په پار بايد د درملنې لپاره چاته مراجعه وکړو؟
ژب بندۍيوه داسې ستونزه ده، چې کېدای شي اروايي او نور اړخونه ولري. د کورنۍ او د کورنۍ د غړو ترمنځ ستونزې د ژب بندۍ د ډېرښت لامل کېږي او لازم دی، چې يوه اروا يا روان پوه سره ورباندې خبرې وشي او د هغوی مشورې او لارښوونې يې په اړه واخيستل شي ګټورې به وي او د نورو اړخونو د ونډې لرلو په برخه کې کولای شو فردي يا وګړنيزه درملنه او يا په خاصو مواردو کې د درملو له لارې هم کولای شو، چې د ژب بندۍ د ستونزې درملنه وکړای شو.
د درملنې وخت څومره دی؟
له وړکتونه مخکې د ماشومانو د ژب بندۍځينې خفيف موردونه کېدای شي یوازې په څو اونيو کې حل شي او کېدای شي په ځينو شديدو برخو کې تر ۱۸ مياشتو پورې دوام وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.