افغانستان او ځانوژنې؛ لاملونه او حل لارې یې څه دي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: بشیر درویش
د سپتمبر لسمه په نړیواله کچه د ځانوژنې د مخنیوي لپاره د مبارزې د ورځې په نامه نومول شوې وه. دا ورځ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم د عامې روغتیا وزارت له لورې ونمانځل شوه.
د دې ورځې د نمانځنې په وخت افغان روغتیا وزارت اعلان کړه، چې په افغانستان کې ۹ سلنه وګړي ځانوژنې ته لېواله دي.
د وزارت مسولینو وویل، چې د ځانوژنې پر وړاندې د مبارزې لپاره یې پينځه کلن پلان برابر کړی او تطبیق به شي.
خو خلک؛ په ځانګړي ډول افغانان ولې ځانوژنې ته مخه کوي؟
په دې لیکنه کې به د دې ستونزې لاملونو او حل لارو ته له روغتیایي نظریاتو وراخوا په ټولنیز ډول هم نظر واچوو:
د ژوند په اړه غلط تصور
په افغانستان کې متاسفانه د غلطو باورونو له مخې خلکو ته داسې تصور ورکړل شوی، چې ژوند یو بې ګټې، نېمګړی او په ټوله کې بې مانا او بې ارزښته شی دی.
په داسې حال کې، چې واقعیت داسې نه دی. ژوند الهي نعمت دی، ژوند د هغې دنیا توښه او په دې دنیا د الهي عباداتو او انساني خدماتو مهمه مرحله ګڼل کیږي.
ځانوژنه نور ګڼ عوامل هم لري، خو په سرکې یې دا دی چې باید انسان ژوند ته په تقدس قایل او لوړې ژورې یې وزغمي. که د ژوند د بې اهمیتۍ په اړه په افغانستان کې موجود غلط تصور ختم نه شي، دا تصور به زیات خلک ختم کړي.
ټولنیزې ستونزې
په ټولنیزو ستونزو کې له کورني تاوتریخوالي څخه نیولې تر غربت، مهاجرت، معلولیت او نورو ټولو باندې بحث کیدای شي. هغوی چې د ځانوژنې نیت یا کامیابه هڅه یې کړې خامخا له دې ستونزو څخه د یوې قرباني به و.
په افغانستان کې هرات ولایت د ځانوژنې د پېښو تر ټولو لوړ مقام لري. هلته د ډېرو په باور له ایران څخه دغه پدیده لېږدیدلې او د زیاتو خلکو ژوند یې اخیستی.
د هرات د ځایي روغتون ویاند رفیق شېرزي ویلي، چې په روان لمریزکال کې تراوسه تر۴۰۰ پورې د ځانوژنې پېښې له دغه روغتون سره ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۵ سلنه پېښې د خلکو په مړینه پای ته رسیدلي.
په هرات کې د ښځینه وو د ځانوژنې پېښې زیاتې دي، خو د هېواد په کچه د نارینه او ښځینه وو ترمنځ د ځانوژنې هڅې سره برابرې دي.
له ۲۰۱۳ څخه تراوسه په افغانستان کې د ځانوژنې یوزرو دوه سوه او شپږ ویشت پېښې ثبت شوي، چې د نارینه او ښځینه وو شمېر پکې زیات فرق نه لري.
د ځانوژنې د ټولنیزو عواملو په حل کې لکه د روغتیا وزارت چې ویلي، سراسري کمپاین او پوهاوي ته له هرڅه زیاته اړتیا ده. البته دا کمپاین باید په واقعي مانا سراسري او موثر کمپاین وي. په کمپاین کې د منابرو ترڅنګ رسنۍ، مدني ټولنې او نور مقتدر ادرسونه هم فعاله او ښه ونډه لرلی شي.
د ځانوژنې نړیوال وضعیت
په نړیواله کچه خپرې شوې شمېرې څرګندوي، چې په هرو ۴۰ ثانیو کې د نړۍ یو وګړی ځانوژنه کوي.
ځانوژنه په نړیواله کچه له ۱۵ کلنۍ تر ۲۹ کلنۍ د عمر لرونکو کسانو د مرګ ترټولو دویم لوی دلیل دی. په نړۍ کې هرکال نیږدې ۸۰۰ زره تنه د دغه عمر لرونکي کسان په مختلفو دلایلو په ځانوژنې لاس پورې کوي.
البته د ټولو ځانوژونکو کسانو شمېر د دغو ارقامو څو برابره زیات دي.
سږ کال ټویټر ټولنیزې شبکې له ځانوژنې سره د مقابلې لپاره په ۱۶ ژبو یو پراخ کمپاین ترسره کړ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.