ژباړه: نسیمه محمدي
د هغو خوړو او خوراکونو څخه چې د ورځې په اوږدو کې ګټه ترې اخلو ډېرې تېروتنې تر سره کوو. هغه تېروتنې چې که چېرې تکرار شي د سختو ناروغیو لکه د معدې د سرطان د پیدا کېدو لامل ګرځي.
د لبنیاتو مصرف سپینه غوښه( چرګ، ماهي…) د انسانانو د مزاج د اختلاف له امله هګۍ او ماهي غوښه یو ځای د ځینو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي لکه جذام، فالج، نقرس، بواسیر، قولنج، د غاښونو درد او رطوبتي ناروغۍ.
کوم خواړه باید یو ځای سره ونه خوړل شي؟
خوږې وریجې + دغنمو اوړه
انار + حلیم
خټکي + شات
لبنیات + سپینه غوښه
هګۍ + ماهي
سرکه + حلیم
لبنیات + ترشي
پنېر + چکه
پنېر + بادام
سرکه + عدس
سرکه + مۍ
سرکه + مستې
خټکی + کېله
د پسه د سر غوښه + انګور
ګرم خواړه + ساړه خواړه
سرکه وروسته له ماهي
سرکه وروسته له شیدو
سرکه وروسته له هندواڼې
یخې اوبه وروسته له ګرمو خوړو
یخې اوبه وروسته له حمام کولو