اووه هغه وچې مېوې چې د روغتیا لپاره مو اړینې دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

وچې مېوې چې افغانستان کې له نېکه مرغه ډېرې پېداکېږي، د پروټینونو، وېټامینونو، منرالونو، فایبر او د دماغو د پیاوړتیا لپاره د موادو غوره سرچینې دي، د میوو له ډلو که دغه اووه مېوې وخورئ، نو روغتیا به مو ډادمنه وي او ماغزه به مو ارام وي.
بادام  Almond
almond.jpg
بادام له انټي اکسېډانټس څخه ډک دي او کولېسټرول بیخي نه لري.
بادام په خپل جوړښت کې په قدرتي ډول پروټین، وېټامینونه، منرالونه، فایبر او روغتیا بخښونکي مواد لري.
بادام خپل ځاني خوږوالی لري، چې دا خوږوالی د قندو پر ځای ښه کار کوي او دماغو ته ښه انرژي ورکولای شي.
د دماغو د ارامتیا، د زړه د ناروغۍ د مخنیوي، د غاښونو او وېښتانو د کلکوالي لپاره خورا ګټور دي.
کاجو  Cashews
cahews.jpg
دا وچه مېوه له روغتیایي موادو مال امال ده او د وېټامېن بي شپږ او وېټامین اِي غني سرچینه ده.
کاجو په غذا کې د ګډولو یا مېکس کولو پرمهال خوراکي توکوته ځانګړی خوند او لذت وربخښي.
هغه کسان چې د اِي او وېټامین بي له کمښت سره مخ وي؛ نو کاجو دې زیات وخوري.
((Vitamins B & E
Raisins ممیزraisins.jpg
ممیز چې د انګورو له وچولو لاسته راځي تُرشه او خواږه دواړه یې کارېږي او ځېنې وختونه په غذاوو کې هم ګډېږي یا مېکس کېږي، چې تُرشه انګور بیا خوړو ته ځانګړی تُرشوالی ورکوي.
خواږه انګور او ممیز په هضم کې مرسته کوي او د معدې تېزاب کنټرولوي.
سره ممیز بیا د وینې پاکوالي او وینې کمښت د لرې کولو لپاره ښه دي.
Walnuts  یا چارمغز
walnuts.jpg
چارمغز یا وَلنټس د خوراکي ځواکمنو موادو ښه سرچینه ده، دا د اومېګا درې شحمیاتو اسیدو، فایبرونو، پروټینونو، انټي اکسېډان، وېټامینونو او مِنرالونو څخه ډک دي.
هغه کسان چې د پښو درد لري د چارمغزو مناسب خوراک ورته ښه دی او هم د دماغو ارامتیا ته ګټه رسوي.
Pistachios: پِسته
پِسته یا پِسټاشیوز د زړه د ضربان کابو کولو او کولېسټرولو په کنټرولولو کې مهم رول لري، پِسته همدارنګه د ژیړي مخنیوی کوي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
Dates:  خُرما
Dates.jpg
خُرما یا ډېټس په مختلفو ډولونو خوړل کېدای شي، کله چې له ونې یا بوټي ژیړ حالت کې راوشلول شي او بیا نیم پوښته خوړل کېږي، ځېنې وختونه ښې پخې شي او تورې واوړي، چې بیا بازارونوکې هم په لامده او هم په وچ ډول پلورل کېږي.
خُرما یوه بشپړه غذا ده او کولای شئ، چې په مناسب خوراک سره یې انرژي لاسته راوړئ.
د شوګر یا قندو طبیعي سرچینه ده، د ستړیا څخه د ارام موندلو لپاره  ګټوره ده او د وینې د کمښت مخنیوی هم کوي.
هغه کسان چې د وینې په کمښت اخته دي، د ډاکټر د لارښوونې له مخې دې خُرما وخوري.
Apricots : زردالو
زردالو یا اپرېکاټس ۴۷ سلنه وېټامینونه او نور معدني مواد پوره کوي.
همدارنګه د پوتاشیمو، وېټامین اِي، مِسو، وېټامین ای او وېټامین سي ښه منبع ده.
د ازادو راډیکلونو درلودلو له امله د حجرو له ویجاړېدو مخنیوی کوي.
د زردالو خوړل په اوړي کې، چې لمر ځواکمن وي ډېره ګټه رسوي، وچ زردالو د پوستکي، سترګو او د بدن معافیتي سیسټم لپاره بې جوړې درمل دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.